CRI Online

پر WeChat د امريکا حکومت بنديز د قاضي لخوا رد شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 11:02:27

د ريوتيرس اژانس د سپتمبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، د امريکا د WeChat کاروونکو ټولنې په ګډون د څو شرکتونو د ګډې هڅې په رڼا کې، د امريکا د کليفورنيا ايالت د يوې محکمې قاضي په همدې ورځ يو لنډ مهالی حکم وکړ او پر WeChat يې د امريکا حکومت بنديز رد کړ او د دې له مخې د Apple او Google شرکتونه حق نه لري چې د روانې مياشتې له ۲۰مې نېټې څخه WeChat له اپ ستور څخه وباسي.

دغه قاضي چې لاوريل بيلير نومېږي وويل، پر WeChat د ټرمپ حکومت تورونه سم نه دي، برسيره پر دې، حکومت دغه مالومات نه دي ورکړي چې پر WeChat بنديز له څه لارې د امريکا ګټې ساتي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت تر اوسه پورې د دې پرېکړې په اړه څه نه ويلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای