CRI Online

د شينجيانګ د کاشغر اقتصادي ځانګړې سيمې د دوامدار پرمختګ لاره

cri     (GMT+08:00) 2011-12-31 16:42:12

د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې کاشغر ښار چې دوه زره سل کلن تاريخ لري، د اسيا او اروپا لويو وچو ترمنځ مرکز او د ورېښمو د لرغونی لارې په اوږدو کې يو مهم ښار بلل کېږی . د ٢٠١١ کال د سپتمبر په دېرشمه نېټه د کاشغر د هورګس اقتصادي سيمې د ابادۍ لپاره د چين د دولتي شورا د وړانديزونو په هکله سند خپور شو چې په دې توګه کاشغر د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د اجرا کېدو له دېرشو کلونو راهيسې د هېواد په وچه کې د اقتصاد ابادولو لومړی سيمه ګرځېدلې ده . د لرغونی کاشغر د پرمختګ نوی چانس راغلی دی.

څو ورځې مخکې د کاشغر ښار د ګوندي کمېټې مشر چن شو ګوانګ په بېجينګ کې د کاشغر ځانګړې سيمې د پرمختګ اکاډمۍ د جوړونې په غونډه کې د دې ښار د راتلونکي پرمختګ پلان معرفی کړ.

ښاغلي چن وويل کاشغر به د دوامدار پرمختګ لاره او خلاصه رويه غوره کړي. ده وويل (اواز)

موږ به د ښاري پرمختګ لپاره هغه شکل چې د ډېرو سرچينو په اتکا او د زياتو ځمکو په کارونې پورې اړه لري، بدل کړو او د نړۍ د پنځم نسل عصري ښار په توګه د کاشغر د ابادولو لپاره هڅه وکړو چې يوه عمده ځانګړتيا يې دا ده، د انرژۍ لګښت کميږي او توليدي توان يې لوړيږی. موږ به د پولي ، سيلانيزو او ترانسپورتي چارو پرمختګ ته لومړی اهميت ورکړو او د وړ کسانو د راجلبولو لپاره به کوښښ وکړو.

کاشغر د پامير لوړې په شمال کې پروت دی او غني طبيعی سرچينې لري. ښاغلي چن شو ګوانګ وويل کاشغر به هغه پرمختيايي لار غوره کړي چې چاپېريال ته زيان نه رسوي. هغه وويل (اواز)

موږ به د ټيټ کاربن او شنه اقتصاد پرمختيايي لار غوره کړو څو چې په ټينګ هوډ د کاشغر ځنګلونه، يخچالونه، سيندونه، جهيلونه او دښتونه ښه وساتو.

کاشغر لرغونی تاريخ لري او د اويغوري قوم د هنر او کلتور سرچينه بلل کېږی. ښاغلي چين شو ګوانګ وويل کاشغر به د پرمختګ په نوي پړاو کې د تاريخ او کلتور د ساتنې او خپرونې پر بنسټ د عصری ابادۍ او د عنعنوي دودونو ساتنې تر منځ اړيکې ښه وپيژني او د کولتوري سيلانۍ پرمختګ ته به ډېرې پاملرنې وکړي. ده وويل (اواز)

په کاشغر کې ژور تاريخي بنسټ، په زړه پورې قومي دودونه او ځانګړی طبيعی منظرې پيدا کېږی، ټولې سيلانيزې سرچينې د نړۍ په کچه دي. نو موږ به د پرمختګ په نوي پړاو کې سيلانيزې چارې د کاشغر د ابادولو د ملا تير چارې وبولو او د ډېر زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو لپاره به هڅې وکړو.

پر دې سربيره، کاشغر له نورو هېوادونو سره د تبادلې او تګ راتګ لپاره ځانګړی وړتيا لري. کاشغر له پاکستان، تجکستان، قيرغزستان، افغانستان، هند، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان اتو هېوادونو سره د اته سوو اته اتيا کليو مترو په اوږدوالي ګډې پولې لری . اوس له کاشغر څخه اسلام اباد ته هوايي کرښه پرانيستل شوې ده چې له چين څخه تر منځنی، جنوبی ، لوېديځی اسيا او اروپا پورې تر ټولو اسانه هوايي لاره ګڼل کېږی. چين به په راتلونکی کې له ګاونډيو هېوادونو سره د تګ راتګ لپاره د کاشغر د هوايي کرښې د پرانيستلو ملاتړ وکړي.

ښاغلي چن هيله څرګنده کړه چې وګړي د ځانګړې سيمې پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې اخيستلې شي. هغه وويل له شينجيانګ سره د نوې پړاو مرستې په بهير کې، په کاشغرکې اچول شوې اويا سلنه پانګې د وګړيو ژوند په اړه پروژو کې لګول کېږي مثلا د زړو کورونو ترميم ، استخدام او د وګړيو د ژوند چاپېريال ښه والی او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای