CRI Online

د ښاغلي يانګ هوا پسرلی

cri     (GMT+08:00) 2011-06-08 15:14:58
د ښاغلي يانګ هوا پسرلی

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

***

دغه سندره چې همداوس تاسو اوريدلې، په چين کې يوه ډېره مشهوره نوې سندره ده چې د دوو بزګرو سندرغاړو له خوا ويل کيږي. له دغې سندرې څخه د کليوالو کارګرو له نظره له ژوند سره خپل تاوده احساسات او اميدونه څرګنديږي. د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شينجيانګ د ابادونکو ځواکونو د پنځمې فرقې په څلوراتيايم غونډ کې د يو بزګر په اړه کيسه وړاندې کړم.

٣٨ کلن ښاغلی يانګ هوا د شينجيانګ د ابادونکو ځواکونو د پنځمې فرقې د څلورايتايم غونډ د کرنيزو بنسټيزو تاسيساتو يو ټيکه دار او د بو له ښار د ګرمو خونو د سامان الاتو شرکت منيجر هم دی. هغه په تيرو زياتو کلونو کې له ګڼ شميرو بی وزلو کسانو سره مرستې کړې وې . نن ورځ له نورو کسانو سره مرسته کول د ده د ژوند يوه مهمه برخه ګرځيدلې ده. هغه وويل: زما ستره هيله دا ده چې دغه خيريه کار د ژوند تر پايه پوری دوام ولری او غواړم چې له مرګ وروسته د بدن ټول غړي بسپنه ورکړم . د ده په خبرو کې مهم کار يوازی له نورو کسانو سره مرسته کول دي.

يوولس کاله دمخه يانګ هوا له خپل ټاټوبي ان هوی ولايت څخه شينجيانګ ته راغی . هغه د شپې ورځې تيرولو لپاره ډول ډول کارونه ترسره کړي وو مثلاً پنبه ټولول، په بازار کې وړوکی توکي پلورل، ساختماني کارګر، موټر چلول او داسی نور. په حقيقت کې د ده ژوند هم دومره شتمن نه دی خو هغه ولی له نورو کسانو سره د مرستې کولو ټينګ هوډ لري؟ ده په دې اړه وويل: د ماشومتوب په وخت زما ژوند ډېر سخت او بی وزلی و. ما اوس وليدل چې په ټولنه کې داسې کسان لاهم شته چې زما د پخوا په شان بی وزلی او ستونزمن ژوند کوي نو غواړم چې تر وسې پوری له دوی سره مرسته وکړم چې تر يوې اندازې پوری د دوی ژوند لږ څه ښه شي.

***

ښاغلي يانګ هوا شپږ وروڼه او خويندې لري چې هغه ترټولو کشر دی. هغه د ژوند د ښه والي لپاره هميشه ډېرې هلې ځلې ترسره کړي دي. د څو کلونو د کوششونو وروسته هغه په يو ټيکه دار بدل شو چې څه پيسې يی هم ګټلي دي. اما په ٢٠٠٤ کال کې يانګ هوا د يو ملګري په کور کې د اوبلن ګازو د چاودنې په پېښو کې سخت ټپی شو. خو کله چې هغه په روغتون کې درملنه ومنله، د ده يو همکار پنځه لکه يوانه د پروژې ګټه له ځان وتښتوله چې د ده بدن او زړه ته سخت زيانونه رسيدلي وو. مګر له روغتون څخه له وتلو وروسته ښاغلی يانګ هوا هغه همکار نه و لټولی بلکې له سره يی خپلو لارو چارو ته دوام ورکړی و.

***

د هماغه کال په پسرلی کې ښاغلی يانګ هوا د يوې پروژې له امله د يو له ښار يو کلي ته ورغلی. د خپلې پروژې د څارنې په ترڅ کې يی يوه اويغوري کورنی وليده. د ميرمن ايزګلي خاوند سخت ناروغ شو او لور يی هم يوه ذهنی ناروغی ده. د دوی ژوند په ډېر ستونزمن حال کې و. ښاغلی يانګ هوا پريکړه وکړه چې له دوی سره مرسته وکړي. له هماغه وخته ښاغلی يانګ هوا په رسمي توګه له نورو کسانو سره د مرستې کولو په کار پيل کړی دی.

له څو کلونو راهيسي هغه له ډېرو کسانو سره مرستې کړي دي چې ځيني يی پېژني او ځيني يی نه پېژني. ياد يی نه دی چې له څومره کسانو سره يی مرستې کړي او څومره پيسې يی مصرف کړي دي. دغه خيريه کار د ده د ژوند يوه عمده برخه ګرځېدلی ده. اوس د ده ښځه او لور هم د ده پوره ملاتړ کوي چې له نورو کسانو سره مرسته وکړي. هغه وويل چې که څه هم زما توان محدود دی خو زه به تر وسې پوری نورو ته مرستې برابرې کړم. هيله ده چې لازيات کسان هم دغسی کارونه وکړي څو چې د مرستې رڼا ډېرو کسانو ته خپره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای