CRI Online

په يون نان ولايت کې د وعظ کولو نهمه دروه مسابقه په بريالۍ توګه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 15:28:25

په يون نان ولايت کې د وعظ کولو نهمه دوره مسابقه د اپرېل په شپږمه نېټه د دغه ولايت په کاې يوانګ ښار کې پرانيستل شوه.د ولايت څه دپاسه څلور سوه پوهانو او شخصيتونو د مسابقې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې له امله يې دغه مسابقه د بېلا بېلو سيمو د اسلامي کلتور د تګ راتګ د يوه بې سارې سترې غونډې په حيث ګڼل کېږي.

د وعظ کولو سيالۍ هر کال د چين په بيلا بيلو ولايتونو او ښارونو کې جوړېږي او ګڼ شمېر ځوان مسلمانان پکې ګډون کوي .د يون نان ولايت د اسلامي ټولنې د مشر مرستيال مالک په مراسمو کې وويل،

ټولو ته معلومه ده چې وعظ يوه عربي کلمه ده چې معنی يې نصيحت کول دي. په بله ژبه مسلمانان بايد يو بل ته نصيحت وکړي چې احسان وکړي،بد کار و نه کړي.د د وعظ کولو سيالی زموږ په هېواد کې يو ډول دوديز فعاليت دی..

د دغې مسابقې موخې په قران کريم د عبارتونو د شرح کولو په باره کې د مذهبي کارکونکيو د توان لوړول،د اسلامي کلتور د خپرولو لپاره د مسلمانانو لارښوونه کول ،د ګڼ شمېر مسلمانانو هوښيارۍ او قوت راغونډول،د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته خدمت برابرول دي.د چين د اسلامي ټولنې د مشر مرستيال او د يون نان ولايت د سياسي مشورتي کانفرانس د مشر مرستيال ما کاې شيان وويل،

د وعظ کولو دغه مسابقه ډېر اهميت لري.موږ به د مسابقې په ترڅ کې د حج ادا کولو،د جوماتونو د دېموکراتکې ادارې او د يون نان ولايت د اسلامي ښوونې په اړه د نظريو د تبادلې په شمول

راز راز فعاليتونه تر سره کړو چې دا به زموږ ولايت د اسلامي چارو د تر سره کولو لپاره مثبت او ګټور وي.

د مسابقې کوربه خوا د قضاوت کوونکو په توګه نهه مشهور مذهبي شخصيتونه ټاکلي دي د قضاوت کميټې مسئول د يون نان ولايت د اسلامي ټولنې مرسيتال ما جونګ وويل،

دغه مسابقه زموږ ولايت په اسلامي ژوند کې يو مهم فعاليت دی.موږ به په عادلانه او منصفانه توګه د هر ګډون کوونکي د وعظ کولو ارزونې وکړو.زموږ غوښتنه دا ده چې ګډون کوونکي بايد د قران کريم عبارتونه په خپله وينا کې ښه تشريحات وکړي .موږ به د دې سره سم ارزونه وکړو.

د يون نان ولايت له بېلا بېلو ځايونو نه راغلي پنځه څلوېښت تنه برخوالو په درې ورځنۍ مسابقه کې د اسلام مقدس دين او ټولنيزې همغږۍ،ثبات او پرمختګ تر منځ د اړيکو په باب ويناوې وکړي او د چيني مسلمانانو هغه اساسي روحيه يې بيانه وکړه چې له خپل وطن او دين سره مينه لری.د ګه جيو ښار د شا ديان علاقه دارۍ د دونګ جياو جومات ښوونکې شياو چينګ چې د لومړی ځل لپاره يې د وعظ کولو په مسابقه کې برخه درلوده . خبريال ته وويل،

زه د يون نان د شا ديان له علاقه دارۍ نه راغلې يمه او زما د ټاټوبي په استازيتوب په مسابقه کې برخه لرم.پخوا ما په دومره لوی فعاليت کې ګډون و نه کړ.نو ډېر احساساتی شوم .هيله من يم چې په مسابقه کې بريالې شم او ښې نمرې وګټم.

د اړوندو پوهانو په نزد،دغه مسابقه د يون نان ولايت د بېلا بېلو ځايونو ملايانو د وعظ کولو توان د لوړتيا لپاره ګټوره ده چې په پايله کې به د دې ولايت اسلامي ښوونه نوی پړاو ته ورسول شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای