CRI Online

د داوس اقتصادي فورم په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 21:02:44


د نوموړي اقتصادي فورم په اړه عمومي معلومات

نړيوال اقتصادي فورم د نړيوال اقتصاد په برخه کې د مسئلو په اړه د پلټنو او بحثونو، او د همکارۍ او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره غېر حکومتي نړيوال سازمان دی، مقر يې د سويس په ژنيو کې دی او اصلي موخه يې (( د نړيوالو حالاتو د ښه والي لپاره کوښښ )) دی. دغه فورم پخوا د اروپايي ادارې فورم و چې په ١٩٧١ کال کې د فورم د اوسني مشر او د ژنيو پوهنتون پروفيسر کلاوس سواب له خوا جوړ شوی و. په ١٩٨٧ کال کې د اروپايي ادارې فورم په نړيوال اقتصادي فورم بدل شو. ځکه چې د دې فورم د لومړۍ دورې غونډه او د هر کال کلنۍ غونډه ټول د سويس په کوچنۍ علاقدارۍ د داوس کې تر سره شوې او کيږي، نو ځکه د داوس فورم نوميږي.

د ياد فورم غړي څوک دي؟

د فورم غړي له زرو نه زياتې لويې نړيوالې تصدۍ دي چې دغې تصدۍ په نړيوال اقتصاد کې د پرمختګ د لارښوونې رول لوبوي او د بېلا بېلو غړيو ډلوکسان په خپله مشخصه ساحه کې د پاليسو ډېر اغېزمن جوړوونکي او مشران دي. د يوې غړي ډلې د برخه والو ترمنځ تګ راتګ او د بېلا بېلو غړيو ډلو ترمنځ خبرې اترې فعالې دي.

پر تصديو بر سيره، دغه فورم د بېلا بېلو هېوادونو له سياستوالو، کارپوهانو او د خبري رسنيو له مشرتابه سره اړيکې ټينګې کړې. دغه کسان په بېلا بېلو غړيو ډلو کې شامل شوي، دغه راز دوی په مشخصه برخه کې نړيواله همکاري کولی شي.

د فورم غړي په لاندې شپږو ډولونو تقسيميږي:

د بېلا بېلو صنعتي برخو ډله: غړي يې د نړۍ په عمده صنعتي برخو کې د مشهورو تصديو لوړ پوړي مشران دي. د راتلونکو نړيوالو مشرانو ډله: شاو خوا ٦٠٠ تنه غړي چې عمرونه يې له ٤٥ کلنو څخه کم دي، او دوی د نړۍ د نوي نسل پاليسي جوړوونکي دي. د خبري رسنيو د مشرانو ډله: په دې ډله کې د نړيوالو خبري رسنيو ډېر اغېزمن شخصيتونه شامل دي. د فورم د مېلمنو ډله: د سياست، اقتصاد، ساينس، ټولنې او تکنالوژۍ په برخو کې مشهور شخصيتونه د دې ډلې برخه وال دي. د سياستوالو ډله: د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو او نړيوالو سازمانونو مشران پکې شامل دي. د هنرمندانو ډله: په دې ډله کې له سلو تنو نه زيات د بېلا بېلو هنري برخو استازي دي.

ولې داوس فورم په نړۍ کې اغېزمن دی؟

دغه فورم د نړۍ په کچه د نظريو د تبادلې ډګر دی او پر نړيوالو عامه افکارو اغېزمن دی. د دې فورم له جوړېدو راهيسې د کلنۍ غونډې په شمول د زياتو غونډو له لارې د مهمو نړيوالو مسئلو په باب د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو، تصديو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او کارپوهانو د نظريو د تبادلې مهم ډګر ګرځيدلی دی. د داوس په کلنۍ غونډه کې خبرې اترې د پام وړ مسئلو پر محور راڅرخيږي چې دا پر نړيوالو عامه افکارو اغېزې لري.

د نړيوال اقتصادي فورم د تېر کال ژمنۍ غونډه د پروسږ کال د جنورۍ په شلمه نېټه په داوس کې پرانيستل شوه چې اصلي موضوع يې د څلورم صنعتي اصلاحاتو کنترول و. د تېر کال د جون په ٢٧مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د چين په تيان جين ښار کې د داوس په دوبنۍ غونډه کې ګډون او يوه وينا يې وکړه.

د داوس فورم د ٤٧مې دورې کلنۍ غونډه به د سږ کال د جنورۍ له ١٧مې نېټې څخه تر ٢٠مې نېټې پورې د سويس په داوس کې تر سره شي چې اصلي موضوع به يې (( د مشرۍ قوت: د حالاتو سره سم ګامونه او مسئوليت پر غاړه اخيستل )) وي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا به وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای