CRI Online

د انګورو په دره کې د سياحت پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2012-05-30 16:03:52

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د توروفان سيمه د هوا د ګرمۍ او د ښه جنس انګورو له امله ډېره مشهوره ده .د چين په پخوانيو کتابونو کې دا کښل شوي چې د چين د هان سلسلې امپراطور وو دي جانګ چيان د استازي په توګه د چين لوېديځې سيمې ته ولېږه او هلته يې د انګورو باغونه وليدل او انګور يې پلازمينې ته يووړل .په توروفان کې د انګورو باغونه په يوه دره کې کرل کېږي او دغه دره په چيني ژبه پوتاوګو نومېږي چې پوتاو د انګور او ګو د درې مانا لری. هر کال په مې مياشت کې،دغې درې ته ډېر زيات سياحان راځي څو چې انګور وخوري.ځايي برګر عمر اسماعيل وويل،د انګورو په دره کې يعنی پوتاوګو کې ځمکې ډېرې او وګړي يې لږ دي.پخوا د انګورو کرنې د ځايي کليوالو ته دومرې ښې ګټې نه شوای رسولی.اوس مهال په پوتاوګو کې شپږ زره کليوالو د ښه سيلانيز فرصت په نيولو سره شخصي رستورانتونه او يا د ځانګړې ګلدوزۍ د پارچو پلورنځي جوړ کړي او کاروبار يې هم ډېر تود دی.

د پوتاوګو د هستوګنې سيمې په اداري دفتر کې،خبريال دا وکتل چې کسبګرو بزګرانو ته مسلکي روزنه ورکوله .د دې سيمې د ښځو ټولنې مشرې خاصيت محمد خبريال ته دا معرفی

ورکړل چې هر کال په دغه وخت کې، د ښځو ټولنې تر ترتيب لاندی ښځو ته د سياحانو د غوښتنو سره سم په بکسونو يا خوليو باندی د ګلونو د ګنډولو مهارتونو د لوړولو روزنه ورکول کېږي څو چې ددوي عايدات زيات شي.د سيلانۍ په موسم کې دوي هم کولی شي چې په خپل کور کې کار کوي څو چې سياحان د ګلدوزي کولو بهير له نژدې وګوري.

خبريال ځې د يوې ښځې کور ته ننوت ، هغه په ګلدوزۍ بوخته وه او پر درېو لويو کټونو ډېری ګنډل شوي توکي پراته وو مثلا ښکلۍ خولۍ ، کالي مالي ، بړستنونه او نور . هغې د خبريال د سوال په ځواب کې داسی وويل چې په يوه ورځ کې يو يا دوه بکسونه ګنډم.يو بکس څلوېښت يوانه دي ځکه بکسونه د سياحانو ډېر خوښ دي.دغه زړه ښځه چې حبيب خان نوميږي او شپيته کلنه ده،په پوتاوګو کې مشهوره ګلدوزه ده.دې وويل، ميړه مې پخوا د لومړي ښوونځي يو ښوونکی و ، اوس تقاعد شوی او د خپل کور د انګورو باغ اداره کوي، زوی مې ټکسي وان دی او ناوې می د کور په مخ کې دوکان لري.زموږ د کورنۍ ټول غړي د پيسو په اخيستلو پوخت دي .هر کال د کورنۍ خالص عايدات له پنځوسو زرو يوانو نه اوښتی دی.ژوند مو ورځ په ورځ ښه کيږي.د مالومات له مخې د حبيب خان په شان په کور کې د ګلدوزانوشميرڅلور پنځو سوو ته رسيدلی دی.

په کور کې د ګلدوزۍ نه برسيره،ډېری شخصي هوټلونه او رستورانتونه هم جوړ شوي دي د بېلګې په توګه د نياز کورنی هوټل ډېر شهرت لري او حتی له ستوريز هوټل سره برابر دی . خبريال وليدل چې د کور په انګړ کې څو ميوه دارې ونې کرل شوې او د انګورو چيلې د لارې په دواړو اړخونو کې جوړې شوې دي . د کور ښځينه خاونده چې عزت نومېږي ، د کور د سامان الاتو په پاکولو بوخته وه څو چې د سيلانيانو هر کلی وکړي . دې وويل،دغه هوټل په دوه زره او درېيم کال کې ددې د پلار په نامه جوړ شو او په پوتاوګو کې لومړی پنځه ستوريز کورنی هوټل بلل کېږی او هر کال د کاروبار ګټې شپيتو زرو ژن مين بي يوانو ته رسېږي موږ هر سياح ته د ايغوري قوم د ژوند دوددستور معرفی کوو او دوی ته قومي ناڅاوې هم کوو.هغې وويل چې د مې نه تر سپتمبر پورې هره ورځ يو سل او پنځوس سياحان راځي .ولی سياحان ډير راځي؟ ځکه چې زموږ د کوټې کرايه نه جګيږي او موږ سياحان د دوستانو په حيث بولو او سياحان هم موږ د خپلوالانو په توګه ګڼي .دوی پر موږ ډېر باور لري.که سياحان خپلې پيسې يا د الوتکې ټکټ يا موبيل تليفون زموږ په کور کې پاتی شي،موږ به يې ژر بيرته وروليږو.

پوتاوګو د دولت په کچه منظرداره سيمه ده او هر کال اووه لکه تنه سيلانيان مني .،د منظردارې سيمې د ادارې کميټې مرستيال وانګ جي چيانګ وويل،له دوه زره او نهم کال څخه،کميټې

په پر له پسې ډول د ځايي بزګرانو د شتمن کېدو لپاره د فني روزنې بېلا بېل کورسونه برابرې کړي او دوی يې هڅولې چې د سياحت په چارو کې د قوانينو مراعات وکړي څو چې پوتاوګو د دولت په کچه يوه ښکلې سيلانيزه سيمه بدل شی. پرته له دې نه سږ کال د منظردارې سيمې اداري کميټې دا پلان جوړ کړی چې په پوتاوګو کې د انګورو لا زياتې ونې وکري څو چې له پوتاوګو څخه د انګورو يو سرخلاص نړيوال موزيم او د ولسي دوددستور کلی جوړ شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای