CRI Online

د منسوجاتو هندي سوداګر ويشال جاين په چين کې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-01 12:34:58


د منسوجاتو هندي سوداګر ويشال جاين چې د هند له ممبای څخه راغلی دی، د چين په هانګ جو کې د نساجۍ ټوکر ونو يو نړيوال شرکت چلوي. هغه له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره په هانګ جو کې له پنځلسو کلونو راهيسې ژوند کوي.

په دوه زرم کال کې ويشال په هند کې د ښوونې له بشپړولو وروسته په امريکا کې د نړيوالې سوداګرې د ادارې په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړ. هغه په امريکا کې د دوه کلنې زده کړې له لارې په ګرده کره کې د خپلې کورنۍ د شرکت پرمختيايي فرصت کتلی و. هغه وويل

(( اړتيا لرو چې بهر ته لاړ شو، نه يوازې په هند کې او يا په امريکا کې، بلکې بايد نورو زياتو هېوادونو ته د ننوتلو توان خپل کړو. د هېوادونو ترمنځ توپيرونه يوازې د کلتور په برخه کې موجود دي، تجارتي شکلونه يې يو شان دي. نو که موږ د يو هېواد کلتور منلی شوو، موږ په هر يو هېواد کې سوداګري کولی شوو. ))

ورپسې هغه په دوبی کې د بازارونو په پلټنې لګيا و، او په دې بهير کې يې د منسوجاتو په برخه کې د چين مخکښ ځای پېژندلی. په دوه زره دوهم کال کې ويشال په ډېر لوړ همت چين ته راغلی و.

(( زما د پلار او کاکا په اند، په نړيوالو بازارونو کې دې زموږ کار و بار پراخ کړو. نو په دوه زره دوهم کال کې مې په چين کې د شرکت د جوړونې پريکړه وکړه. د هند د نساجۍ ټوکرونه ډېر شهرت لري، چين د جامو د جوړونې په برخه کې وتلی دی. که د نساجۍ په برخه کې د چين او هند ښيګڼې په ګډه کارولی شوو، دا به په نړيوالو بازارونو کې ډېر تجارتي ارزښت ولري. ))

دغه راز ويشال د چين په هانګ جو ښار کې د اپتوس په نوم شرکت جوړ کړ. هغه وويل، چې په چين کې د چارو د جوړولو په بهير کې له خنډونو سره مخامخ نه و، ځکه د چين حکومت په چين کې د بهرنيانو د چارو جوړولو ملاتړ کوي، يوازې شرايط له اړوندو معيارونو سره سمون لري، پيچلو تشريقاتو ته اړتيا نه شته.

ويشال وويل، چې هند په چين پسې د نړۍ دوهم لوی د منسوجاتو او جامو توليدوونکی هېواد دی. هند د ښه کيفيت پنبې لري، چين پرمختللې تکنالوژي لري، که دواړه هېوادونه همکاري وکړي، توليدت به يې د ګردې نړۍ بېلا بېلو ځايونو کې وپلورل شي.

(( د نساجۍ صنعت ډېرو کارګرو ته اړتيا لري، چين او هند د کار کافي ځواکونه برابرولی شي. نو دغه دوه هوادونه ښه همکاران ګرځيدلی شي. دواړه هېوادونه په ګډه د جامو او منسوجاتو توليد ته پرمختګ ورکوي، شاو خوا نور هېوادونه خپلو کورنيو صنايعو ته پرمختګ ورکوي، دغه راز د نړۍ هيڅ نوره سيمه په اسيا پسې ځان نه شي رسولی. ))

ويشال وويل، چې د چين حکومتي چارواکو او چيني همکارانو ورسره زياتې مرستې کړې دي. د بهرنيانو هرکلی د چين ډېر ښه ټکی دی. اوس د چين اقتصاد خلاص دی او نړۍ ته خپل ځان شکاره کوي. په عين وخت کې چينايان په خپل وطن ډېر وياړ کوي. د هانګ جو په هکله ويشال وويل،

(( تېر کال دلته د جي شل سرمشريزه غونډه تر سره شوه چې دغه فرصت دې ښار ته هم نوي بدلونونه رسولي. په دوه زره دوه ويشتم کال کې به دلته د اسيا د نولسمې دورې لوبې تر سره شي، باور لرم چې دا به د دې ښار پرمختګ چټک کړي. هانګ جو د چين يو مشهور سيلانيز ښار دی، سيلاني د هانګ جو لومړی لوی صنعت دی. ټول ښار ښايسته او پاک دی، عصري بنسټيز تاسيسات ځای پر ځای شوي دي. ))

اوس د ويشال شرکت په دوبی کې فرعي څانګه جوړه کړې چې دا څانګه د خليج هېوادونو ته د نساجۍ ټوکرونو د برابرولو دنده پر غاړه لري. په عين وخت کې شرکت يې زياتو لويو نړيوالو شرکتونو ته ټوکرونه برابروي. ويشال وويل، چې چين له هيلو ډک ځای دی، دلته هر کس د خپلو کوښښونو له لارې خوب پوره کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای