CRI Online

د تصويرونو له لارې له شينجيانګ سره خپله مينه څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-15 20:07:16

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

هر کس خپله لار لري چې په زړه کې مينه څرګندوي. مثلاً ځيني کسان د سندرو، ځيني کسان د شعرونو او ځيني کسان د تصويرونو له لارې خپل احساسات څرګندوي. ښاغلی جاو وان شون يو انځورګر دی نو هغه د انځورونو له لارې احساسات څرګندوي.

***

ما د ماشومتوب په وخت کې له انځور جوړولو سره مينه درلوده. زه فکر کوم چې انځورونه راته د زړه له کومې خوښي رسولی شی. هرڅومره زه انځورونه ليکم نو دومره خوښي ماته راورسيږي.

هغه له انځورونو څخه خوښي ترلاسه کوي . نو کله چې هغه پخوا ښه شرايط نه درلودل، پر انځور ليکلو باندی يی هم ټينګار کړی دی. هغه په دې هم وويل:

***

د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې می په ښوونځي کې زده کړه کوله. ښه قلم او کاغذ هم نه و. ما هم په مداومه توګه تصرونه جوړول ځکه چې له دې نه مې خوښي ترلاسه کوله.

په هغه وخت کې د ده په اوسيدونکي ځای کې يو مشهور انځورګر هم شته و چې هه شياو چوان نوميده. نو ښاغلی چاو له دغه استاذ څخه د انځورګرۍ زده کړه وکړه. هغه وويل چې که څه هم زه دومره ځيرک او لايق نه وم خو ډېرې هلې ځلې مې په دې هکله کړي دي. زه پر دې پوهيږم چې د ښاغلی هه انځورګرۍ پر ما باندی ژوره اغېزه کړې او هغه زما لومړی مهم ښوونکی دی.

***

په هغه وخت کې ښاغلی جاو يوه هيله درلوده چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي. د ده په فکر کې شينجيانګ د جنت په شان يو ښکلی ځای دی. نو هغه د ١٣ کلنۍ په وخت کې په خپله شينجيانګ ته راغلی دی.

***

د چين د پراخې لويديزې برخې سبک زما ډېر خوښيږي. شينجيانګ زما په زړه کې يو جنت دی. زه په هغه وخت کې لومړی د شينجيانګ تورفان ته ورسيدم چې هلته مې رنګارنګ انګورونه، د اويغوري قوم په زړه پوری سندرې او نڅاوې ليدلي وو. دغه ټول شيان ډېر ښکلی او په زړه پوری دي.

په حقيقت کې د شينجيانګ ځانګړې ښکلا پر جاو باندی ژوره اغېزه کړې چې د جاو په اکثرو انځورونو کې کله کله داسی توکي ليدل کيږي.

ښاغلی جاو له طبيعت سره ځانګړی مينه لري او په عين وخت کې په خپلې مينې سره تر وسې پوری له شاوخوا وګړيو سره مرسته هم کوي. د جاو يو ملګري ليو شو هوان وويل:

***

د ګان سو په جو چيو کې د طبعي ناورين له پيښيدو وروسته د شينجيانګ ګڼ شمير انځورګرانو او خطاطانو په تېره بيا ښاغلی جاو وان شون خپل ځيني اثارونه پلورلي او ټولې ګټې يی د خيريه سازمان له لارې ناورين ځپلو سيمو ته ورکړي چې عمومي ارزښت له اتو لکو څخه اوښتی دی.

انځور جوړل د يوه انځورګر دايمی دنده ده خو ښاغلی جاو د خپلو دندو د پلی کولو په عين وخت کې تر وسې پورې په زړه کې مينه له نورو کسانو سره هم شريک کوي.

ګرانو دوستانو! د خپرونه دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای