CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-06 15:45:04

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

ګرانو دوستانو! د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شينجيانګ د يو هنرمند جاو پنګ چنګ په اړه څه معلومات وړاندی کړم چې د کامرې په وسيله ښکلي عکسونه اخلي .

ښاغلی جاو پنګ چنګ اوس د شينجيانګ په کوی تون ښار کې اوسيږي چې څه دپاسه پنځوس کلن دی. هغه لوی او قوي بدن لري چې په خپل ټاټوبی کې يو مشهور کس بلل کيږي.هغه د خطاطي، تصويري او عکاسي په برخو کې لوی لاس لري. دی په تېره بيا له عکاسي سره ځانګړې مينه لري. په ٢٠٠٨ کال کې د ده له خوا د اخيستل شويو عکسونو ټولګه چاپ شوې وه چې نوم يی ((د کسانو شا )) ده. په دغه ټولګه کې ١٢٣ عکسونه شامل دي چې له ١٩٨٦ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری اخيستل شوي او ټول يی د کسانو له شا سره تړاو لري. په دغه ټولګه کې ټول عکسونه هيڅ رنګ نه لري خو ترې ژورې کيسې احساسولی شي. ښاغلی جاو د دغې ټولګې په اړه وويل:

***

ما د تيرې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې په دغه کار پيل کړی خو ونه می غوښتل چې يوه ټولګه چاپ کړم. زه په دې نظر يم چې د کسانو شا ډېرې معنی لري نو کله کله داسی عکسونه اخلم. تر ٢٠٠١ کال پوری می ډېر داسی عکسونه اخيستي نو فکر می وکړ چې ولی يوه ټولګه ونه کړم؟ دا زما د عکسونو لومړی ټولکه ده.

ښاغلی جاو په ١٩٥٧ کال کې د شاان شي ولايت په لان تيان ښار زېږيدلی. هغه د ځوانی په وخت کې په هنرمند مينه پيدا کړې او د ښوونځي له فارغيدو وروسته د شينجيانګ يو ليری تولي نومی ولسوالۍ ته تللی. هغه په لومړی وخت کې په دغه ولسوالۍ کې په يو وړوکی دکان کې عکاس و او بيا د ځايی حکومت په هنري څانګه کې وشامل و. تولي ولسوالي د مالدارۍ يوه ولسوالي ده چې د ځايی وګړو اکثريت د قزاق مالداران دي. د مالدارانو ژوند او په څړځايونو کې ښکلی منظرې د ښاغلی جاو د عکسونو عمده محتويات وو. ښاغلی جاو د خپل کوشش او خدمت له امله بيا په کوی تون ښار کې د هنرمندي مرکز د رئيس په توګه وټاکل شو خو په عين وخت کې هغه هميشه يو هنرمند هم دی. دی د هنر په اړه داسی وويل:

***

زما په اند هنر جدي او مقدس دی. له ښه هنر نه مخکې بايد د کسانو ښه فکر او اخلاق وي. يو عکس ښکلی که نه ؟ مهم ټکی د کامرې پر مخ توکي نه دي بلکې د کامرې خاوند دی.

***

ځيني کسان وايی کله چې د جاو پنګ چنګ عکسونه ګوري لکه چې ناولونه لولي. د ده له هنري عکسونو څخه د ژوند خوشالي او ناخوښي، نيکمرغي او داسی نور محتويات ليدل کيږي. ښاغلی جاو په دې اړه وويل چې په عکسونو کې د کسانو مخکی بڼې د سوچه اوبو په شان خو شا يی د چاي په شان دي چې په کې ډير محتويات لري.

د شينجيانګ د هنري پوهنځي کارپوه لۍ ماو کوي د ښاغلی جاو د عکسونو د ستاينې په ترڅ کې وويل:

***

زما په اند جاو پنګ چنګ يو ځانکړی عکاس دی ځکه څنګه چې د ده هر عکس يوه ځانګړې مينه، فکر، ارزښت هم لري. هغه باور لري چې د کسانو شا ريښتين احساسات ښيي.

***

ښه سمه ده، ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. که تاسو غواړئ د ښاغلی جاو عکسونه وګورئ نو د سي ار ای د پښتو ژبې ويب سايټ د چين د مسلمانانو ځانګړی برخه کليک کړئ. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای