CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-02-22 18:51:20

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. تاسو ته نيکې هيلې وړاندې کوم او هيله ده چې تاسو زموږ له خپرونې سره مينه لرئ.

د شينجيانګ د اويغوري خودمختاره سيمه د چين په لويديز کې پرته ده چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. په شينجيانګ کې ډېر دودونه او رواجونه هم له افغانستان سره ورته دي. دغه راز ګڼ شمير افغانان هم د تجارت يا سفر لپاره په شينجيانګ کې ژوند کوي. زه به د پروګرام په دې لړۍ کې تاسو درنو اوريدونکو ته د شينجيانګ په اړه په زړه پوری او تازه معلومات وړاندی کړم.

ګرانو دوستانو! ځکه چې اوس د چين په کليوالو سيمو کې د بېلابېلو عواملو له امله ګڼ شمير بزګران له کرنيزو چارو څخه خوشي شوي . دغه راز په ښارونو کې د دوی لپاره کار پيدا کولو مسئله د پام وړ يوه مسئله ګرځېدلې ده. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت اړوند تدبيرونه نيولي چې د چين د دوولسم پنځه کلن انکشافي پلان په موده کې به هر کال له کليوالو سيمو څخه د ١٨ لکو کسانو د بيا کار موندلو لپاره کوشش وکړي تر څو چې د بزګرانو عايدات هم لوړ شي. د دغه پلان له مخې به هغو بزګرانو ته چې غواړي د کار کولو لپاره ښارونو ته ولاړ شي، مسلکي روزنې برابرې شي.د خبر له مخې، د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې شل لکه اضافي بزګران شته چې اتيا سلنه يی ملي لږکي دي. د ياد شوی پلان له مخې سږ کال د ١٨ لکو بزګرانو لپاره نوی کارونه برابر شي.

***

ګرانو دوستانو! ځکه څنګه چې شينجيانګ افغانستان ته ډېر نژدی دی نو اب و هوا يی هم ورسره ورته ده. د ژمي په موسم کې يی هوا ډېره سړه وي. خو د شينجيانګ د ايلي سيمه يوه ځانګړې سيمه ده چې په شمال، ختيز او جنوب کې يې جګ غرونه دي چې د سړې هوا او بادونو مخه يې نيولې ده . د ايلي د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د ايلي سيمې مرکز اينينګ ښار تودوخه هميشه د سنټي ګريډ په کچه له صفر درجې نه پورته شوې ده. اما د دغې ادارې کارکوونکي وړاندوينه کوي چې په مارچ کې به ښايی هوا يو ځل بيا سړه شي.

***

ګرانو دوستانو! ژمی تير شوی نو د شينجيانګ د نفتو په شتمنو سيمو کې کارونه هم پيل شوي. د شينجيانګ د که لامايی د نفتو شرکت د نفتو د استخراج په خپلو کارونو پيل کړی چې د روانې مياشتې تر ١٧ نېټې پوری يی ١٥ زره پنځه سوه دری اتيا د نفتو څاګانې پرانيستی دي.

د خبر له مخې، دغه شرکت پلان جوړ کړی چې په هره ورځ کې ٢٩ زره ټنه نفتو استخراج کړي. دغه شرکت په تير کال کې لس مليونه اته لکه او نوي زره ټنه نفتو استخراج کړي چې په پرله پسی ٩ کلونو کې يی کلنی توليدي اندازه له لس مليونو ټنو څخه زياته ده.

***

ګرانو دوستانو! تاسو ته معلومه ده چې په ځينو ځايونو کې د اقتصادي پرمختګ په بهير کې ايکولوژيکي چاپيريال زيانمن شوی. خو په پای کې موږ بايد د چاپيريال د ښه والي لپاره لازيات کوششونه وکړو. دغه راز د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت مخکې له مخکې چاپيريال ساتنې ته پاملرنه کوي. دغه راز ښه چاپيريال ځايی خلکو ته ګټې هم رسوي. د شينجيانګ په شايا ولسوالي کې د اوبو بند په ٢٠٠٣ کال کې له ترميمولو وروسته ځايی خلکو ته واقعی ګټې رسولي دي. د دې ترڅنګ د وحشي هيلۍ، اسماني بتې په ګډون رنګارنګ ښکلی مرغان هم په نوموړې سيمه کې ډېر ليدل کيږي. د خبر له مخې، په تيرو پنځو کلونو کې شينجيانګ کابو درويشت زره مربع کيلومتره ځمکې د زراعت او کرکيلې لپاره ابادې او چمتو کړي دي.

***

ګرانو دوستانو! تاسو ته به معلومه وي! چې په شينجيانګ کې طبيعي شتمنې سرچينې موجودې دي مثلاً د طلا، نقره او د سکرو کانونه. د شينجيانګ د سرو زرو ادارې د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه خبر ورکړ چې اټکل کيږي چې سږ کال په دې سيمه کې د سرو زرو توليدي اندازه ١٢ ټنو ته ورسيږي. د دې ادارې له قوله چې په ٢٠١٠ کال کې دغه اندازه له لسو ټنو څخه اوښتی وه. تر اوسه پورې په شينجيانګ کې د سرو زرو کانونو د زيرمې اندازه يو سل اوويا ټنو ته رسيږي او اټکل کيږي چې په دې سيمه کې د سروزرو د زيرمې اندازه له دوه سوه ټنو څخه هم زياته وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای