CRI Online

د لولان تاريخي او لرغونی ښار ساتونکي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-24 12:57:34

د لولان تاريخي او لرغونی ښار ساتونکي

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

د چين د شينجيانګ اويغوري خودمختارې سيمې په ختيز د تاليمو په ټيټ ځای کې يو لوبوپو نومی يوه لويه وچه کاسه موجوده ده چې د مرګ صحرا بلل کيږي. په دغه صحرا کې په تاريخ کې د لولان په نوم يو سمسور ښار و چې اوس بيخي خاوره شوې ده . مګر په دې ځای کې ګڼ شمير تاريخي اثار پاتی دي چې د قبرغله هم جلبوي .

***

د ٢٠١٠ کال د مني په يوه ورځ، د لولان د تاريخي ميراثو ساتونکي مرکز ته يوه مهمه مېلمه راغلې چې جاي مينګ مينګ نوميږي. دغه ښځه د ياد شوي مرکز مشر څوي يو شنګ چنغله وه. ځکه چې څوی يو شنګ ډېر بوخت و، نو دوی غوښتي په دغه مرکز کې واده وکړي. څوي يوشنګ ٣٦ کلن و. ځکه چې هغه په لولان کې په خپل کار ډير بوخت و نو د واده وخت يې وغځول شو. اوس به هغه ژر واده وکړي نو شاوخوا ملګري هم ډېر خوښ شوي دي.

***

لولان تاريخي ښار چې د لوبوپو په شمال لويديز کې پروت دی، په تېره زمانه کې يو اباد او سمسور تجارتي ښار و. اوس دغه ښار تباه شوی چې په کې هيڅ ژوندي توکي نه ليدل کيږي. تقريباً هر کال له دغه ځای څخه د کاشفانو د مرګ خبر اوريدل کيږي. په ٢٠٠٣ کال کې په لولان کې د تاريخي ميراثو د ساتلو لپاره يو ساتونکی مرکز جوړ شو چې د ژوند شرايط يی ډېر سخت دي.

دغه مرکز شپږ تنه کارکوونکي لري خو دوی په دوو ډلو ويشل شوې . هره ډله لږ تر لږه په دې مرکز کې په مداومه توګه دری مياشتې کار کوي. دغه راز، د کار نه پرته دوی يوازی هغه ورځپاڼې لولي چې دوه دری مياشتې مخکې چاپ شوي وي. دلته د ساعت تيري هيڅ سامان الات نه شته.

***

که څه هم دغه مرکز له نژدی ولسوالۍ څخه يوازی دری سوه اتيا کيلومتره واټن لری خو تر تير کال پوری چې پوخ سړک نه و جوړ شوی، په پښو دوه ورځې وروسته هلته رسيدای شو. که هوا خرابه وي، دغه مرکز ته نه شي رسيدای. يو ځل د ولسوالۍ د تاريخي اثارو رياست موټرچلونکی شل ځله دغه مرکز ته د ننوتلو لپاره ناکام شو .

***

وروسته تر هغه چې په ١٩٠٠ کال کې د سويدن کاشف د لولان تاريخي ښار پيدا کړ، په دې ځای کې ګڼ شمير لرغوني کتابونه، د وريښمو پارچې او نور ښکلی تاريخي شيان پيدا شول چې دغه ډېر ارزښتناک پيداښت ټوله نړۍ په حيرانتيا کې اچولې او په عين وخت کې يی د قبرغله هم راجلب کړي دي . له ١٩٩٨ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری څه دپاسه سل تاريخي قبرونه خراب شوي دي. نو د پاتی شويو تاريخي ځايونو او ميراثو د ساتلو لپاره ياد شوی ساتونکی مرکز جوړ شوی دی.

***

د خبر له مخې، د دغه ساتونکي مرکز له جوړيدو راهيسي پنځه جنايي ډلې، دری موټرونه نيول شوي او کابو شل شکمنې ډلې شړل شوي دي.

***

ګرانو دوستانو! شينجيانګ يو دومره ښکلی ځای دی چې ډېرې سندرې د دغه ځای د ښکلا د ستاينې لپاره جوړ شوې دي اوس به تاسو ته يوه داسی سندره وړاندی کړم چې نوم يی شينجيانګ تر ټولو ښکلی ځای دی او د اويغوري قوم مشهورې سندرغاړي ميرمن ديلي بيل له خوا ويل کيږي. د دغې سندرې شعر دا دی :

ډير ځايونه مې ليدلي دي، خو ترټولو ښکلی ځای زموږ شينجيانګ دی

په څړ ځاي کې رنګارنګ ګلان غوړېږي، کلي بانډې د خرما ونو ترسيوري لاندی دي

غرونه په سپينو واورو پټ دي، په صحرا کې د چينې اوبه بهيږي

که د شينجيانګ هر ځاي ته ځې، ډول ډول ميوې خوړلی شی

د تاليمو په ښارګوټو کې څراغونه داسی ښکاري لکه د اسمان ستوري دي

د اروپا او اسيا اوسپنيزه لاره لېري ځاي ته غځېږي

دغه ښکلی ځای د نړېوالو سترګې جلبوي

دا زموږ شينجيانګ دی چې په نړۍ کې ترټولو ښکلی ځای دی

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای