CRI Online

شينجيانګ د چاپيريال ساتلو لپاره تدبيرونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2012-05-29 16:10:40

د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د اېدين ډنډ په نړۍ کې شهرت لري.اېدين په ايغوري ژبه کې د سپوږمۍ رڼا معنی لري.دغه ډنډ د سمندر له سطحې نه يو سل او څلور پنځوس متره ټيټ دی چې د چين تر ټولو ټيټ ځای بلل کېږی.له دې امله چې د ډنډ په شاوخوا سيمه کې هوا ډېره ګرمي او وچه ده،د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې،نوموړی ډنډ بيخي وچ شو.

 

نوموړی ډنډ د توروفان ښار د اېدين ډنډ په علاقه داری کې واقع دی.د علاقه داری د ځنګلدارۍ ادار

ې مشر حبيب خبريال ته وويل،په علاقه داری کې باد ډېر تيز دی.له زرګونو کلونو راهسې د دغې سيمې طبيعي چاپيريال تل د توروفان د نورو ځايونو په پرتله خراب دی .بزګران کال په کال په دومره سخت چاپيريال کې د ژوند کولو لپاره نه ستومانه کېدونکې هڅه کوله.هغه وويل،

هغه باد چې تر اتمې درجې لا هم سخت دی،زموږ په سيمه کې هر کال څه دپاسه لس ځله لګيږي چې اووه شپېته ورځې دوام لری .حتی سهار دروازه هم نه شي خلاصېداې ځکه دروازه تر شګو لاندی بنده ده ، البته کښتونه هم تر شګو لاندی ښخ شوي او هيڅ حاصل لاس ته نه راځي.

له دوه زرم کال نه راهيسې،د توروفان ښار د اېدين ډنډ علاقه داري حکومت د چاپيريال ساتلو ته ډېره پاملرنه کړې ده ، په تېره بيا په وروستيو کلونو کې يې د کرنيزو ځمکو پر ځای د نيالګيو او وښو د کرلو تګلاره غوره کړه او په صحرايي سيمه کې يې د باد او شګو د بندولو لپاره د ځنګلونو کمربند جوړ کړ او عجيب کار يې دا و چې اېدين په ډنډ کې چې د شلو کلونو لپاره وچ شوی و ، يو ځل بيا اوبه رامنځته شوې دي ، نن ورځ نوی ډنډ د بېلو بېلو ځايونو سياحان ځان ته راجلبوي.

د شيرم کلی د ډنډ په غاړه واقع دی.اوس د کلي هره کورني حيوانات روزي او د حيواناتو د خرڅلاو له امله ځايي وګړي شتمن شويدي.اوه دېرش کلن

بزګر هاشم په وروستيو ورځو کې هره ورځ د ارومچی بازار ته دېرش غوايان ليږي.په وروستيو څو کلونو کې د ده کاروبار د علاقه دارۍ د ښې پاليسۍ په رڼا ورځ په ورځ تودېږي .اوس هاشم هر کال يو زر غوايان،پنځه زره پسونه بازارونو ته برابروي او لس تنه کارګران يې استخدام کړل.هغه په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل،پروسږ کال يې د غوايانو او پسونو په خرڅلاو پنځه لکه يوانه پيسې وګټلې .خبريال ترې تپوس وکړ چې،

د کورنيو څارويو د روزلو لارې چارې تر پخوا څه ډول توپيرونه لري ؟ هاشم ځواب ورکړ چې پخوا د دوديزې طريقې سره سم روزل کېدل . خو اوس د روزلو عصري تخنيک کارول کېږي.زه هم د حيواناتو د روزلو په اړه کتابونه لولم او کارګرانو ته روزنه ورکوم.کارګران له روزنې وروسته هم د د غوايانو او پسونود روزلو پرمختللې لارې چارې خپلې کړې دي. البته زموږ لخوا د روزل شويو غوايانو او پسونو بيه هم لوړېږي. دغه راز موږ په کاروبار کې ښه همکاران هم لرو او دوي د تليفلون له لارې پسونه سپارښتنه کوي.

هغه وويل،په کلي کې څه دپاسه دوه سوه کورنۍ د ده په شان دومره زيات غوايي او پسونه روزي.دوی په دې پوهيږي چې که علاقه داری د چاپيريال ساتنې پاليسی غوره نه کړي،دوی به شتمن نه شي.له دوه زره او نهم کال نه راهيسې،د زياتو څارويو لرونکو کورنيو بيوزليو کورنيو ته د مرستې ورکولو په فعاليتونو پيل وکړ چې هره شتمنه شوې کورنی له پنځو يا لسو بيوزليو کورنيو سره مرستې برابروي چې د دې فعاليت په رڼا کې د هرې بيوزلې کورنۍ کلني خالص عايدات له دېرشو زرو يوانو نه اوښتي دي.

په شيرم کلي کې،يو ځوان چې جين يونګ نومېږي ، د خبريال پام واړول شو. هغه په کلي کې د هان قوم يوازنی کس دی او د کلي په تاريخ کې لومړی داسی چارواکی چې له پوهنتون نه فارغ شو.د جين يونګ کورنۍ د ارومچی په ښار کې ده.پروسږ کال چې هغه له پوهنتونه فارغ شو، د شيرم کلي د مرستيال په حيث وګمارل شو.هغه خبريال ته وويل،

زما پلار او مور زما انتخاب نه مني.زه په پټ ډول له کوره کلي ته ولاړم.په لومړنيو څو مياشتو کې ډېر ډېر ستړی وم،خو دغه ځای زما خوښ دی.دلته کليوال ډېر ساده او صادق دي او رسمونه يې هم ښه دي.غواړم چې دلته پاتی شم.

هو،د چاپيريال ساتنې پاليسۍ په رڼا کې نه يوازې د اېدين ډنډ علاقه دارۍ بزګرانو د ژوند چاپيريال ښه شوی ،بلکې دوی هم د شتمن کېدو غوره لارې چارې لټولې دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای