CRI Online

د بيجينګ مشهور نيو جې جومات

cri     (GMT+08:00) 2012-04-13 15:36:06

د نيو جې جومات د بيجينګ ښار د سوېلی سيمې په نيو جې واټ کې پروت دی او يو لرغونی جومات هم دی. نيو جې په چيني ژبه کې د غوايی واټ دی ځکه چې دلته د مسلمانانو د هستوګنې ځای دی . نوموړی جومات په ٩٩٦ عيسوي کال کې جوړ شو او په هغه وخت کې دلته د ميوو باغونه ډېری وو چې تر اوسه پورې د ځينو واټونو نومونه د ميوو نومونو په نامه يادېږي مثلا د خرما واټ ، د ګيلاس واټ او د انار واټ او داسی نور . نيو جې واټ په اصل کې د انار واټ نومېده څرنګه چې په چيني ژبه انار د نيو نژدې تلفظ کېږي . په ٩٦٠ کال کې يو عرب امام د مذهبي تبليغ لپاره بيجينګ ته راغی او زوي يې چې نوم يې نصرالدين نومېده ، د وخت امپراطور لخوا رسمي دنده و نه منله او د امپراطور په منظورۍ يې په نيو جي کې يو جومات جوړ کړ او ورپسې د کلونو کلونو ترميم له برکته اوسنی نيو جې جومات رامنځته شو.

نيو جې جومات له زياتو ودانيو څخه جوړ دی او د دروازې مخامخ يو ديوال ولاړ دی او د جومات په منځ کې د مياشتې کتلو منار شپږ ګوشه ودانی ده چې د منار په پورتنې برخه يوه لوحه ځوړنده ده چې ورباندي د جومات نوم په طلايي رنګ ليکل شوی دی . دغه جومات شپږ زره مربع متره پراخوالی لری او ساختماني بڼې يې په چيني او عربې شکلونو پورې اړه دې په بله ژبه جومات چې ماڼۍ ته ورته دی ، بالکل په لرګيو جوړ او په عربي سبک ښکلی شوی دی . د لمونځ په اصلي تالار کې يو وار له يو زر تنو نه زيات کسان ځائېږي او ديوالونه يې ډېر ښه تزيين شوي او په چت باندي د قران کريم مبارک ايتونه ليکل شوي دي . ددې تالار په جنوب او شمال کې دوه کتيبې درول شوې چې ورباندي په چيني او فارسي ژبو ددې جومات د جوړونې او ترميم په هکله مالومات ليکل شوي وو.

د اصلي تالار په دواړو خواوو کې د زده کړي ، لوست او نندارې خانې هم شته او په شمالي خونه کې د قران کريم خطي نسخې ، په بيلا بيلو زمانو کې چاپ شوي ديني کتابونه او قديمي

ګلدانی ايښودل شويدي چې ورباندی د مقدس کتاب ځيني عبارات ليکل شوي وو. د جومات په ختيځ د بانګ ودانی او په جنوب غسل خانې پرتې دي ، دغه راز د جومات په جنوب ختيځ انګړ کې ددغه جومات دوو عربي شيخانو مقبرې پرتې دي چې په جلا جلا توګه په ٦٧٩ او ٦٨٢ لمريز کال کې وفات شول . برسيره پردې په جومات کې هغه لرګينه لوحه ښه ساتل شوېده چې د چين امپراطور کان شي په ١٦٩٤کال کې د فرمان په توګه ورکړه شوېده .د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته په ١٩٥٥ کال کې حکومت دغه جومات ترميم کړ چې لس کاله تړل شوي وو ، دغه راز د ١٩٧٩ کال په سپتمبر مياشت کې يې د دې لرغوني جومات د ښه ساتلو لپاره زياتې پيسې لګولې دي چې په کې ايرکانديشنونه يا برقي پکې نصبې شوي او په شنو قالينو فرش شوی دی

نيو جې جومات په بيجينګ ان ټول چين کې مشهور لرغونی جومات دی او په نړۍ کې يې هم ډير شهرت موندلی دی. بهرنی مسلمانان چې بيجينګ ته سفر کوي ، حتمأ نيوجې جومات ته د ليدنې يا لمونځ لپاره ځي . په تيره بيا په جمعه يا د اختر په ورځ کې دلته ګڼ شمير چيني او بهرني مسلمانان راغونډيږي او په ګډه لمونځ کوي يا په خوشحالۍ اختر تېروي . د دې جومات مخکيني مشر په وينا د جومات ښه ترميم نه يوازی د هېواد د عصري کېدو په چارو کې د خپلو خدماتو د ترسره کولو لپاره د چيني مسلمانانو ټينګ هوډ هڅولی او په عين وخت کې د نړيوالو مسلمانانو ترمنځ دوستی او پوهاوی يې ټينګ کړی دی. د بيجينګ مسلمانان دا نظر لری چې مسلمانان بايد تر هر څه لومړی له خپل وطن سره مينه لری او د هېواد ارامتيا او يووالي ته لومړی اهميت ورکړي ، دغه راز بايد د اسلام دين غوره دودونه او عنعنات ښه تجلی وکړي او د هېواد د ابادولو په چارو کې خپل ټول قوت وقف کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای