CRI Online

د قومي کولتوري ميراث ساتونکی

cri     (GMT+08:00) 2012-02-03 15:42:29

د شينجيانګ د تيان شان غره په شمال په تکس ولسوالۍ کې يو لرغونی ښارګوټی واقع دی .

د تاريخي سندونو له مخې پنځه شپږ زره کاله مخکې انسانانو په دې ځاي کې ژوند کولو چې له امله يې د بېلا بېلو برخو د پوهانو د څيړنې او د عکاسانو د عکس اخيستنې د علاقې سبب ګرځېدلی دی . په دغو کسانو کې د يادې ولسوالۍ مالدار نور قرغيز حسن دی .

نور قرغيز حسن يو تقاعد شوی ښوونکی او عمر يې اته شپيته کاله دی ، هغه له ١٩٩٨ کال راهيسې د خپلې کمرې په وسيله ددې ښارګوټي تغييرات او د شينجيانګ په شمال کې په صخرو باندي د حکاکي شويو انځورونو ، خطونو او ولسي دودونو په شمول د قمونو کولتوري ميراثونه ثبت او تنظيم کړي دي.

نورقرغيز حسن د ولسوالۍ په ختيځ يو کلي کې اوسيږي او هميشه د عکس اخيستلو لپاره بهر ته ځي . ده وويل : په تېرو څو کلونو کې زموږ په ولسوالۍ کې ستر بدلونونه رامنځته شوي او سيلانيان هم زيات شويدي . په تيره بيا د کوچيانو د دايمي هستوګنې لپاره جوړې شوې ودانۍ ډېرې ښکلۍ دي چې د نانجينګ ښار لخوا په وړيا جوړې شوې دي. غواړم چې دغه ښکلۍ ودانۍ زما په کمره کې د تل لپاره وساتم څو چې اولادونه هيڅکله هيره نه شی چې زموږ شپږ پنځوس قومونه د يوې کورنۍ پورې اړه لری

د نور قرغيز حسن په کور کې سامان الات ساده دي او په ديوال باندی د عکس اخيستلو درې خاصې کڅوړې ځوړندې دي . هغه هيله څرګنده کړه چې لا زيات وګړي دده لخوا له اخيستل شويو عکسونو څخه د دغه لرغوني ښارګوټي په باب زيات مالومات واخلي .دده په وينا له لسګونو کلونو راپدې خوا نورقرغيز حسن د اويغور، مغول ، من ، قرغيز او تاتار قومونو په شمول د کولتوري ميراثونو د راغونډولو او تنظيمولو لپاره شل زره کيلومتره مزل وکړ . ده وويل هر قوم خپل دودويز کولتور لری ، خو د زمانې په تېرېدو سره مدرن شيان ورځ په ورځ زياتېږي او دوديز کولتور ورو ورو د ځوانانو له خوا هېرېږي . زما هيله دا ده چې د کمرې په وسيله نامادي او مادي کولتوري ميراثونو د ثبتولو له لارې زموږ ځلانده لرغوني کولتورونه نسل په نسل وساتل شی .

د کليوالو په خولو د قومي کولتوري ميراثونو د راغونډولو په غرض د نور قرغيز حسن هڅې حتی د ليونتوب حد ته رسېدلې دي . يو وار په صخرو باندي د حکاکي شويو انځورونو د عکس نيولو په ترڅ کې سختې واورې اورېدلې چې په پايله کې په غره کې ايسار پاتې و او نژدې د يخنۍ له امله مړ شی.

ښاغلي وو جن چن چې د نور قرغيز حسن ګاونډی دی ، وويل چې اوس ځينو کليوالو مغازې پرانيستلې ، ځينی يې په ساختماني يا ترانسپورتي چارو لګيا دي چې ددوي مقصد پيسې ګټل دي ، خو نور قرغيز حسن هره ورځ کمره په شا کوي او په صخرو باندي حکاکي شوي انځورونه ثبتوي . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د يادو انځورونو او قومي جامو په اړه دده لخوا ليکل شوې ليکنې خپرې شوې دي،/.

نورقرغيزحسن وويل چې هغه به په راتلونکي کال کې بيجينګ ته لاړ شی څو چې د امپراطورۍ ماڼۍ او لوي ديوال وګوري ځکه چې دغه په نړيواله کچه کولتوري ميراثونه دي.د خوښۍ وړ خبره ده چې تر اوسه پورې د شينجيانګ دوه پنځوس نامادي کولتوري ميراثونه د دولت په کچه او يو سلو پنځه اتيا ميراثونه د خپلواکې سيمې په کچه وپېژندل شول . د چين د کولتور وزارت ژمنه کړې چې تر ٢٠١٥ کاله پورې به په شينجيانګ کې د کولتوري ميراثونو د ساتلو او خپرولو په غرض يو بشپړ نظام جوړ کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای