CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-03-23 18:11:40

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د تير په شان تاسو ته به د چين د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د بيلابېلو اړخونو په باب تازه معلومات وړاندی کړم.

د شينجيانګ په جنوبي برخه کې هغه مهمه ولسوالي چې بای چنګ نوميږي، سږ کال د دوه ملياردو او يو سل شپېتو يوانو پانګې په لګولو سره ١٥٢ پروژې جوړې کړي. له دغې جملې څخه ٢٢ پروژې له ترانسپورټ، ١٦ پروژې له بنسټيزو تاسيساتو، دری پروژې له ايکولوژي چاپيريال، ٢٦ پروژې له اوبو لګولو سره تړاو لري.

ګرانو دوستانو! په دې ورورسيو کې په جاپان کې د ذروی بريښنايی بټۍ د پيښو له امله عام وګړي د ذروی بريښنا د امنيت په اړه شکونه لري. باد په شينجيانګ کې ډير تيز او ډېر ليدل کيږي په عين وخت کې باد يو ډول پاک انرژی هم دی. د شانګهای تای شنګ د بادي انرژي شرکت به د سلو مليونو يوانو پانګو په لګولو سره په شينجيانګ کې د بادي بريښنا توليدولو يوه فابريکه جوړه کړي.

***

په شينجيانګ کې ډېرې پنبې کرل شوي دي. نو کله چې هر کال پنبې حاصل ته تياره شي، ډېر خلک ورڅخه ښه عايد ترلاسه کوي . د شينجيانګ اړوندې ادارې خبر ورکړ چې په تيرو پنځو کلونو کې د چين له نورو ځايونو څخه دری مليونو تنو وګړيو په شينجيانګ کې د پنبې کرلو کارونه ترسره کړي وو چې په عين وخت کې يی کابو ١٢ مليارده او دوه سوه مليونه يوانه ګټې ترلاسه کړې وي .

د خبر له مخې، د شينجيانګ د پنبې توليدي اندازه د چين د عمومي جملې يو په شپږمه برخه نيسي.په تير کال کې شينجيانګ يو مليون او اوويا زره ټنه پنبې حاصل ورکړي و. سږ کال شينجيانګ پلان لري چې يو لک ټنه پنبې اندازه نور هم زياته کړي .

***

څو ورځې مخکی په افغانستان کې خلکو نوروز لمانځنه کوله خو په حقيقت کې په همدی ورځ کې د چين د شينجيانګ په اويغوري خودمختاره سيمه کې د اويغوري، قزاق، قرغيز او تاجک قومونو په ګډون د ملي لږکيو وګړيو هم په رنګارنګ فعاليتونو سره د دې اختر لمانځنه کړې ده.

په ښارونو کې دغو کسانو په هوټلونو کې بېلابېل ډول مېلمستياوې چمتو کړې وي چې له خپلو ملګرو يا خپلوانو سره يو ځای راغونډ شوي و او ډوډۍ يی خوړې. په کليوالو سيمو کې خلکو سپورټي لوبې ترسره کولې مثلاً پهلواني او وزلوبې .

***

چين په بهر کې ډېرې پانګې اچولې خو په عين وخت کې بهرني هېوادونه هم په چين کې پانګونې کړي . د بېلګې په توګه تر اوسه پوری ٤٥٠ بهرنۍ تصدۍ په شينجيانګ کې دايمی نمايندګي لري. له دې جملې څخه پاکستاني تصدی څلويښت سلنه نيسي.

د يو بل خبر له مخې، سږ کال به شينجيانګ يو پلان لري چې د ملي لږکيو محصلين غوره شي او نورو ولايتونو ته د لا ښو لوړو زده کړو لپاره وليږل شي. دغه راز په راتلونکي کې دغه محصلين له فارغيدو وروسته په اسانه توګه کار پيدا کولی شي.

په دغه جامع پلان کې د ملي لږکيو د محصلينو شمير به څه دپاسه اتيا سلنه ونيسي او ښځينه محصلين به څه دپاسه شپېته سلنه ونيسي. شينجيانګ به په دې برخه کې ٤٥٠ مليونه يوانه پانګونه وکړي .

***

شينجيانګ په خپلو پراخو څړځايونو کې د سيلانۍ لارې چارې هڅوي چې ځايی مالدارانو او بزګرانو ته هم ترې ګټې رسيدلای شي . تر اوسه پوری د شينجيانګ په بېلابېلو ځايونو کې د ځنګلونو پارکونو شمير ٥٦ ته رسيږي چې ډېرې ښکلې طبيعي منظرې لري. يوازی په تير کال کې يادو شويو پارکونو دری مليونه شپږ لکه سيلانيان منلي چې ترې ١٥٠ مليونه يوانه ګټې يی هم ترلاسه کړي دي.

***

د شينجيانګ حکومت د ځايی زده کوونکو د زده کړې او ژوند د ضمانت لپاره ډېرې هلې ځلې کوي. سږ کال به شينجيانګ له دوه لکه اويا زره زده کوونکو سره اقتصادي مرسته وکړي، په کليوالو سيمو کې به بی وزلو زده کوونکو ته د ژوند پيسې ورکړي، په کليوالو سيمو کې دری مليونو شپږ لکو او لس زرو تنو وړوکو زده کوونکو ته وړيا تدريسي کتابونه برابر کړي، په ښارونو کې به د شپږ لکو ٦٠ زرو تنو زده کوونکو لګښت معاف کړي. شږ کال به د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې حکومت به په دې برخه کې ٥١٠ مليونه يوانه پانګې واچوي.

***

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای