CRI Online

له چين سره د ګمرکاتو د نړيوال سازمان همکاري

cri     (GMT+08:00) 2017-02-25 18:32:18


د ګمرکاتو نړيوال سازمان سرمنشي کونيو ميکوريا څو ورځې مخکې په بروکسيل کې د سي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د داوس په اقتصادي فورم کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا تشويق کوونکې ده او هغه مهم پېغام يې ليږلی چې د نړۍ دوهمه اقتصادي ډله د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم فعال ملاتړ کوي.

د ګمرکاتو نړيوال سازمان د نړۍ په ساحه کې د ګمرکي چارو د څېړنې په موخه د حکومتونو ترمنځ يوازنی نړيوال سازمان دی چې د نړيوالو تړونونو په جوړولو سره د بېلا بېلو هېوادونو د ګمرکاتو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده، د ګمرکي تشريفاتو او نړيوالو سوداګرۍ په همغږۍ او ساده کولو کې مثبت رول لوبولی او کوي يې.

د نوموړي سازمان سرمنشي کونيو ميکوريا خبريال ته وويل، چې د نړيوالې سوداګرۍ هڅول د دې سازمان لومړۍ دنده ده او د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ پورې اړه لري. ځکه که يو هېواد د سوداګرۍ سمسورتيا وغواړي، بايد لومړی خپل بنسټيز تاسيسات بشپړ کړي، د بېلګې په توګه بندر. ورپسې بايد بېلا بېل ميکانيزمونه اباد کړي چې ګمرک يو وي.

د يو نړيوال سازمان د مشر په حيث کونيو ميکوريا د داوس فورم په سږنۍ غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا اورېدلې. هغه وويل، چې ګډون کوونکو د دې وينا په اړه ژورې خاطرې لرلې.

((نه يوازې زما په فکر کې، بلکې په تالار کې د ټولو حاضرينو په ذهنونو کې د رئيس شي وينا ژور تاثيرات پاتې دي، علت يې دا دی چې ښاغلي شي په واضحه توګه څرګنده کړې چې د څو اړخيز تجارتي سيسټم ملاتړ کوي. البته چين ترې ګټه اخيستې ده، خو نور هېوادونه به هم له دغه ورخلاصي سوداګريز سيسټم څخه ګټه واخلي. زه تشويق شوی يم، ځکه دا ډېر مهم پېغام دی چې يوې لويې اقتصادي ډلې د ازادې سوداګرۍ ملاتړ اعلان کړی دی. ))

د نوموړي په اند، د چين ګمرکي ارګان تل د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د ابادۍ په هڅه کې دی. د ګمرکاتو نړيوال سازمان په دې برخه کې د چين له ګمرکي ارګان سره نژدې همکاري کړې او کوي يې.

(( د بېلګې په توګه، د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې، چين زموږ د سازمان تر ادارې لاندې د برېښنايي سوداګرۍ ډلې د رئيس دنده لري او د برېښنايي سوداګرۍ د ساده کېدو لپاره کوښښ کوي. نو زما په اند چين د ګمرکاتو له نړيوال سازمان سره ډېرې مرستې کړې دي.))

د تکنالوژۍ د پرمختګ له امله برېښنايي سوداګري د مروجېدو په حال کې ده، دغه راز د ګمرکي چارو په وړاندې ننګونې رامنځته شوې دي. که څه هم د ګمرکاتو نړيوال سازمان د برېښنايي سوداګرۍ په اړوند ځيني معيارونه او قواعد ټاکلي دي، خو دغه معيارونه او قواعد د برېښنايي سوداګرۍ له چټک پرمختګ سره مناسب نه دي چې له امله يي د ګمرکاتو نړيوال سازمان د برېښنايي سوداګرۍ د اداره کولو يوه څانګه جوړه کړې او له پولو رالېږدول شويو ارزانو توکو څخه د ماليې اخيستلو په شمول يو لړ مسئلو باندې يې بحث کړی او نوی لارښوونکی اصول به صادر کړي . د چين د ګمرکاتو ارګان د يادو مسئلو په هکله يو لړ معقول وړانديزونه وړاندې کړي چې دغه وړانديزونه په پاي کې د ګمرکاتو د نړيوال سازمان لخوا منل شوي دي.

کونيو ميکوريا زياته کړه چې چين په دې پوه شو چې د اقتصاد نړيوال کېدل

له ننګونې سره مخامخ دي ، نو د عرضې د نړيوالو ځنځيرونو د امنيت ساتنې ته ډيره پاملرنه کوي .

(( چين هم په دې ښه پوه شوی چې د اقتصاد د نړيوال کېدو له امله يو لړ ستونزې رامنځته شوي دي ، نو ځکه په تېر کال کې د جي شلو هېوادونو د ولسمشرانوپه غونډه کې رئيس شي په خپله وينا کې د ګمرکاتو نړيوال سازمان له پولي فريبکارۍ سره د مبارزې په نظام کې د شاملېدو غوښتنه کړې، نو چين اوس نه يوازې د برېښنايي سوداګرۍ د ساده کولو په هڅه کې دی ، بلکې د عرضې د نړيوالو ځنځيرونو د امنيت ساتلو لپاره کوشش هم کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای