CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-06 15:49:01

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

د خپرونې په دې کړۍ کې به تاسو ته د اور وژنې پوليس جانګ يون د هنر په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

څو ورځې مخکې دوې مجسمې چې نومونه يی په جلا جلا توګه ((د اور وژنې پوليس))(( د ژوند رب )) دي، د شينجيانګ اويغوري خودمختارې سيمې په مرکز اورومچي ښار کې په هنري تالار کې نندارې ته وړاندی شوې چې د کتونکو ډېر خوښيږي. ددغو دوو مجسمو جوړونکی ښاغلی جانګ يون دی چې په شينجيانګ کې د اور وژنې يو پوليس هم دی.

په دې وروستيو ورځو کې ډېرو سيلانيانو له يادې شوې نندارې څخه ليدنه کتنه کړې ده. له دوی څخه يوې کتونکی ميرمن ليو وويل:

***

دغه ننداره پر ما ژوره اغېزه کوي. زه د لومړي ځل لپاره د اور وژنې په اړه ننداره ګورم. له دغې نندارې وروسته زه هم پوه شوم چې بايد په ژوند کې اور ته لوړ پام وکړم.

د هغې مجسمې په اړه چې د اور وژنې پوليس نوميږي، ښاغلی جانګ يون وويل:

***

د دغې مجسمې په اړه يوه کيسه شته. د شينجيانګ د اور وژنې پوليس په قزاقستان کې د نړېوالې ژغورنې په ١٥ دوره سيالي کې لومړی مقام ونيوه. ما بيا د دغې پيښې د يادونې لپاره دغه مجسمه جوړه کړه.

***

په عام وخت کې ښاغلی جانګ يون له تصويري، عکاسي، مجسمې، ناول او داسی نور هنرونو سره پراخې مينې لري چې اکثريت يی له خپل کار سره تړاو لري.

تصويري، ناول ليکل، عکاسي او مجسمې جوړول زما د ژوند يوه برخه ده چې اکثريت زما له کار سره تړاو لري. زما د کار په بهير کې کتل کيږي چې اور کله کله خلکو ته سخت زيانونه رسوي. دغه راز موږ بايد په امنيتي توګه له اور څخه کار واخلو او د اور وژنې کار ته لومړی اهميت ورکړو.

خلک د هنري مجسمو له لارې جانګ يون پېژني خو د مجسمو نه پرته هغه هم ډېر عکسونه چې ټول د اور وژنې له کار سره تړاو لري، اخيستي دي.

***

زما يو عکس چې له اور څخه اتلان نوميږي، د شينجيانګ د عکاسي په يوه مسابقه کې لومړی مقام ونيوه. محتويات يی دا دی چې د اور وژنې يو پوليس له سخت اور څخه يو ماشوم ژغورلی دی. زه په هماغه وخت کې حاضر وم او دغه وضعه می د کامرې په وسيله ثبت کړه.

په ژوند کې ښاغلی جانګ ډېر مهربان دی چې له خپلو ملګرو سره ښې اړيکې لري. دوی ټول د جانګ عکسونو ستاينه کوي. يو عام پوليس وويل:

***

ښاغلی جانګ يو مهربان سړی دی. د ده تصويرونه او عکسونه زموږ ډېر خوښيږي چې نه يوازی د اور وژنې پوليسو ژوند څرګندوي بلکې اور ته د خلکو پاملرنې ټينګې شوې دي.موږ هم هيله کوو چې هغه به لازيات ښه هنرونه وکړي.

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای