CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-03-03 10:15:58

پسرلی يو په زړه پوری او ښايسته موسم دی. په شينجيانګ کې د دغه موسم پر مهال ډېرې ښکلی طبعي منظرې ليدل کيږي. خلک په دې وخت کې هم کله کله څړځايونو ته د ساعت تيري لپاره ځي. د دوی لپاره په بهر کې د ښکلو منظرو د ليدلو په عين وخت کې د خوراکونو پخول او خوړل هم يو ډېر په زړه پوری کار او مېله وي . ځيني خلک له خپلو کورنيو سره يو ځای ښکليو منظرې لرونکو ځايونو ته ځي او کله چې د ډوډۍ وخت راځي نو د سړک تر څنګ يا د غره لمنه په يو مناسب ځای کې پخپله کبابونه پخوي.د دې ترڅنګ د شينجيانګ په ځينو سيمو کې يو ډول نبات ډېر ليدل کيږي چې هنجه نوميږي. له دغه نبات څخه جوړه شوې ښوروا ډېره خوندوره ده.

***

تاسو ته به معلومه که نه چې شينجيانګ د چين په بېلابېلو ولايتونو يا خودمختارو سيمو کې ترټولو لوی پراخوالی او مساحت لري. په دې سيمه کې ترانسپورټ ډېر مهم کار دی. شينجيانګ به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ترانسپورټ د اسانتيا لپاره نورې لويې پانګونې هم وکړي چې لازياتې اوسپنيزې لارې به يی ليری پرتو سيمو ته وغزول شي.

د شينجيانګ د اورګاډيو ادارې د خبر له مخې، دغه سيمه به په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوسپنيزو لارو د ابادۍ په برخه کې له ١٢٠ څخه تر ١٥٠ ملياردو يوانو پورې پانګونې وکړي. په هغه وخت کې به په دې سيمه کې د اوسپنيزو لارو عمومي اوږدوالی ٨٢٠٠ کيلومترو ته ورسيږي چې د نن ورځې په پرتله به دوه چنده زيات شي.

***

ګرانو دوستانو! څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د بوستن جهيل پر غاړه د اس ځغاستۍ لوبه ترسره شوه. د شينجيانګ له بېلابېلو ځايونو څخه ١٥ لوبډلو په دغه دوستانه سيالۍ کې ګډون وکړ. تشکيلاتي شورا د دغه فعاليت د ګټونکو لپاره ډېرې جايزې هم چمتو کړې وي. لومړی مقام نيونکي لس زره يوانه جايزه وګټله. په دغه لوبه کې له بريتانيا او عربي سيمو څخه راوستل شوي اسان هم وليدل شول.

ددغه فعاليت د تشکيلاتي شورا يو مامور خبر ورکړ چې دغه ځل فعاليت ډېر بريالی و چې د ګډون کوونکو اسانو شمير زيات او کيفيت يی هم لوړ وو. لږ ترلږه ٤٠ اسان د بريټانيا سوچه اسان دي. زرګونه کسان د دغه فعاليت له امله د بوستن جهيل پر غاړه راغونډ شوي وو. د ځايی سيمې يو مامور وويل چې د اس ځغاستۍ لوبه د خلکو د ډېرې خوښۍ وړ يوه لوبه ده چې اوږد تاريخ هم لري. د دې ترڅنګ د روان کال د اپريل په لسمه نېټه د شينجيانګ په کورله ښار کې به يو بل داسی فعاليت ترسره شي.

***

ګرانو دوستانو! شينجيانګ يوه داسی سيمه ده چې شتمن نفت او طبيعی ګازو زيرمې لري. دغه راز نفت او طبيعی ګاز ځايی سيمو ته هم ډېرې ګټې رسولې دي. د شينجيانګ د لون تای ولسوالي يو چارواکي وويل چې تير کال د دغې ولسوالۍ حکومتي عايدات ٦١٠ مليونه يوانه وو چې له دغې جملې څخه ٧٠ سلنه له نفتو او طبيعي ګازو سره تړاو درلود.دغه ولسوالی د شينجيانګ د نفتو د استخراج يوه مهمه سيمه ده چې د چين د نفتو دوه لوی شرکتونه په دې ولسوالۍ کې فابريکې لري. د دغې ولسوالۍ حکومت او ځايی خلک هم ترې ګټې ترلاسه کړې دي.

***

د اورګاډيو ترڅنګ شينجيانګ د هوايی ډګرونو ابادۍ ته هم پاملرنه ورکوي. اټکل کيږي چې له پنځو کلونو وروسته په شينجيانګ کې د هوايی ډګرونو شمير له ١٦ څخه ٢٢ ته زيات شي. د شينجيانګ د هوايی ډګرونو ګروپي شرکت مشر وويل چې د تيرو پنځو کلونو په پرتله به د راتلونکو پنځو کلونولپاره د هوايی ډګرونو د ابادۍ پانګې پنځه چنده زياتې شي چې ديرش مليارد يوانو ته به ورسيږي. په هغه وخت کې به د شينجيانګ په څلورو خواوو کې هوايی ډګرونه خدمتونو وړاندې کولو ته چمتوشي او د بېلابېلو ځايونو ترمنځ به د لارې واټن هم نورهم کم او لنډ شي.

***

ګرانو دوستانو! په چين کې داسی تګلاره شته چې هغه ولايتونه چې پرمختللي او شتمن دي، بايد په لويديزو او شمال لويديزو سيمو کې له وروسته پاتی سيمو لپاره مرستې برابرې کړي. مثلاً بيجينګ، جيانګ سو او داسی نور ولايتونه په ځانګړې توګه د شينجيانګ له ځينو سيمو سره د مرستې ميکانيزم لري. دغه راز جيانګ سو ولايت پلان جوړ کړی چې په راتلونکو پنځو کلونوکې د شينجيانګ د تعلمي چارو د پرمختګ لپاره دوه مليارد يوانه مرسته برابره کړي. داسی تګلارې په ښه توګه د څو کلونو لپاره پلی شوې چې د شينجيانګ ډېرو سيمو ترې ګټې اخيستې دي.

***

د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې مشر نوربيکلي څو ورځې مخکې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د شينجيانګ پروړاندې ستونزې او د پرمختګ فرصتونه موجود دي. د هېواد د نورو سيمو په پرتله د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ نسبتاً وروسته پاتی دی. شينجيانګ پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې يو مليون تنه نور بی وزلی کسان مناسب ښه ژوند ترلاسه کړي. هر کال د هېواد نور ١٩ ولايتونه او ښارونه له شينجيانګ سره ځانګړې مرستې کوي. مثلاً کاشغر سيمه تير کال د ځايی حکومت عايدات دوه مليارد يوانه وي خو د شانګهای، ګوانګ دونګ او شاندونګ په ګډون نورو سيمو په کاشغر کې دری مليارد او اووه سوه مليونه يوانه پانګونې برابرې کړې وو. له شينجيانګ سره د هېواد د نورو سيمو د هراړخيزو مرستو په رڼا کې شينجيانګ باور لري چې د پرمختګ لوړې موخې به پوره کړي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای