CRI Online

د يون نان ولايت د هوي قوم کلتور د خپرېدا لپاره جوړ شوی د شان ديان نومي علاقه داری

cri     (GMT+08:00) 2012-04-13 15:43:16

په شا ديان علاقه داری کې چې د يون نان ولايت د ګه جيو ښار په شمال کې واقع ده ، نوي سلنه وګړي د قوې قوم دي.د عربي بڼه لرونکي جوماتونه او بڼ لرونکې بنګلې دلته هلته لېدل کيږي.په نولس سوه درې نويم کال کې،دغه علاقه داری د يون نان ولايت له يو سلو غښتلی او شتمنو علاقه داريو څخه وشمېرل شوه چې توليدي ارزښت يې يو سلو مليونو يوانو ته رسيدلی دی.خو له دې امله چې د شا ديان د هر تن په سر د ځمکې مساحت يوازی صفر اعشاريه صفر دوه جريب دی، نو د ځايي اقتصاد پرمختګ له سختو ستونزو سره مخامخ و.د شا ديان علاقه دارۍ حکومت د لا زيات پرمختګ او مسلمانانو ته د ګټو رسولو لپاره تر پوره ارزونې او ژورې څيړنې وروسته د انسان او طبيعت تر منځ د همغږۍ د اصل سره سم دا پرېکړه وکړه چې خپله علاقه داری د هوي قوم د کلتور پر بنسټ په سيلانيزې علاقه داری جوړه کړي.

د نوموړې موخې د ترسره کولو لپاره، حکومت د علاقه دارۍ له مسلمانانو څخه يو سل او شل مليونه يوانه پيسې راغونډې کړې او په دوه زره او لسم کال کې يې د شا ديان لوی جومات جوړ کړی چې لس زره تنه مسلمانان پکې ځائېږي او د جنوب ختيځې اسيا تر ټولو لوی جومات ګڼل کېږي.دغه جومات د هوي قوم د کلتور په اړه د سيلانيزې علاقه دارۍ د جوړولو لپاره کلک بنسټ ايښودل شوی دی.

د هغه لوی او عظيم جومات نه برسيره، يو لوي واټ چې يو نيم کيلومتره اوږدوالی او دوه څلوېښت متره پلنوالی لری ، د څلور مليونو يوانو پيسو په لګولو سره غځېدلی دی چې د شا ديان د

اقتصادي سيمې يوه نمونه بلل کېږي .په عين وخت کې،د هوي قوم د مسلمانانو لپاره د روغتون او کلتوري مرکز او سپورټي ډګر په شمول يو لړ اسلامي ځانګړتيا لرونکی ودانۍ هم په پر له پسې ډول جوړې شوې دي.دغه راز د شان ديان د هوې قوم کلتور په اړه سيلانيزه علاقه داری ورځ په ورځ مشهوره شوې او ډېر زيات سياحان راجلبوي.

 

د بېجينګ پوهنتون د عربي ژبې زده کوونکی ما مين د شان ديان جومات او د مسلمانانو د هستوګنيز ځای ته له ليدنې وروسته په شوق او ذوق سره وويل،

زه ډېرحيران يم چې دغه جومات ډېر ډېر شاندار دی.ما سل جوماتونه ليدلي دي چې دغه جومات تر ټولو ښکلی او عظيم دی.د ځايي وګړيو کورونه بنګلې غوندې دي او هم ډېر شاندار دي او

ددوي ژوند ډېر ارام دی.

د زياتو کلونو پرمختګ وروسته،د شان ديان علاقه داری سيلانيزو چارو ډېره پرمختيا موندلې ده.په وروستيو کلونو کې،په هر کال کې کابو يو لکه سياحان شا ديان ته ځي چې دا د ددې علاقه دارۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ښه فرصتونه برابروي.

د مسلمانانو د سوداګريز واټ په دواړو غاړو کې شلګونه رانګارنګې مغازې پرتې دي او د ژوند له هر ډول سامانونو ،قومي جامو ،ځايي خوراکونو او نورو ځانګړي موادو څخه ډک دي .

نن ورځ دغه سوداګريز واټ د مسلمانانو لپاره د ځانګړيو توکو د ليږلو رالېږلو په مرکز او د ساعت تېري او سيلانۍ په سيمه بدل شوی دی .

د يون نان ولايت د سياسي مشورتي کانفرانس مرستيال او د دغه ولايت د اسلامي ټولنې مشر ما کاې شيان د شا ديان د پرمختګ په باب خبريال ته داسی وويل،

په تاريخ کې په شا ديان سيمه کې مذهبي کولتور ډير سمسمور و.د اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته،د هېواد ښې تګلارې په رڼا کې اسلامي کلتور نور هم ښېراز شوی او په شا ديان علاقه داری کې د ليدو وړ تغييرات رامنځته شوي دي دغه راز.د هېواد د مذهبي تګلارې له برکته د شان ديان د پرمختګ لپاره د وګړيو تاوده احساسات او جذبات راپارول شوي دي.که دغه ښه تګلاره نه وای،ددې علاقه دارۍ ابادی او پرمختيا نه وای .

اوس،د شان ديان علاقه داری بنسټيز تاسيسات لا هم د بشپړتياپه بهير کې دي او له جوړېدو وروسته به د شا ديان د هوي قوم اسلامي به حتمأ لا زيات چيني او بهرني سياحان او مسلمانان راجلب کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای