CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-03-17 08:51:22

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د تير په شان په دې خپرونه کې به تاسو ته د چين دشينجيانګ اويغوري خودمختارې سيمې په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم. هيله ده چې تاسو د خپرونې تر پايه راسره پاتی شئ.

که څه هم اوس د پسرلي موسم رارسيدلی خو د شينجيانګ په ځينو سيمو کې د لويې واورې اورښت لاهم دوام لري. په تکلاماګن سيمه کې هوا وچه ده او څو ورځې مخکې هلته تيز بادونه لګيدل. په دې وروستيو کې پر له پسې واورې اوريږي چې نه يوازی هوا پاکوي بلکې نباتاتو ته د اوبو ښې سرچينې برابروي. اما په نورو سيمو کې واوره نه اوريږي او سخت باد ځايی خلکو ته ستونزې جوړې کړې. د شينجيانګ په اکسو سيمه کې سخت باد لګيږي چې په تيرو لسو کلونو کې يی ساری نه دی ليدل شوی . اوس په ځينو ځايونو کې د اوبو او بريښنا سيستم هم پری شوی او د کرنيزو چارو ځيني تاسيسات هم زيانمن شوي دي.د خبر له مخې تراوسه د اکسو سيمې په بای چنګ ولسوالي کې د سخت باد له امله لږترلږه نهه مليونه يوانه زيانونه رامنځته شوي دي. تر نن ورځې پوری په دې سيمه کې د باد شدت هلته لږ څه نرم شوی دی.

***

ګرانو دوستانو! د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د دولتي تصديو ادارې مشر جانګ جي شيون خبر ورکړ چې د هېواد د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به شينجيانګ يو لړ هغه تصدی ابادې کړي چې کلنی توليدي ارزښت به يی له لس ملياردو يوانو څخه واړوي.

نوموړي وويل چې په شينجانګ کې د سکرو سرچينې ډيرې شتمنې دي چې د هېواد له عمومي جملې څخه کابو څلويښت سلنه نيسي. دغه راز د هېواد له نورو سيمو څخه يو لړ شرکتونو په شينجيانګ کې پانګې اچولې دي. د ښاغلي جانګ په قوله ددغو تصديو توليدي ارزښت به په راتلونکي کې له لس ملياردو يوانو څخه واړوي. د دې ترڅنګ د بادي بريښنا لوی شرکت په تير کال کې په شينجيانګ کې څه ناڅه لس مليارد يوانه پانګې اچولي وي. د شينجيانګ د شتمنو سکرو، ګازو او نفتو په اتکا به يو لړ لوی شرکتونه په شينجيانګ کې پانګې واچوي چې ځايی خلکو ته هم ګټې ورسوي.

***

په شينجيانګ کې د اشي په نامه يو طلايی کان موجود دی چې په تيره مياشت کې يی يو سلو پنځه کيلو طلا استخراج کړي چې په تاريخ کې ترټولو لوړه مياشتنۍ توليدي اندازه بلل کيږي.

د يو بل خبر له مخې، شينجيانګ په ډله ييزه توګه نيول شوي جعلي توليداتو ته اور ورکړ. د روانې مياشتې په ١٤ نېټه د شينجيانګ په ١٨ سيمو کې ځايی حکومت په ډله ييزه توګه نيول شويو جعلي توليداتو ته اور ورکړ چې عمومي ارزښت يی کابو پنځلس مليونو يوانو ته ورسيد. د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د صنايعو او سوداګرۍ ادارې مشر يوسف وويل چې تېر کال په شينجيانګ کې کابو ١٥ زره اړوندې دوسيې کشف شوي چې عمومي ازرښت ٤٦٠ مليونه يوانو ته ورسيد. اړوند توليدات جعلي يا ښه کيفيت نه لري. ځايی حکومت د مصرفيانو د ګټو او حقوقو د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول.

***

ګرانو اوريدونکو! د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د تاشکولګن د تاجک قوم په خودمختاره سيمه کې يو ليليه لرونکی مکتب موجود دی. په دغه مکتب کې د چيني ژبې ښوونکې يوه ښايسته تاجکي ښځه ده چې پاکګل نوميږي. ميرمن پاکګل له ماشومتوب نه چيني ژبه زده کوي او نوی واده شوې ده. هغې په ٢٠٠٧ کال کې په اوسنی کار پيل کړی. دی وويل چې له خپلو زده کوونکو او اوسنی کار سره ډيره مينه لري.

دغه ولسوالي د پامير په لوړه کې پرته ده چې ځايی بزګران او مالداران په جلا توګه ژوند کوي. دغه راز حکومت د شپېتو مليونو يوانو پانګې په لګولو سره په ٢٠٠٨ کال کې دغه ښوونځی جوړ کړی چې بشپړه ليليه هم لري. اوس کابو دری زره تنه زده کوونکي په دغه ښوونځي کې زده کړه او ژوند کوي. د دغه ښوونځي يو په څلورمه برخه ښوونکي د چين په ميعاري ژبه کار کوي.

***

د شينجيانګ د نفتو شرکت خبر ورکړ چې د روانې مياشتې تر نيمې برخې پوری دغه شرکت څه دپاسه ٢٨ زره ټنه نفت استخراج کړی چې دغه اندازه د تيرې مياشتې په پرتله دوه نيم زره ټنه زيات شو. د خبر له مخې په روانه مياشت کې په شينجيانګ کې د نفتو زر نڅاګانې زياتې شوې دي.

د خبر له مخې په ٢٠١٠ کال کې شينجيانګ لس مليونه اته لکه او نهه زره ټنه نفت توليد کړی چې په پرله پسی نهو کلونو کې يی توليدی اندازه له لس مليونو ټنو څخه اوښتې ده.

***

دشان دونګ ولايت د نوي انرژي يو لوی شرکت چې او هوا نوميږي، په روان کال کې د څلورو ملياردو يوانو پانګې په لګولو سره د لمري انرژي په وسيله بريښنا جوړونکی فابريکه جوړه کړي. دغه فابريکه به په کاشغر کې جوړه شي چې په چين کې د دې ساحې ترټولو لويه فابريکه بلل کيږي.

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه برخه په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای