CRI Online

امريکا په يوه اړخيزه توګه د م م له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې پر ايران بيا بنديرونه تازه کړي، د چين استازي په دې هکله خپل دريځ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 10:25:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په شلمه نېټه د امنيت شورا نوبتي رئيس او د م م سرمنشي ته د يو پيغام په استولو سره د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د امريکا د هغې يو اړخيزې غوښتنې په هکله خپل دريځ څرګند کړ چې امنيت شورا به پر ايران بنديزونه بيا تازه کړي.

جانګ جون په پيغام کې په اشارې سره وويل چې امريکا د ۲۰۱۸ کال په مې کې د ايران د ذروي مسئلې له هراړخيز تړون څخه وتلی دی او د دغه تړون ګډون کوونکی نه دی. امريکا له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې په چټکۍ سره پر ايران د بنديزونو ميکانيزم دوباره اعاده کړي، دا له قانون سره هېڅ سمون نه لري او بې دليله عمل دی. د امنيت شورا ديارلسو غړو د روان کال په اګست کې د امنيت شورا رئيس ته ويلی چې د امريکا د هغه پيغام پر بنسټ دغه پريکړه او فعاليت هېڅ قانوني، سياسي او واقعي اغيزې نه لري. د امنيت شورا رئيس د امريکا دغې غوښتنې ته د ځواب نه ورکولو پريکړه کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای