CRI Online

بهرنې تصدۍ په چين کې د پرمختګ په نسبت خوشبينې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 16:58:09


په چين کې د څو مشهورو تصديو د فرعي څانګو مسئولينو په دې وروستيو کې د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره په مرکو کې دا څرګنده کړه چې خپلو تصديو په تېرو پنځو کلونو کې د چين د بازارونو ودې کتلې او د چين له اړوندو تګلارو څخه يې رښتينې ګټې تر لاسه کړې. په چين کې بهرنۍ تصدۍ د چين بازارونو او اقتصادي راتلونکي ته په مثبته سترګه ګوري.

په چين کې د جي يي تصدۍ اجراييه مشرې دوان شيا ينګ خبريال ته وويل، چې د چين تجارتي شرايط د بشپړېدو په حال کې دي، د بېلا بېلو کچو حکومتي څانګو اداري تشريفات اسانه کړي او کوي يې، او د تصديو لپاره يې يو لړ خدمتي ډګرونه او کاري نظامونه جوړ کړي دي چې دا د تصديو له خوا د اداري لګښت د ټيټوالي او د موثريت د لوړوالي لپاره ګټوره ده.

نوموړې وويل، چې په دوه زره ديارلسم کال کې د شانګهای ازاده سوداګريزه سيمه په رسمي توګه پرانيستل شوه چې له امله يې د تجارتي ادارې، ګمرکاتو او پلټنو په برخو کې د جي يي تصدۍ له امتيازي تګلارو څخه ګټې اخيستې دي.

(( زما په اند دا له تېر وخت سره توپير لري چې اداري تشريفات اسانه شوي او د کارونو جريان چټک شوی دی. په دې بهير کې که ستونزه رامنځته شي، ځانګړی کارکوونکي به دغه ستونزه حل کړي. نو زموږ د اسيا او ارام سمندر سيمې اداري مرکز او د ديجټالي نوښت کارخانه په څو مياشتو کې جوړه شوې او پرانيستل شوې ده.))

سږ کال په چين کې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو شمېر له څلور څخه يوولس ته رسيدلی دی. د جي يي تصدۍ د هوانوردۍ، بريښنا او طبي چارو په شمول زياتو برخو کې کار و بار لري، نو د تېرو کلونو راهيسې د چين د ورخلاصون له ژوروالي سره يو ځای په چين کې د جي يي تصدۍ د کار و بارو پرمختګ چټک دی.

د تېرو پنځو کلونو راهيسې چين د يو لړ تګلارو په خپرولو سره د چين په بازارونو کې پر بهرنيو پانګو محدوديت کم کړي او د سيالۍ برابر چاپريال يې برابر کړی دی.

الماني بونګارت د يي واي شرکت همکار دی چې هغه له شلو کلونو راهيسې په چين کې کار او ژوند کړی دی. د ده په قول هغه د چين د چټک اقتصادي پرمختګ او د بازارونو د ورخلاصون شاهد دی.

(( په تېرو څو کلونو کې چين ازادې سوداګريزې سيمې جوړې کړې او ګام په ګام يې محدوديت مادې کمې کړې. اوس زموږ مشتريان د چين بازار ته ننوتلی شي، موږ په ښه توګه د دوی لپاره خدمتونه کولی شو. په عين وخت کې کتل کيږي چې نورې زياتې بهرنې تصدۍ چين ته د ننوتلو په حال کې دي. ))

د نړيوال بانک له خوا خپور شوی د دوه زره اولسم کال لپاره د ګردې نړۍ د سوداګريز چاپيريال راپور سره سم، د چين د سوداګريزو اسانتياوو مقام د تېرو دريو کلونو راهيسې اتلس درجې مخکې شوی.

د کولمورګن په نوم د تصدۍ د چيني څانګې منيجر ليو وې فنګ وويل، چې په چين کې د قوانينو سره سم د ادارې سويه د لوړېدو په حال کې ده، د پروژو جريان لا روڼ دی، دغه راز د بهرنيو پانګو تصدۍ په لا عادلانه او برابر چاپيريال کې سيالي کوي.

ماستر (MasterCard) د بانکي کارت لومړی نړيوال سازمان دی چې ډېر مخکی چين ته ننوتلی و، له تېرو يو دېرشو کلونو راهيسې يې د چين ګړندی اقتصادي پرمختګ کتلی. په چين کې د نوموړې تصدۍ د فرعي څانګې مشر چانګ چينګ وويل

(( ماسترکارت په تېرو پنځو کلونو کې ډېر ښه پرمختګ تر لاسه کړی. چين د ماسترکارت لپاره د نړۍ تر ټولو مهم بازار ګرځيدلی دی. دغه مقام له تېرو پنځو کلونو راهيسې تاييد شوی. په تېرو څو کلونو کې مو د چين له څلوېښتو بانکونو سره بېلا بېلې همکارۍ کړې او له سلو نه زيات نوي توليدات مو خپاره کړي. ))

په چين کې د زياتو بهرنيو تصديو مسئولينو د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره په مرکه کې ويلي و چې د چيني توليداتو او انټرنيټي ودې په اړه د چين لوي پلانونه او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه په چين کې د بهرنيو تصديو لپاره د پرمختګ مهم فرصتونه برابروي، نو دوی د چين د بازار او اقتصاد په اړه پوره باور لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای