CRI Online

شينجيانګ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-06 16:00:03

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

قزاق قوم په شينجيانګ کې د عنعنوي دودونو لرونکي يو قوم دی چې خپل ځانګړی ملي دودونه او هم خپل په زړه پورې هنرونه لري. د قزاق قوم په هنر کې يوه ډول سندرې شته چې قوماي نوميږي. د خپرونې په دې کړۍ کې به تاسو ته د قوماي سندرو په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

د دغې سندرې شعرونه د اتلانو له ستاينو او حماسو سره تړاو لري چې وايی: زما له اسانو سره پوځي پوښ شوي. غښتلی اسان هم دي. وسلې ما په لاسونو کې ټينګې نيولې. له وروڼو سره يوځای له دوښمانو سره جګړه کوو. د خپلو څړځايونو او وطن لپاره .

د سندرې غږ د سندرغاړو د ستوني له بيخ څخه راوځي چې په غرونو کې د باد په شان يا د حيواناتو د غږونو په شان دي. دغه سندرې غږ ژر په ټول قوم کې خپريږي. وګړي سره يو ځای په ګډه د قوماي سندرې وايي. له دغو سندرو څخه څرګنديږي چې اتلان د خپل قوم لپاره له وحشي حيواناتو او له دوښمانانو سره لاس په لاس جګړه کوي. داسی منظرې په تېره زمانه کې په لويو څړځايونو کې ډېرې ليدل کيدې. خلک د دغو سندرو له لارې خپلې خوښي يا د خپلو اتلانو ستاينې کوي . د قوماي دغه سندرې د قزاق په قوم کې نسل په نسل تر اوسه ساتل شوي دي او دوی يې هر وخت په غونډو کې وايي .

***

همداوس هغه سندره د يو زايت نومی قزاق ځوان له خپلو ملګرو سره يو ځای ويلې ده . دوی په عصري هنري ميدان کې د خپلو نيکه ګانو سندرې وايي.

***

له سر نه پرته اس څرنګه ژوند کوي. په لاس کې له وسلې نه پرته اتلان څرنګه له دښمانو سره جګړه کوي. په لويه صحرا کې زما وطنوال څرنګه پاتی شي. زموږ په زړه کې له ګلانو څخه ډک څړځايونه دي.

***

ځوان زايت په ٢٠٠٤ کال کې ٢١ کلن و چې د التای د سندرو او نڅاګانو په هنري ډله کې يو سندر غاړی هم و. په هماغه وخت کې يی اوريدل چې د التای په ليری سيمه کې يو ٨١ کلن سپين ږيری چې عبدال رحمن نوميږي، د قوماي سندرې ويلي شي. کله چې هغه له هغه سپين ږيري سره وکتل، پريکړه يی وکړه چې بايد دغه سندره زده کړي. ښاغلی زايت وويل:

ما په هغه وخت کې اوريدل چې يو سپين ږيري ځانګړې سندره ويلي شي نو د ده ځای ته ورغلم. په سر کې ما له دغسی سندرې سره مينه پيدا کړې. په دغو سندرو کې د سندونو، د بازونو او د طبيعت ډېر غږونه شامل دي. په ډېره پخوا کې زموږ نيکه ګانو د جګړې په ترڅ کې دغه سندرې ويلې. څو زرو تنو په ګډه سندرې ويلې، دوښمانان به ويريدل.

له دې وروسته زايت له هغه سپين ږيري څخه د قوماي سندرو زده کړه کولو. د زايت او رحمن د کورونو ترمنځ څلويښت کيلومتره واټن شته خو څرنګه چې باد لګيږي يا باران اوري، هغه هميشه ټينګار کولو.اوس زايت د قزاق قوم ډېر عنعنوی سندرې ويلي شي.

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

شينجيانګ ته کتنه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د خپرونې په دغه کړۍ کې به تاسو ته په مداومه توګه د چين د قزاق قوم د ځانګړی هنر يعنی د قوماي سندرې په اړه نورڅه معلومات وړاندی کړم.

***

د خپرونې په تيره کړۍ کې مو تاسو ته د قزاق ځوان سندرې غاړی زايت په اړه کيسه ويلې چې هغه له سپين ږيري رحمن څخه د قزاق د قوماي سندرو ويلو مهارونه زده کړي دي.

***

په ٢٠٠٦ کال کې ٨٣ کلن عبدال رحمن سترګې پټې کړي وو. زايت بيا نورو ځايونو ته د قوماي سندرو د زده کړې لپاره سفرونه وکړل. هغه په وار سره له څو تنو مشهور سندرغاړيو څخه زده کړې ته دوام ورکړ . زايت په دې بهير کې دې نتيجې ته ورسيد که د قومای دا هنر او سندرې راغونډې او خوندي نه شي، د قوماي سندرې دغه عنعنوی هنر د له منځه وړلو له خطر سره مخامخ دی. زايت غواړي د دغه هنر د ساتلو دنده پر غاړه هم واخلي. په سر کې زايت څلور تنه زده کوونکي په دې برخه کې تر روزنې لاندې ونيول . زايت په دې اړه وويل:

***

د قوماي سندرو ويل څلور ډوله مهارت لري چې غږونه يی جګ، ټيټ يا په عين وخت کې دوه ډوله غږونه غږول کيږي. که څه هم د قوماي سندرو ويل له نورو سندرو غاړو سره توپيرونه کوي خو خلکو ته ښکلی احساسات رسيږي.

***

د زايت د کوششونو له امله د ده څلور تنه زده کوونکو ستر پرمختګ کړی. اوس دوی د موسيقۍ يوه ډله جوړه کړې ده چې نوم تومار دی.

دغه ډله کله کله په بېلابېلو غونډو او مراسمو کې ليدل کيږي چې لازيات خلک اوس د قوماي له سندرو سره اشنا او پرې پوهيږي.

***

د زايت زده کوونکی ميلن بيک وويل:

***

زه له زايت څخه مننه کوم. هغه يو ملی سندرې ريښتين مينه وال دی. زه هم غواړم چې په دې اړه نور کارونه ترسره کړم.

په ٢٠٠٨ کال کې زايت د شينجيانګ د کوی تون د موسيقۍ او نڅاګانو په ډله کې شامل شوی. که څه هم د ده کار بدل شوی خو له قوماي سندرو سره د ده مينه هيڅکله نه ده بدل شوې. د ده په مورنی پوهنځي کې يعنی د شينجيانګ د يلي د دارالمعلمين په هنري څانګه کې د قوماي سندرو ټولګه پرانيستل شوې ده.

***

د ده يو زده کوونکی باهاتيخان وويل:

***

پخوا مې په تلويزيون کې د استاذ سندرې اوريدلې. زه ډېر خوشاله شوم. اوس ښه دی چې په ښوونکی کې د قوماي سندرو زده کړه هم کوم. زه له زايت صاحب نه مننه کوم.

***

د خپل ټاټوبی او خپل توکومي هنر پر مخ زايت تر وسې پوری خپل کارونه کوي. هغه نه يوازی د قزاق قوم عنعنوی قوماي سندرې وايی بلکې د قزاق شاعرانو د شعرونو له مخې نوی سندرې هم ليکي. اوس ځيني ځوانان هم له ده څخه د قوماي سندرو په زده کړه بوخت دي.

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای