CRI Online

د پسرلني جشن په موده کې د چين د تودو بازارونو تر شا ۳ خوځنده قوتونه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-14 16:11:57

تېره دوشنبه چې په چين کې د پسرلني جشن له ۷ ورځنۍ رخصتۍ وروسته لومړۍ کاري ورځ وه، په دې رخصتۍ کې د مصارفو ځېنې شمېرنې خپرې شوې. د بېلګې په توګه په تېره اوونۍ کې په چين کې د پرچون خرڅلاو او رستورانتونو د تصديو د خرڅلاو ارزښت له زر مليارډو يوانو څخه اوښتی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی، د هېواد په دننه کې د سيلانيانو شمېر څلور سوه پنځلس مليونه تنو ته او د سيلانۍ عايدات پنځه سوه ديارلس مليارډه او نهه سوه مليونه يوانو ته رسېدلي چې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه اعشاريه شپږ سلنه او اته اعشاريه دوه سلنه زيات شوي.

په داسې حال کې چې ټولنه نړۍ د سوداګرۍ د ساتنې له غوښتنې سره مخامخ ده او د پرمختګ پر وړاندې ناڅرګند عوامل زيات شوي، په پسرلني جشن کې د چين د مصرفي بازار تودوالی د بهرنيو خبري رسنيو لپاره د حيرانتيا وړ دی. دا د دې ښودنه کوي چې د چين د بازارونو او اقتصاد پرمختګ ستر پټ قوت لري او د هېواد د اقتصاد په اړه د چينايانو باور ټينګ دی.

چين نژدې د يو مليارډ او څلور سوه مليونه تنه نفوس لري چې په دې جمله کې د منځني عايد لرونکو کسانو مشېر له څلور سوه مليونو څخه زيات دی، دا د نړۍ لپاره يو ډېر لوی مصرفي بازار دی. د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي لپاره د مصرف خدمتي انډول شپږ اوويا اعشاريه دوه سلنې ته رسېدلی، د چينايانو د مصارفو د کيفيت او کچې د لوړېدو په حال کې دي چې دوی نه يوازې د ښه کيفيت لرونکي توليدات او خدمتونه غواړي بلکې په دې بهير کې د روحي اړتياوو پوره کېدل غواړي.

دغه راز وارداتي توليدات او د ځيرکتيا او عالي تکنالوژۍ توکي د پسرلني جشن په موده کې د چينايانو د اخيستلو په لستونو کې ډېر د هرکلي وړ شيان ګرځېدلي دي. له موزيم څخه لېدنه او د پسرلني جشن د لمانځنې د چينايانو نوی عادتونه ګرځېدلي دي. په تېره بيا د چين په ځېنو منځنيو او کوچنيو ښارونو او علاقه داريو کې د فېشن او ښه کيفيت لرونکو توليداتو او کلتوري توکيو او خدمتونو په برخو کې مصارف زيات شوي. د فرانسې د لوريا شرکت اجرائيوي مشر ان ګونګ په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته وويل، چې د چين د سمسورو بازارونو له برکته په ۲۰۱۸ کال کې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د دې شرکت د خرڅلاو ارزښت چې اوه مليارډه څلور سوه مليونو يورو ته ورسېد چې دا شمېر د تېرو لسو کلونو په پرتله زيات و. نوموړي وويل، چې د زياتوالي تمايل به په روان کال کې وساتل شي، د چين د اقتصاد د ورو کېدو اندېښنه نه لري.

د ښاغلي ان ګونګ ياده نظريه د چين د اقتصاي وضعيت په اړه د زياتره نړيوالو تصديو د نظريو استازيتوب کوي. که څه هم تېر کال د چين د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه شپږ سلنه و چې دا شمېر د تېرو څو کلونو په پرتله ټيټ و، زياتو بهرنيو څېړوونکو له دې شمېرې څخه په استفاده وويل چې د چين د اقتصادي پرمختګ ورووالي د نړۍ اقتصادي پرمختګ ځنډولی. خو دوی په عمدي توګه پر دغه حقيقت سترګې پټې کړې چې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول لا هم د نړۍ په عمده اقتصادي ځواکونو کې مخکښ ځای نيسي، د تېر کال د چين عمومي اقتصادي اندزه تر نوي زره مليارډو يوانو زياته وه او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين خدمتي انډول له دېرش سلنې څخه لوړ و.

د پسرلني جشن په رخصتۍ کې د چين د مصارفو تازه شمېرې دا ښيي چې د چيني اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ اصلي وضعيت او عمومي پرمختيايي تمايل نه دی بدل شوی، چين به لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمختګ ځواکمن انجين وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای