CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-03-30 20:48:44

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د خپرونې په دې کړۍ کې به د تير په شان تاسو ته د چين د ښکلی شينجيانګ په اړه څه ناڅه تازه معلومات وړاندی کړم.

ګرانو دوستانو! ښاغلی وانګ منګ اوس په چين کې يو لوی او مشهور ليکوال دی. هغه په ١٩٣٤ کال کې د هه بۍ ولايت په څانګ جو ښار کې زيږيدلی. هغه له ١٩٨٦ کال څخه تر ١٩٨٩ کال پوری د کلتور وزير دنده پر غاړه هم درلوده. له دې نه مخکې هغه د اوږدې مودې لپاره په شينجيانګ کې ژوند کړی چې له شينجيانګ سره ځانګړې مينه لري.

د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه د ښاغلی وانګ منګ يو کتاب چې نوم يی ((شينجيانګ ته سلامونه )) دی، په بيجينګ کې چاپ شو. دغه کتاب د شعرونو، ناولونو او منثورو ټوټو له لارې له شينجيانګ سره خپله ژوره مينه ښودلې. ويل کيږي چې شينجيانګ د ښاغلی وانګ منګ دوهم ټاټوبی دی.

ښاغلي وانګ منګ د دغه کتاب د يادونې په ترڅ کې وويل چې شينجيانګ يوه داسی سيمه ده چې بېلابېل قومونه د يو بل تر څنګ په ګډه نيکمرغه ژوند تېروي نو بايد يو له بل سره په ښه توګه پوهاوی، درناوی او تبادله کوي. هغه هميشه د دې لپاره تر وسې پورې کوششونه هم کړي.

***

ګرانو دوستانو! يانګ جو ښار د چين په جنوب ختيز کې د جيانګ سو ولايت يو ښکلی ښار دی. د يانګ جو پوهنتون په چين کې يو عصري او مشهور پوهنتون هم دی. د چين د مرکزي حکومت د اړوندې تګلارې سره سم جيانګ سو ولايت بايد له سږ کال نه د شينجيانګ نويو فارغ شويو زده کوونکو ته مسلکي روزنه ورکړي. دغه راز سږ کال جيانګ سو ولايت له شينجيانګ څخه دری سوه فارغ شوي محصلين منلي چې ٤٨ تنه يی په يانګ جو پوهنتون کې به لوړې روزنې ومني. له دغې ٤٨ تنو څخه ٤٣ تنه اويغوريان، ٣ تنه قرغيزيان او دوه تنه د هان قوم دي.

***

ګرانو دوستانو! په شينجيانګ کې محصلين په پوهنتون کې لازيات غوره والي ولري. د شينجيانګ پوهنتون په ګډون په شينجيانګ کې يو لړ پوهنتونونو يو لړ نوی پوهنځي يا صنفونه پرانيستي چې اکثريت د صنعت له نويو تخنيکونو يا ساينس سره تړاو لري.

د خبر له مخې، سږ کال د چين د روزنې او ښوونې وزارت له منظورۍ وروسته د شينجيانګ ١١ پوهنتونونو ٢٠ نوی پوهنځي يا صنفونه پرانيستي دي. په دې وروستيو کې شينجيانګ د چټک پرمختګ په بهير کې ښه روزل شويو پرسونلونو ته ډېرې اړتياوې هم لري.

***

ګرانو دوستانو! شينجيانګ پلان لري چې تر ٢٠١٥ کال پوری د دغې سيمې د اېلېکترونيکي او ميکانيز صنعت توليدي ارزښت سل ملياردو يوانو ته ورسيږي. په تېرو پنځو کلونو کې دغه ارزښت په پرله پسی توګه له دېرش ملياردو يوانو څخه اوښتی. په شينجيانګ کې په دغه برخه کې د ٢١ شرکتونو يا تصديو کلنی توليدي ارزښت له سل مليونو څخه اوړي.

د چين د کلتور وزارت خبر ورکړ چې چين به د ملي لږکيو د عنعنوي کتابونو او سندونو د ساتلو لپاره ځانګړی پلان جوړ کړي چې ورسره د ساتلو تخنيکونه او پيسې به هم برابرې کړي. په شينجيانګ کې دغه کار په هراړخيزه توګه پيل شوی چې ځينی ارزښتناک عنعنوي کتابونه به په ښه توګه وساتل شي او ځينی نور کتابونه به يو ځل بيا چاپ شي.

***

اوس هوا ګرمېدوپه حال کې ده نو د شينجيانګ په پراخو کليوالو سيمو کې د سړکونو جوړولو کارونه هم پيل شوی دی چې يو مليون دوو لکو بزګرانو لپاره به د ترانسپورټ اسانتياوې برابرې شي. د شينجيانګ د ترانسپورټ څانګړې مامور وويل چې سږ کال به شينجيانګ د دری ملياردو يوانو پانګو په لګولو سره شپږ زره دری سوه او پنځوس کيلومتره سړک جوړ کړي. دغه راز به شينجيانګ په راتلونکو څو کلونو کې همداسی کارونو ته دوام هم ورکړي.

***

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای