CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 19:28:56

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتی شئ.

چين به د هغو سيمو د ورخلاصون سويه لوړه کړي چې له ګاوندډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د بولتالې د مغولي خودمختار ښار مشر شي شاو لين د روانې مياشتې په اوومه نېټه خبريالانو ته وويل چې په دې سيمه کې به د هېواد په کچه د مالياتو امتيازي سيمه جوړه شي. دغه سيمه له قزاقستان سره ګډه پوله لري. نوموړي وويل چې دغه سيمه د چين ترټولو لوی ځمکنی بندر لري چې اله بندر نوميږي. دغه سيمه د سړک، اوسپنيزې لارې او نل ليک ترانسپورټي چنلونه لري چې د دغه بندر له لارې د مالونو د وړلو راوړلو اندازه د شينجيانګ له عمومي اندازې څخه نوي سلنه نيسي.

د دغه بندر له لارې له قزاقستان څخه نفت، طبعي ګاز، رنګارنګ ډبرونه چين ته وړل کيږي. کله چې په دې سيمه کې مالياتو امتيازي سيمه جوړه شي نو دغه سرچينې به په ځايی سيمه کې توليديدای شي چې ځايی خلکو ته به هم زياتې ګټې ورسوي.

***

شينجيانګ په ٢٠١٠ کال کې د اقتصاد چټک پرمختګ موندلی. د شينجيانګ اړوندې څانګې معلومات ورکړل چې تير کال د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د کورني توليد ارزښت پنځه سوه يو څلويښت مليارده او اته سوه يو اتيا مليونه يوانو ته ورسيد چې دغه رقم د وړم کال په پرتله يو سلو څوارلس مليارده او يو سلو شپږ اوويا مليونه يوانه زيات شوی. د خلکو کلنی عايدات د هر کس په سر څليرويشت زره نهه سوه اته اويا يوانه وو چې د وړم کال په پرتله کابو پنځه زره يوانه زيات شوی چې کابو له دری زره اووه سوه امريکايی ډالرو سره برابر و.

د دې ترڅنګ د شينجيانګ ځانګړی توليدات په بازار کې ښې بيې هم لري. مثلاً د پنبه بيه د وړم کال په پرتله کابو اتيا سلنه زياته شوه او د مېوو بيه په منځنی توګه د وړم کال په پرتله ٣٥ سلنه هم زياته شوه. دغه راز د شينجيانګ بزګرانو ته ډېرې ګټې هم رسيدلې دي.

***

شينجيانګ به په طبي ساحه کې لازياتې پانګې واچوي ترڅو چې ځايی وګړي امنيتي، ارزن او اسان طبي خدمتونه ترلاسه کولي شي. د خبر له مخې، د چين د دوولسم پنځه کلن انکشافي پلان په موده کې به د طبي لګښت له جملې څخه حکومت لږ ترلږه يو په درېيمه برخه ونيسي او د ځايی وګړو په سر طبي لګښت به له دغې جملې څخه له يو په دريېمه برخې څخه نورهم ټيټ وي. اټکل کيږي چې تر ٢٠١٥ کال پورې د شينجيانګ په ښارونو او علاقه داريو کې د وګړو منځنی عمر ٧٣ کلن ته ورسيږي.

***

د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د جياشي ولسوالي خبر ورکړ چې تير کال کابو اتيا زره تنو بزګرانو له کرنيزو چارو څخه خوشي شوي او په ښارونو کې يی مناسب کارونه پيدا کړل چې په عمومي توګه يی څلور سوه مليونه يوانه ګټې يی ترلاسه کړې دي. جياشي ولسوالی د بيجينګ، شانګهای، تيان جين، جه جيانګ او شان دونګ په ګډون له لويو ښارونو يا ولايتونو سره د همکارۍ اړيکې ټينګې کړې چې د دغو سيمو اړوندو تصديو ته کارګران برابر کړي. ځايی حکومت دغو بزګرانو ته مخکی له مخکی مسلکي روزنه هم ورزده کوي. ددې ترڅنګ يادو شويو تصديو ته د خپلو کارګرو په بدرګه اشپازان او ډاکټران هم سره وليږي.

***

ګرانو دوستانو! د خبر له مخې، سږ کال به په شينجيانګ کې ډېرې مهمې پروژې هم پلی شي. د ځايی حکومت يو مامور خبر ورکړ چې سږ کال به په دې سيمه کې ٢٥٢ مهمې پروژې ترسره شي چې د اوبو لګولو، ترانسپورټ، مخباراتو، چاپيريال ساتنې او انرژيو سره تړاو ولري.د خبر له مخې په تير کال کې په شينجيانګ کې د پانګونو عمومي ارزښت ١٢٠ ملياردو يوانو ته رسيدلی دی.

د يو بل خبر له مخې، سږ کال به په شينجيانګ کې د ستونزمنو کسانو د ژوند د ضمانت لپاره دری لکه څلويښت زره نوی کورونه جوړ شي.

شي هه زه ښار د شينجيانګ په ليری سيمه کې پروت دی او په وروستيو کلونو کې يی چټک پرمختګ هم ترلاسه کړی دی. دغه ښار پلان لري چې سږ کال د اوبو لګولو په برخه کې لږ تر لږه لس مليارده يوانه پانګې ولګوي.

***

ګرانو دوستانو! د صحرا تر عنوان لاندی د سيلانۍ يو فېستوال به د روانې مياشتې په ١٩ نېټه د شينجيانګ په شان شان ولسوالی کې ترسره شي. شان شان ولسوالی تر څنګ صحرا ليدل کيږي چې يو ډول ځانګړی طبيعی منظرې هم بلل کيږي. د دغه فېستوال په موده کې به په صحرا کې نندارې، د پښو د ځغستۍ سيالي،د موټرونو د ځغستۍ سيالۍ ، د کاغذپران سيالي او د نڅاوو ننداره هم ترسره شي.

دغه فېستوال له ٢٠٠٩ کال څخه پيل شوی چې هر کال ترسره کيږي. شان شان ولسوالي د شينجيانګ له مرکز اورومچي ښار څخه دری سوه کيلومتره واټن لري چې له ښار سره نژدی صحرا لري.

***

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای