CRI Online

په جنورۍ کې د بهرنيو معاملو شمېره

cri     (GMT+08:00) 2017-02-26 20:25:12


په جنورۍ کې د چين واردات او صادرات دواړه زيات شوي دي. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې له خوا د تازه خپرې شوې شمېرنې له مخې، په جنورۍ کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت دوه زره يو سلو اتيا مليارډه امريکايي ډالره و چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ١٩.٦٪ زيات شوی، له دې جملې څخه د صادراتو اندازه يو زر دوه سوه او اويا مليارډه ډالره او د وارداتو اندازه نهه سوه يوولس مليارډه او دوه سوه مليونه ډالره وه چې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٥.٩٪ او ٢٥.٢٪ زياته شوې وه. د چين بهرنيو چاور وزارت د بهرنې سوداګرۍ څانګې مرستيال وانګ دونګ تانګ د فبرورۍ په ١٤مه نېټه وويل، چې په جنورۍ کې د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي تمايل او چټک پرمختګ ساتل شوی دی، دا لاسته راوړنه د کمو زحمتونو په ګاللو سره نه شي تر لاسه کولی .

د توليداتو د ډولونو له لحاظه، په جنورۍ کې د ماشينونو او برقي سامانونو د صادراتو ارزښت ٧٠٩ مليارډه او ٥٧٠ مليونه امريکايي ډالره وو چې دا شمېر په صادراتي اندازه کې ٥٦.١٪ برخه ونيسي او د تېر کال د جنورۍ په نسبت ١٦.٦٪ زيات شوې.

ښاغلي وانګ دونګ تانګ وويل، د تېرو څو کلونو راهيسې د دولتي شورا له خوا وړاندې شوې يو لړ تګلارې په فبرورۍ کې د بهرنې سوداګرۍ د تحريک سبب ګرځېدلی، ځکه د دغو تګلارو له امله د سوداګرۍ زمينې بشپړې او بازارونه فعال شوي دي. د دې ترڅنګ، زياتو تصديو د تکنالوژۍ، معيارونو، کيفيت او خدمت په برخو کې د سيالۍ قوت د لوړوالي لپاره هلې ځلې کړې دي.

د شمېرنې له مخې، په جنورۍ کې امريکا، اروپا او جاپان ته د چين د صادرات ارزښت په جلا جلا توګه ١٧.٢٪ ١٣.٦٪ او ١٨٪ سلنه زيات شوی دی، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه روسيې، ماليزيا او هند ته د چين د صادراتو ارزښت په جلا جلا توګه ٣٩.١٪ ٢٢.٨٪ او ١٨.١٪ زيات شوی دی.

ښاغلي وانګ دونګ تانګ دې ته اشاره وکړه چې د جنورۍ مياشتې شمېره د ټول کال استازيتوب نشي کولی، په روان کال کې د چين د بهرنې سوداګرۍ حالات د خوشبينۍ وړ نه دي.

(( زموږ په اند، سږ کال د بهرنۍ سوداګرۍ حالات لا هم پيچلي او سخت دي، په تيره بيا نا معلوم او غيرې نورمال عوامل زيات شوي دي، زموږ په وړاندې ستونزې په لنډه موده کې نه شي حل کېدای. نړيوال اقتصاد کمزوری دی، په نړيوالو بازارونو کې اړتياوې ټيټې دي، په تيره بيا له نړيوال کېدو سره د مخالف تمايل ښکاره شوی او د تجارت د حمايت غوښتنه پورته شوې ده. د کار ځواک په شمول توليدي بيې لوړيږي، د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د چين پخوانی غوره والی ورکيږي، صنعتي چارې او تجارتي تړونونه بهر ته د انتقال په حال کی دي. خو له دې پرته بايد دا وليدل شي چې چين د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ نورې زياتې زمينې هم لري. ))

په جنورۍ کې د چين له خوا کارول شوې بهرني پانګې د تېر کال د همدې مياشتې په نسبت ٩.٢٪ ټيټې شوې. د فبرورۍ په ٢١مه نېټه په يوه خبري ناسته کې يو خبريال پوښتنه وکړه چې له يادې شمېرې څخه ايا د هغه خبر پخلی شوی دی او که نه چې بهرنيو هېوادونو له چين څخه خپلې پانګې ايستلې. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزير ګاو هو جنګ وويل، چې ياد خبر معقول نه دی.

(( په داسې حال کې چې تېر کال په نړۍ کې مستقيمې پانګونې ډېرې ټيټې شوې، چين په رښتيني توګه ٨١٣ مليارډه ٢٠٠ مليونه يوانو په اندازه بهرنۍ پانګې کارولې چې دا شمېر د ٢٠١٥ کال په نسبت ٥٥.٨٪ زيات شوی دی. د طب او درملو د صنعت، طبي سامانونو او د عصري تکنالوژۍ د خدمتونو په برخو کې د چين له خوا کارول شوې بهرنې پانګې ډېرې زياتې شوې دي. د نوموړي خبريال د پوښتنې په هکله، زه په دې نظر يم چې د يوې مياشتې شمېره د يو ټول کال د تمايل استازيوب نه شي کولی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای