CRI Online

قومي ګل دوزي د خلکو د شتمنېدو يوه ښه لاره ګرځېدلی ده

cri     (GMT+08:00) 2012-01-19 16:13:45

د موری قزاقي خپلواکه ولسوالی د چونګر کاسې په جنوب ختيځ کې پرته ده او په دې وروستيو ورځو کې له دې ولسوالۍ څخه زيری راغلی دی چې د دې خپلواکې ولسوالۍ د يو مهم کلتوري پروګرام په توګه د ګلدوزي يوه کارخانه د جوړولو په حال کې ده او د نامادي ميراث په حيث د موری ګل دوزي د غوښتلو فعاليت په رسمي توګه پيل شوی. موری چې پخوا د دولت په کچه بېوزله ولسوالی وه،، اوس د قزاقي ګل دوزي پارچو د چمتو کولو او پلورلو اډه ګرځېدلې ده.

اوس د ژمي فصل دی او کرهڼيزو چارو فارغ وخت هم دی. د موری ولسوالۍ د اقتصاد او سوداګرۍ ادارې مرستيالې ګوليناز چې د قزاقي ګل دوزي لومړی غښتلۍ ګلدوزه بلل کېږی، نورو ښځو ته د ګل دوزي لارې چارې ورزده کوي.

پنځوس کلنه ګوليناز له ماشومتوب څخه له مورې څخه د ګل دوزي مهارتونه زده کړې، هغې وويل د قزاقي قوم د ګل دوزي هنر لرغونی تاريخ لري او په لرغونی زمانه کې د منځنی اسيا د کوچياني قومونو له کولتورسره نژدې اړيکې لري. نو ګل دوزي د قزاقي ښځو لپاره يو لازم مهارت دی. په ١٩٨٧ کال کې د جاپان په پلازمينه توکيو کې د ګوليناز لخوا د ګل دوزي شويو پارچو نندارتون پرانستل شو او ډېر تود هر کلی يې تر لاسه کړ. له هغه وخته يې د سانجی، التای او ايلي په شمول سيمو کې د ګل دوزي مهارت په ورزده کولو بوخته ده. ګوليناز د کار په وخت کې ډېر قزاقي انځورونه راغونډ کړي او سږ کال يې د قزاقي انځورونو هنر درسي کتاب چاپ کړ. هغې وويل (اواز)

پخوا د ګل دوزي د ور زده کولوپه وخت کې تدريسي کتاب نه و، نو سږ کال مې دغه کتاب چاپ کړ چې پکې د قزاقي ګل دوزي ټول مالومات او لارې چارې شاملې دي. اوس د ګل دوزي زده کوونکي د زياتېدو په حال کی دي، دا زما د ډېر خوښۍ وړ دی.

د ګوليناز په قول، اوس د موری د کرنۍ او مالدارۍ په سيمو کې د بېلا بېلو قومونو څلور زره او پنځه سوه تنه ښځې په ګل دوزي لګيا دي.

کله چې په ولسوالۍ کې د ميژواتي په نامه د قومي ګل دوزي کوپراتيف ته ننوت او په کوټه کې ديوالي قاليچې او پردې او د ګلدوزي نور ډول ډول پارچې ولېدلې. د دې کوپراتيف سر ډيزانير خبريال ته وويل اوس ګلدوزي عمومأ د کمپيوتر له لارې ترسره کېږي چې دوه کارګران د شلو تنو ګلدوزانو د کار اندازه تر سره کولای شي او د توليداتو کيفيت يې هم ډېر ښه دی. په ٢٠١٠ کال کې دغه کوپراتيف څه نا څه څلور سوه ډوله ګل دوزي توکي جوړ کړي او عايدات يې دوه مليونو يوانو ته رسيدلي دي.

د قومي ګل دوزي د نوښت نه غير د ګلدوزي هنر پرمختيا ناشونی ده . له ٢٠٠٩ کال راهيسې موری ولسوالۍ د خامک دوزي د نويو مهارتونو د زده کولو لپاره اته شپېته تنه ګلدوزانې سو جيو ښار ته ليږلې او د نويو مهارتونو د درس ور کولو لپاره هم له سو جو څخه مشهورې ګلدوزانې يې ګمارلې کړې دي. د شمشاد ونې په نامه د ګل دوزي نوې لارې چارې رامنځته شوې چې د ځايي ګل دوزي توکو درجه لوړه شوې ده. له سو جو ښار څخه د راغلې نامتو ګلدوزې جي ون چن په قول د سوجيو ګلدوزي پر بنسټ د ګل دوزي له دغه ډول ميتود څخه د شينجيانګ قومي ځانګړتيا څرګنديږي. هغې وويل (اواز)

د شمشاد ونې په نامه د ګل دوزي ميتود ځانګړتيا دا ده چې د ګلدوزي برجستګی ښه څرګنديږي . تر دری کلنې لارښوونې وروسته، ډېر زده کوونکي پخپله ډيزاين شوي پارچې ګلدوزي کولای شي چې ددوي لپاره د عايداتو د زياتولو يوه ډېره ښه لاره پېدا شوې ده.

اوس د موری ولسوالۍ د ګل دوزي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي، دغې ولسوالۍ دا پلان وړاندې کړی چې تر ٢٠١٥ کال پورې به د ګل دوزي توليدي ارزښت يو سلو پنځوس مليونو يوانو ته او د هر تن په سر عايدات يوولس زره يوانو ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای