CRI Online

چيني مسلمانانو په خوشحالۍ توګه د لوی اختر لمانځنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2011-11-16 14:49:19

د تېرې دوو شنبې ورځ د مسلمانانو لپاره عنعنوی لوی اختر و او د چين د شينجيانګ، نينګ شيا او چينګهای په شمول سيمو کې مسلمانانو په خوشحالۍ توګه دغه اختر ولمانځه. دوی په جوماتونو کې راغونډ شوي ، د ملګرو او خپلوانو کورونو ته تللي او خوندور خوراکونه يې وخوړل.

د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې دوه مليونه او دوه لکه تنه ملسمانان اوسيږی، د لوی اختر د لمانځنې لپاره ځايي حکومت وګړي دوه ورځني رخصت کړل. د دووشنبې ورځې په سهار ځايي مسلمانانو د ښکليو جامو په اغوستلو سره په جوماتونو کې مراسم تر سره کړل . ښاغلي لي ګوه دونګ چې د ګو يوان له غرني سيمې څخه دغې سيمې ته انتقال شوی، په خوښۍ سره خبريال ته وويل (اواز)

موږ د اختر د لمانځنې لپاره يو پسه حلال کړی او غوښې مو خپلوانو او ملګرو ته وويشلې ځکه اوس ژوند مو ښه شوی دی چې کلني عايدات مو شل دېرش زرو يوانو ته رسيږي.

خبريال ور پسې د نينګ شيا يوې يتيم خانې ته ولاړ او و يې ليدل چې هلکانو له ښوونکو سره په مذهبي فعاليت کې د ګډون لپاره بهر ته تللي او نجونو هنري پروګرامونه ليدل. (اواز)

د ټولنې بېلا بېلو کچو د بسپنې په توګه يتيمانو ته لس پسونه او يو غوايي ور کړي او داوطلبانو په مرسته د حلالولو مراسم ترسره شول څو چې يو سلو څلور تنه ماشومان د غوايي او پسونو غوښې وخوري.

د نينګ شا پوهنتون يو داوطلب ښوونکي وويل (اواز)

موږ د داوطلبانو په توګه له دغو ماشومانو سره يو ځای دغه بختور اختر نمانځو، هيله ده چې د خداي په فضل دوي په خوشحالۍ سره وده وکړي او دوی ته د ټولنې پاملرنې نورې زياتې شي.

د شينجيانګ اويغوري خپلواکه سيمه داسی سيمه ده چې د نورو سيمو په نسبت ډېر مسلمانان پکې اوسيږي. د شينجيانګ د ايلي قزاقي خپلواکه سيمه د روانې مياشتې په سر کې د زلزلې مصيبت ځپل شوې. که څه هم سخته زلزله شوې ده، خو خبريال د اينينګ ولسوالۍ په فارم کې وليدل چې څه دپاسه سل تنه مصيبت ځپلو وګړيو د لوی اختر د لمانځنې په خاطر په خوشحالۍ توګه نڅا کوله.

د کليوال ميشه علي دري کوټې د زلزلې له امله ويجاړې شوې او اوس دوی د حکومت لخوا په درول شوې خيمه کې اوسيږی، د دې لپاره چې په ښه توګه د لوی اختر لمانځل کېږي ، ميشه علي په خپل انګړ کې د خيمې په وړاندې يوه پارتي جوړه کړه او راغونډ شويو وګړو په خوښۍ سره نڅاوې کړې او سندرې يې ويلې. ميشه علي وويل (اواز)

نن ورځ ټول کليوال زما په انګړ کې د لوي اختر د نمانځنې لپاره راغونډ شوي. که څه هم د زلزلې له امله زما کور څه ويجاړ شوی، خو موږ بايد د خپلو کورونو د بيارغونې لپاره پوره باور او اعتماد ولرو.

د شينجيانګ په چاپچال ولسوالی کې هوا ډېره سړه ده، خو خبريال د ګلي مجات کور په خيمه کې تودوالی احساس کړ. ځکه په خيمه کې نغری بل او پر مېز باندې د بادان او نان په شمول خواړه ايښی و. ګلي مجات وويل (اواز)

دلته د مصيب ځپلو وګړيو لپاره جوړ شوی لنډمهالي استوګنځای دی. په دې خاطر چې موږ په ښه توګه لوی اختر تېر کړو، حکومت زموږ لپاره لنډمهالي پخولځی جوړ کړی، نن سهار موږ پلو او د پسه او غويي غوښې پخې کړې چې په ګډه او خوشحالۍ توګه لوی اختر لمانځو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای