CRI Online

د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کولتوري راکړي ورکړي استازی نا جونګ

cri     (GMT+08:00) 2011-12-14 10:26:33

د ١٩٣١ کال په نومبر کې د لومړۍ ډلې په توګه د چين د هوی قوم څلور تنه زده کوونکي د يون نان ولايت د هوی قوم د پرمختيايي کمېټې لخوا د زده کړې لپاره مصر ته وليږل شول چې په دې توګه د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتور او روزنې د راکړي ورکړي نوی پاڼه پرانستل شوه. تر دې وروسته د هوی قوم د شپږو ډلو پنځه دېرش تنه زده کوونکي هم مصر ته ليږل شوي چې پکې ډېر کسان د اسلامي کلتور په برخه کې مشهور کارپوهان ګرځېدلی . دوی د بېجينګ پوهنتون او د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون په شمول عالي مدرسو کې د عربي ژبې او تاريخ تخصص جوړ کړې چې په چين کې د عربي ژبې د لوړې روزنې او د منځنې ختيځ تاريخ څېړنې په شمول د څانګو د جوړولو لپاره بنسټ يې ايښودلی دی.

فقيد کارپوه نا جونګ د لومړې ډلې چيني زده کوونکيو څخه يو و او د عربي ژبې د تدريس او د اسلامي کلتور د څېړنې په برخه کې يې ډېر شهرت درلود. هغه په ١٩٠٩ کال کې د يون نان ولايت د هوی قوم په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی او د ١٩٣١ کال په اکتوبر کې د يون نان ولايت د کون مينګ ښار په مينګ ده منځنی ښوونځي کې د ازموينې د برياليتوب له امله د زده کړې لپاره د مصر ازهار پوهنتون ته وليږل شو. د ١٩٤٠ کال په سپتمبر کې نا جونګ خپل ټاټوبي ته راستون شو او د درس ورکولو په چارو يې پيل وکړ.

د نا جونګ مشر زوی نا جيا ژوی په مصر کې د خپل پلار د زده کړې د زمينې په هکله خبريال ته وويل (اواز)

هغه وخت يون نان ولايت د هوی قوم د کلتوري پاڅون تر تاثير لاندی د مينګ ده نومی يو منځنی ښوونځی جوړ کړ چې چيني او اسلامي کلتورونو ته يې ډېرې پاملرنې کولي. زما پلار د دغه ښوونځی يو زده کوونکی و او تر ډېرې اغېزې لاندي يي ټينګ هوډ وکړ چې بايد د خپل ملت د غښتليتوب لپاره په خپله زده کړه کې ډيره هڅه وکړي.

نا جونګ خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته په وار سره د هېواد په زياتو پوهنتونونو کې په تدريسي چارو لاس پورې کړ او د عربي ژبې درسي کتاب چې د ده لخوا تاليف شوي ، په بېلا بېلو پوهنتونونو کې کارول کېږي. دغه راز هغه د چين د علمي او اسلامي ټولنې په استازيتوب له الجزاير، پاکستان، ماليزيا او سعودي عربستان په شمول هېوادونو څخه ليدنې کړې او د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره يې کتلي وو چې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري تګ راتګ استازی وبلل شو.

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د عربي ژبې څانګې د مشر مرستيال شوی چينګ ګوه چې له نا جونګ سره يې نژدې اړيکې درلودې ، د نا جونګ د علمي ايډيالوژۍ او لاسته راوړنو د يادونې په وخت کې وويل (اواز)

هغه يو مومن مسلمان و او د مذهب په هکله افراطي نظر نه درلود. د اسلامي نړۍ او د چيني مسلمانانو مسئلې په اړه دده نظريه هم ډيره واضيحه وه . پر دې سربيره، نا جونګ د عربي تاريخ او اسلامي کلتور د څېړنې په برخه کې يو غښتلی چيني پوه و.

نا جونګ خپل هېواد ته تر رستنېدو وروسته د لوست ور کولو په عين وخت کې لس ګونه کتابونه چاپ کړيدي چې د عربي عمومي تاريخ په نامه کتاب ډېر مشهور دی چې د عربي تاريخ د څېړنې په اړه د چيني پوهانو لپاره ليکل شوی يو غښتلی اثر ګڼل کېږی. پر دې سربيره، د محمد بيوګرافي، د اسلام دين او د اسلامي هېوادونو کلتوري تاريخ په شمول کتابونو هم د اسلامي هنر او کلتور د پېژندنې په ساحه کې ستر خدمتونه کړي دي. دغه راز هغه د مصر د مشهور پوه احمدامين لخوا ليکل شوې اته جلده جاودان اثر چې نوم يی دی ، د عرب _ اسلام کولتور تاريخ دی ، ژباړلی دی. نو ويل کېږي چې له اسلامي کولتور سره د چيني مسلمانانو په شمول د چينايانو د پيژندنې په برخه کې فقيد ناجونګ ستر خدمتونه ترسره کړي او دده او نورو چيني پوهانو د کوششونو له برکته د ختيځ او اسلامي کولتورونو ترمنځ د نظريو د تبادلې او يوځايښت يو پل جوړ شوی دی. .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای