CRI Online

د تيان شان غره په لمن کې د باج ګذارخټکی د کرلو مهارت وارث نياز هاشيم

cri     (GMT+08:00) 2012-02-28 14:54:20

د شين جيانګ د اويغوری خودمختارې سيمې د قومول سمسورې سيمې په جنوب کې د کاژتاري په نامه يو کلی پروت دی.کاژتاري په اويغوری ژبه کې مانا يې د ولو د زياتو ونو لرونکی ځای دی.دا کلی د قومول ښار له مرکز نه اوولس کيلومتره واټن لری او شاوخوا يې شګلنه ځمکه ده . درې سوه کاله مخکې د چينګ امپراتورۍ په موده کې دغه کلي د باج ګذارخټکي په کرلو مشهور و او دغه شهرت لا تر اوسه ساتل شوی دی..ددې کلی بزګر نياز هاشيم د دغه ډول خټکي د کرلو مهارت وارث بلل کېږي

کله چې د نياز هاشيم کور ته ننوتم ، هغه له ګاونډيانو سره خبرې کولې ، زما د راتګ په نسبت په شونډو يې مسکا غوړېدله. که څه هم هغه اويا کلن سپين ږيرې دی ، خو له سترګو څخه د ماشومتوب نښه برېښېده .

د هاشيم کورنی په ځای کې د خټکي کرلوله امله ډيره مشهوره ده ځکه چې د کرلو مهارت يې نسل په نسل خپرېده . دده لخوا کرل شوي خټکي چې جغدا نومېږي او د وګړيو ډېر خوښ دي ..

د معمول سره سم،د شينجيانګ خټکي په جولای بازار ته ليږل کيږي.خو جغدا د سپتمبر په پای حتی د اکتوبر په پيل کې پاخه کيږي.دېرش کلونه مخکې کله چې په قومول ښار کې دنګې ودانۍ نه وې،د خټکي د حاصلولو په وخت کې د هر کور په بام شنه خټکي پراته وو،ډېر په زړه پوری منظره وه.

ډېر پخوا ،د هاشيم نيکه ګانو د قومول له لومړنی چاپا عبيدالله سره د چين د وخت امپراطور کانګ شي ته د باج په توګه د خټکي د وړاندی کولو لپاره بېجينګ ته ولاړ.هاشيم وويل،د باج ګذارخټکی جغدا و.په هغه وخت کې خټکي د خره ګاډۍ په وسيله بېجينګ ته وليدل شول چې لومړی به يې خټکي په خاورينه کاسه کې ايښودل او بيا به يې عسل پکې واچول . د دغه ډول ميتود په تاريخي سند کې لېدل کېږي او ددې ميتود په وسيله په سړه هوا کې خټکي نه خرابېدل . هاشيم وويل چې هر ځل سل دانې خټکي يايتخت بېجينګ ته ليږل کېدې.امپراطور کانګ شي دغه ډول خټکي ډېر وستايل او خټکي يې د قومول په نامه کيښود ، نو له هغه وخته د قومول خټکي يا خربوزې په چين کې شهرت موندلی دی.

 

ما له هاشيم څخه پوښتنه وکړه،ستاسو نيکه څنګه د قومول له چاپا عبيدالله سره اشنا شو او پاچا ته يې خټکی ورکړل.پاچا ور ته اجوره ورکړه؟

هاشيم هو ځواب راکړ او ويې ويل .زما لومړی نيکه وروګو عشور نوميده،او يو برګر و.په هغه وخت کې،زما کور ته نژدی سيمه د پاچا د ښکار ځای و.پاچا کله کله د ښکار لپاره زما د کور په شاوخوا کې پلی ګرځيد .زما نيکه د پاچا د هرکلی لپاره د لارې پر غاړه جغدا خټکي اېښودل.پاچا جغدا خټکی وخوړ او احساس يې وکړ چې تر نورو خټکي خوږ و ، نو ويې غوښتل چې نيکه مې د په شاهي باغ کې خټکي وکري. په شاهي باغ کې انګور هم وو. ټول باغ يې زما د نيکه تر ادارې لاندی و.

د جغدا خټکي د روزلو لارې چارې څه دي ؟

 

هاشيم وويل، غوره تخم لازم وی .بايد تر ځکمې لاندې د لوبيا پاڼې کيښودل شی څو چې د خټکي رېښې ښه وځغلوي،اوبه هم بايد ښې وي.د يادولو ده چې بايد حيواني سرې وکارول شي.

د چينګ د امپراطورۍ دوره کې يوپوه چې چانګ جيون نومېده ، هم په خپل کتاب کې د جغدا خټکي د کرنې دا لارې چارې په مفصل ډول وکښلې.

خټکی ولی ډېر خوږ دی،لاملونه يې په لاندنی ډول دي،لومړې،د قومول په ټيټه ځمکه کې هوا ډېره توده ده ،هره ورځ تر لمر لاندی وخت اوږد دی،باران لږ دي.دوهم،په قومول سيمه کې ځمکې شګلنې دي.برسيره پر دې، پاکې اوبه هم ډېرې مهمې دي.د قومول په ارشيف کې دا ليکل شوي چې د ښار په شمال او د تيان شان غره په جنوب او شمال کې،چينې ډېرې دي.د چينې اوبه په مستقيمه توګه ځمکې ته توېيږي.يوه چينه له قومول ښاره لوېديځ ته او په اخر کې جنوبي ډنډ ته توېيږي،يوه چينه ختيځې سيمې ته د خټکي شاهي باغ ته بهېيږي.نو جغدا خربوزه ډېر ډېر خوږه ده.

له اوو نسلونو راهيسې د نياز هاشيم کورنۍ ټولټالې د جغدا خټکي کروندګران دي .د هاشيم اوسنې هيله دا ده چې د حکومت له اوسنۍ ښې پاليسۍ نه د مننه کولو لپاره پخپله کرل شوي خټکي د دولت رئيس ته د ډالۍ په توګه وړاندی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای