CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-02-15 08:36:34

ګرانو دوستانو! نيکې هيلې او سلامونه! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله ده چې تاسو به زموږ له خپرونو سره علاقه لرئ. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د تير په شان د چين د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم.

که څه هم اوس په چين کې له رخصتۍ نه بېلابېلو ټولنو په خپلو کارونو پيل کړی خو وګړي لاهم د سپرلني اختر له خوشالۍ څخه په ډکه فضا کې پاتی دي. د شينجيانګ د اويغوري په خودمختاره سيمه کې د دغه اختر په موده کې بازارونه هم ډېر سمسور شوي چې د شميرنې له مخې د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت له دری مليارد او دری سوه مليونه يوانو څخه اوښتی و. د پسرلني اختر د يوې اوونۍ په رخصتۍ کې په بازار کې د ژوند ضروري توکيو بيې د تيرې مياشتې په پرتله برابرې وي. د دې ترڅنګ د غوښو، هګيو او کبانو بيې څه ناڅه ټيټې شوې دي. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت د تجارتي څانګې يو مامور وويل چې د پسرلني اختر په موده کې د غوړيو، غوښو، هکيو او شيدو د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت پنځه سوه يو نوي يوانو ته رسيدلی چې د تير کال د همدې مودې په پرتله دوه ويشت اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی او په دې اختر کې د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت دری مليارد دری سوه مليونه يوانو ته رسيدلی چې د تير کال د همدې مودې په پرتله اتلس سلنه هم زيات شوی.

***

ګرانو دوستانو! په تېره اوونۍ کې شينجيانګ څه ناڅه شپږ لکه پنځوس زره ګرځندويان منلي چې ترې يی دوه سوه شپږ اوويا مليونه يوانه ګټې هم ترلاسه کړې دي. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت د سيلانۍ څانګې خبر ورکړ چې د سږ کال د پسرلني اختر د يوې اوونۍ په موده کې څه ناڅه شپږ لکه پنځوس زره ګرځندويان منلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دری ديرش سلنه زيات شوی. دغه راز شينجيانګ دوه سوه شپږ اوويا مليونه يوانه ګټې هم ترلاسه کړې دي. په شينجيانګ کې د سکی کولو لوبې ډېرې مروجي دي. يوازی د وريښمو لار په نامه د سکی کولو يو ډګر په ياده شوې اوونۍ کې ٦٥ زره تنه ګرځندويان منلي دي.

***

ګرانو دوستانو! په شينجيانګ کې د چين د حساب څانګې خبر ورکړ چې تېر کال د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې په کليوالو سيمو کې د هر وګړي په سر څلور زره شپږ سوه دری څلويښت يوانو ته رسيدلی چې د تير کال په پرتله کابو شل سلنه زيات شوی. د يادې شوې څانګې يو مامور وويل چې په کليوالو سيمو کې اضافي کارګران په ښارونو کې کارونه کوي چې د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي يو عمده لامل بلل کيږي. د دې ترڅنګ د شينجيانګ د توليداتو بيو لوړتيا هم ځايی بزګرانو ته ګټې رسولې مثلاً د شينجيانګ د پنبې بيه نژدی يو چند لوړه شوې ده. دغه راز د شينجيانګ ځايی حکومت بزګرانو ته بېلابېلې نغدي مرستې هم د وګړو د عايداتو د زياتوالی يو مهم چنل دی.

***

ګرانو دوستانو! په ٢٠١٠ کال کې شينجيانګ کابو سل مليارده يوانه پانګونې ځان ته راجلب کړې او دغه رقم په روان کال کې ښايی ١٦٠ ملياردو يوانو ته ورسيږي. د چين او اسيا اروپا ترمنځ لوی نندارتون به د پانګونې د راجلبولو يو مهم ډګر هم وګرځي. د اړوندې شميرنې له مخې، تير کال شينجيانګ ١٢٤ مليارده ٧٦١ مليونه يوانه پانګونې ځان ته راجلب کړې چې د تير کال په پرتله اته ويشت اعشاريه څلور شپېته سلنه زيات شوی. تر اوسه پورې د نړۍ او چين له لومړيو پنځه سوو لويو تصديو څخه نژدی دری سوه تصدی په شينجيانګ کې کاروبار کوي. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت د تجارتي پرمختګ څانګې د تګلارو او قوانينو مديريت مدير وانګ ون مينګ وويل: سږ کال د شينجيانګ د پانګونې راجلبولو موخه ١٦٠ مليارده يوانه ده. د دوولسم پنځه کلن انکشافي پلان په موده کې دغه موخه ١٣٠٠ مليارده يوانه ده.

***

ګرانو دوستانو! د خبر له مخې سږ کال به شينجيانګ د هغو کسانو د اجارې لپاره چې په ښارونو کې د ژوند ستونزمن کورني، نوی کارګران او له نورو ځايونو څخه نوي راغلي کارګران دي، ٥٦ کورونه جوړ کړي. هر دغه کور به له ديرش نه تر شپېته مربع مترو پوری مساحت ونيسي.

***

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيدله. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای