CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-06 15:40:40

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د تير په شان به تاسو ته د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې په اړه څه ناڅه تازه په زړه پوری معلومات وړاندی کړم.

ګرانو دوستانو! په شينجيانګ کې داسې خيريه يو هغه مرکز شته چې په ځانګړې توګه د کڼو ماشومانو لپاره جوړ شوی. ماشومان په دغه مرکز کې د اوريدلو توان د پياوړتيا روزنه ترلاسه کوي. له ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پوری د چين د معيوبينو ټولنې شينجيانګ ته ١٤٠ د غوږ مصنوعی غوږۍ برابرې کړي او ١٤٠ تنو کڼو ماشومانو ته يی لس زره يوانه پيسې ورکړي دي. دغه راز ١٤٠ کڼو او ګونګو ماشومان يو ځل بيا په خبرو راغلي . په دغه مرکز کې ښوونکی وانګ هونګ يان د خپلو کارونو په اړه داسې وويل:

***

لومړی بايد دغو ماشومانو لپاره د غږ اوريدلو پياوړی کولو سامانونه په غوږونو کې ځای پر ځای شي. موږ به هره کلمه دوی ته څو زره ځله تکرار کړو. ځکه چې د دوی د اوريدلو توان په اوږد مهال کې تر ډېره حده پوری زيانمن شوی نو دوی پخپله غږ په اسانۍ نه شي اورېدلي. مثلاً پرځينو اسانو کلمو دوی به يوې يا دوو اوونيو په ترڅ کې پوه شي.

د دې ترڅنګ ښوونکي کله کله دغه ماشومان د ځينو سابو نومونو د زده کولو لپاره بازارونو ته بيايي. ښوونکي رنګا رنګ تدبيرونه يا لارې چارې نيسي. په دې اړه ښوونکې ميرمن ليو جينګ وويل:

***

موږ هره ورځ په ټاکلي وخت کې د ماشومانو لپاره په خوله تمرينونه کوو. د اوونيو په پای کې هغه ماشومان چې خپلوکورونو ته نه شي تللی، موږ يی پخپله کورونو ته رسوو. موږ د دوی لپاره خوندور خوراکونه پخوو ترڅو دوی د کورنۍ مينه احساس کړي.

د دغو ښوونکيو په سترګو دغه ماشومان د دوی خپل ماشومان دي.

يو ماشوم چې لي جيامينګ نوميږي، دری کلن وو چې غږ اوريدل يی ودريدل . ډاکټر د ده پلار او مور ته ويلي چې د طبي عملياتو لګښت يی کيدی شي دوه لکه يوانو ته ورسيږي. دوی دغه دومره زيات لګښت نه و پوره کولی. له نيکمرغه اوس دغه ماشوم په وړيا توګه طبي عمليات منلي او په دغه مرکز کې د اوريدلو توان د روزنې او پياوړتيا زده کړه کوي. د تير کال د مي په مياشت کې لي جيا مينګ د لومړي ځل لپاره په خپل خوله ماما يعنې مور ويلی وو.

د ده مور يانګ ژونګ په دې اړه وويل:

***

سندرې او نڅاوې زما د ماشوم ډېرې خوښيږي. زه غواړم چې په راتلونکې کې هغه ښې نڅاوې زده کړي. زه هيله لرم چې هغه د نڅاګانو په برخه کې خپل اميدونه پوره کړی شي.

د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د کڼو ماشومانو د ژغورنې مرکز ښوونکې وانګ يان هونګ هيله څرګنده کړه چې ټولنې بايد دغو معيوبي ماشومانو ته لازياتې پاملرنې او مينې وکړي ترڅو دوی د عامو وګړو په شان په ټولنه کې شامل شي او د کمترۍ احساس ونه کړي.

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته رسيږي. هيله ده چې دغه پروګرام ستاسو د خوښۍ وړ ګرځېدلی وي. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای