CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په بهر کې د پانګونې په اړه د چيني شخصي شرکتونو باور ټينګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 21:09:31

په بهر کې د چيني تصدۍ له خوا جوړه شوې صنعتي سيمه


د چين د معلوماتو دولتي مرکز له خوا د يو خپور شوي رپوټ له مخې چې نوم يې دی (( د ۲۰۱۷ کال لپاره د يو کمربند او يوې لارې د ابتدايي معلوماتو راپور ))، د نفوذ د درجه بندۍ په لومړيو پنځوسو تصديو کې دوه څلويښت سلنه برخه شخصي شرکتونه دي. د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا په رڼا کې د چين د شخصي شرکتونو قوت او فعاليت هڅول کيږي او په بهر کې د پانګونې په اړه د دوی اعتماد پياوړی کيږي.

د چين د شان دونګ ولايت په جي نينګ ښار کې د ژو يي ګروپ په نوم د نساجۍ تصدۍ شتون لري، د نخيو سپڼسيو په شمول توليدات يې په پاکستان، بنګلاديش او د جنوبي اسيا نورو بازارونو کې ډېر د هرکلي وړ دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کېدو وروسته نوموړې تصدۍ په فعاله توګه په بهر کې د صنعتي سيمو د جوړولو لپاره هلې ځلې کړي او کوي يې، تر څو خپل توليدات يې په ځايي سيمو کې توليد کړي او په ځايي بازارونو کې يې وپلوري.د ژو يي ګروپ اجرائيوي مشر وانګ چيانګ د سي ار ای خبريال ته وويل

(( له اوسنيو اوضاعو څخه ښکاري چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين د نساجۍ صنعت لپاره ډېر مهم ارزښت لري. د دې وړانديز له وړاندې کېدو راهيسې ژو يي ګروپ د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو او سيمو کې د پرمختګ د موندلو کوښښونه پيل کړي. لومړی مو له نينګ شيا څخه شينجيانګ ته، د شينجيانګ له شمالي برخې څخه جنوبي برخې ته توليدي لړ جوړ کړ او بيا مو دغه توليدي لړ پاکستان او بنګلاديش ته وغځاوه. ))

د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خودمختاره سيمه کې د هوي باو يوان په نوم د درملو شرکت د نويو درملود څېړلو او توليدولو شرکت دی، اوس نژدې ۹۰ ډوله درمل توليدوي چې د خرڅلاو کلنی ارزښت يې له سل مليونو يوانو نه زيات دی. دغه شرکت د ۲۰۱۵ کال د مې په پای کې په ماليزيا کې له ځايي تصدۍ سره د ګډو پانګو په وسيله يوه فابريکه جوړه کړه. د نوموړي شرکت د عمومي منيجر مرستيال لي فانګ لي وويل، چې په ماليزيا کې د يادې فابريکې له جوړېدو وروسته د ګټو انډول يې لوړ شوی او د پانګونې اعتماد يې ټينګ شوی دی.

(( پخوا مو اومه مواد ماليزيا ته صادرول، خو ګټې يې لوړې نه وې. بيا مو ماليزيا کې د درمل جوړولو فابريکه جوړه کړه، اوس موږ له درمل جوړونې څخه ګټې هم اخيستلی شو.))

په بهر کې د فابريکو د جوړونې او د توليداتو له خرڅلاو پرته، د چين زياتو شخصي تصديو اقتصادي او تجارتي همکاريزې سيمې جوړې کړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د تايلنډ او چين ترمنځ د رايونګ صنعتي سيمه چې په ۲۰۰۵ کال کې د هوا لي ګروپ په نوم د چين د جه جيانګ ولايت د يوې تصدۍ تر لارښوونې لاندې په دغه هېواد کې جوړه شوې، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يوه ښه بېلګه او د دولت په کچه بهرنۍ اقتصادي او تجارتي همکاريزه سيمه ده، د نوې تکنالوژۍ، نوې انرژۍ، نويو موادو، د موټرونو د پرزو، ماشين الاتو او الکترنيکي توکو د جوړولو په شمول د برخو يو سلو يو چيني تصدۍ ميشتې دي.د دې صنعتي سيمې مرستيال مشر وو ګوانګ يون وويل،

(( زموږ په صنعتي سيمه کې د چيني تصديو تجارتي ټولنه شتون لري، موږ کله نا کله د ګمرک، د مالياتو چارو او برېښنا په شمول د تايلنډ ځينو حکومتي څانګو ته بلنې ورکوو چې زموږ صنعتي سيمې ته راشي څو چې موږ ته د تايلنډ ځيني قوانين، مقررات او تګلارې معرفي کړي. بر سيره پر دې، تازه ګډون کوونکې تصدۍ د دغسې فعاليت له لارې له نورو تصديو څخه تجربې زده کولی شي.))

هوا لي ګروپ د يادې صنعتي سيمې له جوړونې او ادارې څخه د پانګونې اعتماد لوړ کړی، د تېر کال په اګست کې يې په بهر کې د دې ګروپ دوهمه صنعتي سيمه يعنې په مکسيکو کې د شمالي امريکا د هوا فو شان په نوم د صنعتي سيمې جوړونه پيل کړه، دا په مکسيکو او شمالي امريکايي وچه کې د چيني تصدۍ د پانګونې لومړۍ صنعتي سيمه ده او په روان کال کې به ژر د توليدي تصديو پرمخ پرانيستل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای