CRI Online

په صحرا کې د اوبو کنترول پروژه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-14 16:02:16

په صحرا کې د اوبو کنترول پروژه

د چين دو جيانګ يان نومي د اوبو د کنترول پروژه چې د چين په سچوان ولايت کې پرته ده ، ډير شهرت موندلی دی .دا پروژه چې دوه زره کاله مخکې د چينګ په امپراطورۍ دوره کې د شو سيمې مشر لي بينګ او د ده زوی په مشرۍ جوړه شوه.شو سيمه د چين په اوسني سه چوان ولايت کې واقع ده چې په دغه سيمه کې ډېرې سيندونه موجود دي او په تاريخ کې کله کله سيلاوونه پېښېدل.د پروژې له جوړېدو وروسته،د شو سيمه په حاصلخيزه ناحيه بدله شوه.د چين په يو بل ولايت ګان سو ولايت کې اوبه لږې او صحراوې ډېرې دي.خو د دغه ولايت د يانګ ګوان په علاقه دارۍ کې هم د اوبو د کنترول يوه پروژه شته.دا د ځايي وګړيو په خوله په صحرا کې دو جيانګ يان نومېږي

د دوه زره او يوولسم کال د جون د شپاړلسمې نېټې په سهار وختي. رواني خټې او ډبرې ناڅاپه ښوېېدې چې په نتيجه کې دون هوانګ ښار کې،د سړو اوبو کبانو د روزلو اډه تر اوبو لاندې شوه او تاوانونه يې يو سل مليونو يوانه وو .د دون هواګ ښار د فې تيان نومي صنعتي اډې مشر وانګ يونګ بين وويل،که په صحرا کې د اوبو د کنترول پروژه نه وای،ټولې اډې او د يانګ ګوان علاقه داری ته به لا زيات زيانونه رامنځته شوی وای .

د فې تيان نومي اډه د کوموتاګه صحرا ته نژدې د يانګ ګوان په سيمه کې واقع دی.هر کال د اډې ځينې ځمکې په ريګستان بدلوي او په باراني فصل کې دغه اډه له سيلابونو سره هم مخامخه ده چې د عرګې غره څخه سيلاوونه راځې.د اوبو کنترول دغه پروژه د اډې او د صحرا په پوله کې جوړه شوه.د باران په فصل کې،ددې پروژې لوي بند د سيلابونو مخه نيسي او د اډې او وګړو امنيت ساتي .

د يانګ ګوان په سيمه کې صحرا

د يادې اډې مشر وانګ يونګ بين وويل،کله د دغې پروژې د جوړېدو په پيل کې موږ زيات فکرونه و نه کړل.خو د جوړېدو په بهير کې د پروژې ګټې ورځ په ورځ زياتېږي.لومړی،دغه پروژه د سيلابونو د ويشلو توان لري.دوهم،دغه پروژه اوبه پاکولی او ساتلی شي.درېيم،دغه پروژه د ونو او وښو په شمول د نباتاتو د ساتنې په برخه هم رول لری.دغه راز که څه هم تېرکال د سختو سيلابونو له امله د فې تيان اډه له ډېر زياتو زيانونو سره مخامخ شوه.خو د يانګ ګوان علاقه داری امن وه.

د يانګ ګوان د لونګ لا کلی د علاقه دارۍ له مرکز نه څلور کيلومتره ليری دی او د انګورو روزلو له امله مشهور دی.موږ په کلي کې دا وليدل چې لارې يې ارتې دي او تازه جوړ شوي کورونه کتار په کتار ولاړ دي ، ځينو کليوالو ښکلي موټرونه اخيستي دي ، د توجه وړ ده چې د انکورو باغونو کې د پخو انګورو غټې غټې غنچې ترې ځوړندې دي.

کليوال پان جونګ نيان هم د انګورو کروندګر دی او د شخصي هوټل خاوند هم دی . هغه هر کال څو لکه يوانه پيسې اخيستی شي .هغه خبريالانو ته وويل،دده په وينا په کلي کې هغه يوازی د منځنی عايد لرونکی دی.هغه وويل،زما کورنی څه باندي دوه جريبه ځمکې لري.خو ځينی کليوال شپږاوه جريبه ځمکې لري.

اوس په لونګ لا کلي کې د سيلانۍ چارې هم چټک پرمختګ موندلی دی. کليوالپان جونګ نيان وويل،زموږ کلي ته ډېر زيات سيلانيان راځي،لامل يې د يانګ ګوان علاقه داری ډېره مشهوره ده.برسيره پر دې، زموږ په سيمه کې چاپيريال ښه ساتل شوی .په صحرا کې د اوبو کنترول پروژه د ښه چاپيريال د ساتونکی بند رول لوبوی.که دغه پروژه نه وای،ممکنه ده چې موږ به هرکال د سيلابونو له زيانونو سره مخامخ يو.

څو کلونه مخکې د سيلابونو زيانونه ډېر ډېر سخت وو.له سخت باران وروسته زموږ ځمکې ټولې تر اوبو لاندې وې . سږ کال که څه هم سيلابونه پېښ شول چې په نتيجه کې يوازی کبان له منځه وړل شوي دي ، که بند نه وای ، نو د کلي ده پر درېمه برخه کرنيزې ځمکې او کورونه به ويجاوې شوې وای.

د يانګ ګوان علاقه دارۍ د ګوندي کميټې پخواني مشر ليو جان ينګ تل د فې تيان نومي اډې پرمختګ او انکشاف ته پام کوي.هغه په خپلو سترګو ځايي چاپيريال او اقتصادي پرمختګ ته د اوبو کنترول پروژې لخوا رسول شوي ګټې ليدلې دي .هغه وويل، نن ورځ سيلابونه تر کنترول لاندي دي او کرنيزو ځمکو ته ورکول کيږي .

د يانګ ګوان قديمي علاقه داری

د روايت له مخې،د يانګ ګوان قديمي علاقه داری هم د سختو سيلابونو له امله له خاورو سره برابره شوه.نن نوی يانګ ګوان د سختو سيلابونو په وړاندی امن دی ځکه چې د اوبو کنترول پروژه جوړه شوېده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای