CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 09:21:49


څو ورځې مخکې د لېری واټن ځغاستې الماني مينه وال (( کای ماکوس شون )) په هامبورګ کې د ورېښمو پر لاره د منډې د پيل مراسم تر سره کړل چې هغه به په نهو مياشتو کې له المان څخه د لويديځ په لور د ورېښمو پر لاره د چين شانګ های ته ورسيږي چې د لارې عمومي اوږدوالی يې دوولس زره کيلومتره دی. هغه غواړي د دې فعاليت له لارې د يوه کمربند او يوې لارې له غوښتنې څخه ملاتړ څرګند کړي.

له ده پرته، د زياتو هېوادونو حکومتي استازي او د تصديو خاوندان د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د غونډو او همکارۍ لپاره چين ته راغلي دي.

يو کمربند او يوې لارې ته توجې او علاقې د لوړوالي په حال کې دي. د مارچ په اوولسمه نېټه د م م امنيت شورا له يو کمربند او يوې لارې څخه د ملاتړ پريکړه ليک تصويب کړ. د مارچ په اوه ويشتمه نېټه نوي زيلنډ له چين سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه همکاريز تړون لاسليک کړ. دا لومړی ځل دی چې يو لويديځ هېواد اړوند تړون لاسليک کړ.

(( باو څای)) (( يانګ څونګ)) د نيپال په نواسادي کلي کې کليوال کومار په چيني ژبه خپله سبزې پلوري. هغه په خوشحالۍ خبريال ته وويل، چې اوس مهال له د سيند پر مخامخ غاړه د سمينټ توليدونکې فابريکې د نصبولو چينايي انجنيران او کارکوونکي راغلي دي، د ما د سبزي د خرڅلاو اندازه څو چنده زياته شوې ده. بر سيره پر دې، دغه فابريکه د سړک او پل د جوړولو دندې پر غاړه هم اخيستې دي، نو ځايي تجارتي چارې فعالې شوې دي.

په چين کې د جنوبي افريقا سفيرې لانا موشمن ويلي چې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د پرمختګ هڅوونکی ځواک دی. دا خبره د ګردې کرې د ګډ نظر په توګه ګرځيدلې ده.

په چين کې د ايران سفير علي اصغر حقي وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې ابادۍ نه يوازې د اړوندو هېوادونو خلکو ته رښتينې ګټې رسولې او رسوي يې، بلکې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده. په ٢٠١٣ کال کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه له غوښتنې څخه راپدېخوا په اقتصادي او تجارتي همکارۍ کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي چې له اټکل نه زياتې دي.

په دې وروستيو ورځو کې د اسرائيلو،ميکرونيسيا، مداکاسګر او نيپال مشرانو چين ته په خپل سفر کې له يوه کمربند او يوې لارې څخه ملاتړ څرګند کړ.

د مارچ په اوه ويشتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د مداکاسګر له ولسمشر هيري رجاوريمامپيانينا سره خبرې اترې وکړې. هيري د يوه کمربند او يوې لارې څخه ملاتړ څرګند کړ او و يې ويل چې هيله لري دواړه هېوادونه د انرژۍ، هوانوردۍ، ټرانسپورټ، بندرونو او د هوايي ډګرونو د ابادۍ په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. له ملاقات وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړوند يادښت لاسليک شو.

د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنې له وړاندې کېدو وروسته، زياتو هېوادونو د اړوندې ستراتيژيکې همکارۍ په موندلو پيل کړی دی. د مارچ له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٦مې نېټې پورې د چين صدراعظم لي که چيانګ استراليا ته سفر وکړ. دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه د استراليا په شمال کې د پرمختګ له پلان سره وتړل شي. اوسمهال روسيې، مغولستان، قزاقستان، اروپا او ويتنام له چين سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ستراتيژيکې همکارۍ طرحې جوړې کړې دي.

د يوه کمربند او يوې لارې د تګلارې په تطبيق کې له ژر برخه اخيستنې څخه ژر ګټه اخيستل کېږي.چې دا نه يوازې د نړيوالې ټولنې ، بلکې د چينايانو ګډه نظريه هم ده .

د مارچ په ٢١مه نېټه د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د چين رسمي ويبپاڼه پرانيستل شوه چې پکې د چين د دېرشو حکومتي څانګو، د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو او د همکاريزو هېوادونو معلومات شودل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای