CRI Online

د ماو نومی ولسي سندرې

cri     (GMT+08:00) 2011-12-14 17:35:14

يانګ با د چين د ګان سو ولايت د کانګ ولسوالۍ په جنوب کې واقع دی،دغه ځای د سه چوان،شان شي او ګان سو ولايتونوپه ګډه پوله کې واقع دی.د يانګ با منظرې ډېرې ښکلې دي.د کال په څلورو فصلونو کې هوا مناسبه او لنده ده او دغه ځای د کوچنی جنت په نامه ياديږي. يانګ با يوه غرنۍ سيمه ده او طبيعي منظرې يې ډېرې ښکلۍ دي . له څو سوو کالونو راهيسې په ولسي سندرو کې د ژوند ژورلوړ و ژور ترسيميږي

د سږ کال د ملي جشن په ورځ کې،يانګ با ته د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي ډير سيلانيان ورغلي دي. سندرغاړي تانګ تاې يي په خپل چای باغ کې سندرې ويلې.په داسی حال کې چې په باغ کې چای څښی او په اوبدلي چوکۍ کې څملي او خوږې سندرې اوري ، زړه به يې ډير خوشحاله او روح به يی ډير تازه شی .

ښاغلي تانګ تاې يي چې د کانګ ولسوالۍ د ماو نومي ولسي سندرو درېيم نسل ميراث اخيستونکی دی .دغه ډول ولسي سندرې نسل په نسل خپرېيږي .

د ماو نومی ولسي سندرې سيمه ايزې ځانګړتياوې لري ، په بله وګړي په هر ځاي او هر حالت کې په غټ اواز نارې وهلي چې دغه نارې د ژبې سرچينه او د ولسي سندرو منبع هم ده او د سندرو محتويات د ځايي وګړيو په ژوند او کار پورې اړه لری.د کانګ ولسوالۍ د جنوبي برخې ټول روهي وګړي د نوموړو سندرو جوړونکي دي.

په چيني ژبه کې د ماو اصلي مانا زيږوالی دی .په پخوا زمانه کې ژبه نه وه .دوی په غرونو کې چغنده اواز ويلي.نوموړی غټ اواز د ژبې سرچينه ده.د ژبو له پيدا يښت وروسته،خلکو د سندرو په وسيله د ژوند غمونه او خوښۍ څرګندوله او يا خپلې کسې يې نور ته کولې.دا د ولسي سندرو پيلتيا بلل کېږي. ډېر زيات وګړيو سندرې جوړولې او ويلې،نو سندرې يې خپرېدلې. په پخوا زمانه کې،د يانګ با سيمه نفوس کم و.د سه چوان او شان شي ولايتونو بيوزلي خلک کله کله له ناورينونو او افتونو څخه د ليری کولو لپاره غرونو او ځنګلونو ته ننوتل او د ولسي سندرو ويل د دوی د ساعتيري عمده فعاليت و، د سندرو ويلو له لارې يې د ژوند او مينې ستاينه کوله او د ژوند ستونزې او غمجن احساسات يې سپکول.نو که څه هم د دغه ډول سندرو د ويلو بڼه ساده ده ، خو محتويات يې ډېر سالم دي او له فلسفې څخه ډک بريښي.

د يانګ با ځايي خلک هم د خوشحالۍ او هم د وير په مهال کې سندرې وايي،هم په غرونو کې د کار په وخت او هم په کور کې د ډوډۍ پخولو په مهال کې سندرې وايي.سندرې ويل ددوي د ژوندپه هرې برخې پورې اړه لری.د کانګ ولسوالۍ په يووېشتو علاقه داريو کې د ولسي سندرو ويلو عادت شته ،خو د ولسوالۍ په جنوب کې دغه ډول سندرې ډېرې ځانګړۍ دي .

له دې امله چې په تاريخي کتابونو کې د ماو سندرو په باب کوم مالومات نه دي ليکل شوي ، نو د دغه ډول سندرې د سرچينې په هکله کوم دقيق وخت نه دی تائيد شوی.د تانګ تاې يي پلار ده ته وويل چې ماو سندرې د چين د لومړی امپراطور يعنی دوه زره کاله مخکې د خلکو په خولو کې مروجې شويدي ..

که څه هم ماو سندرې نسل په نسل او خوله په خوله له پخوا نه تر اوسه پورې ويل شوي،خو دغه سندرې له عامو خلکو او ددوي د عادي ژوند سره ژور تماس لري. د يادولو ده چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو راهيسې،په کليو کې د وګړيو کلتوري ژوند ورځ په ورځ غوړېږي.ځوانان نه غواړي چې ماو سندرې وايي يا زده کړه کوي .د کليو ډير ځوانان د پيسو اخيستلو لپاره ښارونو ته ځي ، نو ويل کېږي چې ماو سندرې د نورو ډولو ولسي سندرو په شان له تباهۍسره مخامخ دي. ښاغلي تانګ تاې يي پلان نه لري چې خپلو ماشومانو ته د ماو سندرو ويلو هنر ورزده کړي.هغه يوازې کابو دوه سوه سندرې تنظيم کړي دي . د ماو سندرو د تباهۍ حالت د کلتوري ادارې د ډيرې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. اوسمهال په کانګ ولسوالۍ کې د ماو سندرو ساتندويه ډله او د کليو په درجه د سندرو ويلو بند هم جوړ شوی دی ، دغه راز د سندرو مجموعه چاپه شوې او د ماو سندرې د ګانګ سو ولايت د نامادي کولتوري ميراث په توګه غوښتنه هم وړاندی شوېده څو چې دغه لرغونی ولسي سندرې ښې وساتل شی. .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای