CRI Online

د شان شي ولايت د ليانګ جيا هه کلي د کليوالي سمسورتيا په لور ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-28 16:35:10

د شانګهای همکارۍ سازمان د ملکي فورم ځيني استازي له ليانګ جيا هه کلي څخه د ليدنې په حال کې دي 


د يانګ چوانګ ولسوالي ليانګ جيا هه کلی د شان شي ولايت له يان ان ښار څخه د موټر په وسيله له يو ساعته کم مزل دی، دغه کلی په جګو جګو غرونو احاطه شوی، او د قير سړک په وسيله له لويو سړکونو سره نښلول شوی دی، زيات چيني او بهرني سيلانيان ورځي. له تېرو څو کلونو راهيسې په دې کلي کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي.

ليانګ جيا هه کلی د يان ان ښار د يان چوان ولسوالۍ جنوب ختيځ خوا ته په پنځه کليومترۍ کې پروت دی. د ۱۹۶۹ کال په جنورۍ کې شي جين پينګ چې هغه وخت يې عمر له ۱۶ کالو کم و، له بېجينګ څخه دغه کلي ته تللی و او په دې ځای کې يې د اوو کلونو لپاره کار او ژوند وکړ. په دې موده کې ځايي خلکو د ده په لارښوونه سړک بشپړ کړی، د اوبو بند يې جوړ کړی، د اوبو څا يې کيندلې او د منتان ګاز يې کارولی و، هغه وخت د ده په لارښوونه د ليانګ جيان هه کلي د کرهنيزو چارو شرايط ښه شوي وو. دغه کارونه د کلي اوسني ملک شه چون يانګ په ياد دي. هغه وويل

(( زموږ په کلي کې د شان شي ولايت د منتان ګازو لومړۍ ذخيره هغه مهال جوړه شوه، کوم وخت چې شي جين پينګ د ليانګ جيا هه کلي د ګوندي کميټې مشر و، د خلکو په ورځپاڼه کې يې د سه چوان ولايت په يو کلي کې د منتان ګازو د ذخيرې د جوړېدو په اړه خبر کتلی و، په خپلو پيسو يې د تجربو د زده کړې لپاره د سه چوان ولايت ميان يانګ ته کاري سفر وکړ، چې په نتيجه کې يې په خپل کلي کې داسې ذخېره جوړه کړه. او ورپسې د ده تجربه په ټوله ولسوالۍ کې خپره شوه. ))

بهرنی مېلمه له شه چون يانګ سره د عکس د اخيستلو په حال کې دی

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د پلي کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې په ليانګ جيا هه کلي کې ډېر بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي. ښاغلي شه چون يانګ وويل

(( د ۱۹۸۸کال په جنورۍ کې زموږ په کلي کې برېښنايي شبکه جوړه شوه، دا يو لوی بدلون و، ځکه له برېښنا څخه تر استفادې وروسته زيات کارونه ساده شول. له ۲۰۰۸ کال راهيسې زموږ په کلي کې د چاپيريال، تاسيساتو او صنعتونو په شمول بېلا بېلو برخو کې پر له پسې پرمختګونه وشول. په ۲۰۱۵ کال کې د ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي زموږ له کلي څخه ليدنه وکړه، ورپسې زموږ دسيمې سيلانيان زيات شول او نور هم ډېريږي، نو موږ د سيلانيزو چارو د پرمختګ په هڅه کې يو، د کلي منظرې، تاسيسات او شرايط د بشپړېدو په حال کې دي. ))

د ځايي خلکو دوديز کورونه (( ياو دونګ )) يعنې د غره په لمن کې د سمڅې په بڼه استوګنځي د ليانګ جيا هه کلي ته د سيلانيانو د راجلبېدو سبب ګرځېدلی دی. د ژېړو ځمکو لوړې د ځانګړې منظرې او خاص تاريخ پر اتکا په دې کلي کې د کليوالي سيلانۍ شرکت جوړ شوی. ځيني کليوال په شرکت کې کار کوي، ځينو يې خپل کوچني هوټلونه او دکانونه جوړ کړي دي چې له امله يې د دوی ژوند ښه شوی دی.

ليانګ جيا هه کلي په نژدې علاقه دارۍ کې د خپلو کليوالو لپاره استوګنځي جوړ کړي، کليوال يې په پر له پسې نويو کورونو ته انتقال کړي او کوي يې، دغه زار د دوی د ژوند نوی موډل پيل شوی چې په علاقه دارۍ کې اوسيږي او په کلي کې کار کوي. ۶۸ کلنې بوډۍ خبريال ته وويل

(( ژوند می ورځ په ورځ ښه کيږي! پخوا په ياو دونګ کې اوسيدو، اوس په پوړيزه ودانۍ کې اوسيږو. زما د کور مساحت سل متره مربع دی. ))

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷کال کې ليانګ جيا هه کلي له يو مليون نه زيات سيلانيان منلي، او ۲۸ مليونه يوانه ګټې يې ياد کلي ته پرېښودلې دي. د ليانګ جيا هه کلي مسئول شه چون يانګ وويل

(( د کليوالو منځنی کلني عايدات له ۲۰ زرو يوانو څخه زيات دي. باور لرو چې د حکومت د ښو تګلارو په رڼا کې به په خپلو کوښښونو زموږ ژوند او کلی لا ښکلی شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای