CRI Online

د ايران ولسمشر حسن روحاني : پر ايران باندې د امريکا تر حده بنديزونه ناکام شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 10:32:57

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امنيت شورا د ۲۲۳۱م پرېکړه ليک له مخې، د ذروي تړون له لاسليکولو مخکې پر ايران باندې د م م بنديزونه د ګرين ويچ په وخت د ۲۰مې نېټې له صفر بجې څخه په رسمي ډول بيا پيل شول. هغه ګواښ کړی چې امريکا به په راتلونکو څو ورځو کې د بنديزونو د عملي کېدو په باب يو لړ اقدامات طرحه کړي، که د م م غړي هېوادونه دغه اقدامات مراعات نه کړي، له بدې نتيجې سره به مخامخ شي. د ايران ولسمشر حسن روحاني په ۲۰مه نېټه په دې اړه وويل، پر ايران باندې د امريکا تر حده بنديزونه ناکام شوي دي، ايران به امريکا ته سر ټيټ نه کړي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ۲۰مې نېټې په شپه وويل، امريکا په حقوقي او سياسي برخه کې پر ايران باندې لګول شوي سخت بنديزونه نه يوازې بريالي شوي نه دي، بلکې د امريکا د لا جلاوالي سبب ګرځېدلي. ايران به د امريکا بنديزونو ته متقابله حمله ورکړي او هېڅکله به امريکا ته سر نه ټيټ نه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای