CRI Online

د تبت تجارتي توکي د انټرنيټ له لارې لا پراخو سيمو ته د ننوتلو په حال کې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 14:48:57


چين د الکترونيکې سوداګرۍ په برخه کې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی، د هر کال د دسمبر په يوولسمه نېټه په چين کې د توکيو اخيستلو فيسټيوال د دې هېواد د انټرنيټي سوداګرۍ د چټک پرمختګ يوه نښه ده، په دې فيسټيوال کې تجارتي توکي نه يواې د چين بېلا بېلو ځايونو ته بلکې د نړۍ له دوو سوو نه زياتو هېوادونو ته پلورل شوي دي. د چين د نورو سيمو په نسبت د الکترونيکې سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې د تبت ګامونه ناوخته دي، خو د تېرو کلونو راهيسې يې سرعت چټک شوی دی.

په تبت کې د ايون په نامه د الکترونيکي سوداګرۍ شرکت بنسټګر او مشر وانګ جو څانګ له هغو کسانو څخه يو دی چې په تبت کې لومړی د انټرنيتي تجارتي چارو په هڅه کې وو. هغه د چارو د پيل د يادولو په وخت کې وويل

(( په دوه زره ديارلسم کال کې مو شرکت جوړ کړ، کار و بار مو په تېرو دوو کلونو کې ډېر ستونزمن و، په هغه وخت کې د تبت اوسيدونکو الکترونيکې سوداګري و نه منله، په زياتره معاملو کې له نغدو پيسو څخه استفاده کېده، حتی په ځينو ځايونو کې د توکيو تبادله همدغسې دوديزې تجارتي لارې شتون درلود، الکترونيکې سوداګري د دوی لپاره ناپېژندل شوې وه. په هغه وخت کې د تبت ټرانسپورتي او انټرنيټې شرايط پاخه نه وو. ))

د ښاغلي وانګ جو څانګ په قول د مالونو د ليږد راليږد لوړه بيه په تبت کې د الکترونيکې سوداګرۍ د پرمختګ په وړاندې يوه ستونزه ده. هغه وويل، د ځينو شيانو بيې لس يوانه شل يوانه دي، خو د ليږد بيې يې له شپږ ويشت يوانو نه زياتې دي. خو د ده په اند د تبت توکي ځانګړي او کيفيت يې ښه دی، په بازارونو کې بايد په ښه توګه وپلورل شي.

په دوه زره پنځلسم کال کې يو مهم فرصت راغلی و. د چين صدراعظم لي که چيانګ دولتي شورا په غونډه کې د الکترونيکې سوداګرۍ د چټک پرمختګ په غرض تدبيرونه تاييد کړل. په دې رڼا کې د تبت خودمختارې سيمې تجارتي ادارې په همدې کال کې د الکترونيکې سوداګرۍ انټرنيټي ډګر خلاص کړ او په نوي کال کې يې يوه اړونده صنعتي سيمه جوړه کړه. نوموړی شرکت د يادې انټرنيټې تجارتي ډګر د اداره کوونکي په توګه وټاکل شو. تر اوسه پورې په دغه ډګر کې د پلورل شويو توکيو ارزښت له شل مليونو يوانو څخه اوښتی.

ښاغلي وانګ جو څانګ وويل

(( زموږ په انټرنيټې تجارتي ډګر کې د تبت نژدې دوه سوه تصدۍ او له زر ډولونو نه زيات توليدات راغونډ شوي، نو په ښار کې مو د توليداتو زيرمتون جوړ کړ. د مالونو د ليږد راليږد په برخه کې مو له يوې لويې تصدۍ سره همکاري کړې، دوی د هېواد د اړوندو تګلارو سره سم ځينې ګټې پرېښودې او بيې يې ټيټې کړې. ))

په دوه زره شپاړسم کال کې د تبت خودمختارې سيمې د ولايت په کچه د الکترونيکې سوداګرۍ او ټرانسپورت ټولنه جوړه کړه. د دې ټولنې مدير پنګ جه هاو معلومات ورکړل.

(( لومړی، زموږ ټولنه له تصديو څخه معلومات تر لاسه کوي او بيا د دوی اړتياوې او غوښتنې تجارتې ادارې ته وړاندې کوي، تر څو امتيازي تګلارې خپرې شي. دوهم، موږ د الکترونيکې سوداګرۍ اړوندې روزنې برابروو. درېيم، اړوند کارپوهان لرو، تصدۍ ورڅخه مصلحت تر لاسه کولی شي. څلورم، زموږ ټولنه د صنعتي سيمې اداره کوونکې ده، د تصديو لپاره د ثبت، ځايونو او د نويو کارکوونکو د لټون په شمول وړيا خدمتونه برابروو. هر کال موږ څو مسلکي غونډې جوړوو او د شرکتونو استازو ته د ګډون بلنه ورکوو. ))

د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به الکترونکې سوداګري په تبت کې د تجارتي توکيو او خدمتونو مهمه لار وګرځي. د انټرنيټي شبکې او الکترونکې سوداګرۍ د پرمخګ په رڼا کې د تبت تصدۍ او اوسيدونکي ګډې شتمنۍ ته نژدې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای