CRI Online

د شينجيانګ د هوتان منطقه د ګړندي پرمختګ په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2012-06-28 16:21:43

خبريال په وروستيو کې وليدل چې د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د هوتان منطقې په قاراقاش ولسوالۍ کې يو روغتون د په کار لوېدو په حال کې دی . د روغتون پروژې مسئول ښاغلي وو چيون چن وويل

موږ به د امنيت ساتنې په عين وخت کې د پروژې ښه کيفيت وساتو څو چې د قاراقاس ولسوالۍ وګړيو ته يو ډاډمن روغتون ور ډالی کړو. ددې روغتون مشر عزيزعبدالميت وويل

دغه روغتون چې د بيجينګ لخوا د مرستې په توګه جوړېږي، زموږ د روغتون د طبي شرايطو د ښه والي لپاره ګټور دی . موږ به د اويغوري درملو د کارولو لپاره هڅه وکړو څو چې د ټولنې لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړو.

ياد روغتون د هوتان منطقې د ټولنيز پرمختګ يو مثال دی . له وروستيو دوو کلونو راپدېخوا له شينجيانګ سره د مرکزي حکومت د مرستدويه تګلارې په رڼا کې د بيجينګ او تيانجينګ ښارونه او ان هوي ولايت له علمي او تخنيکي لحاظه خپلې مرستې پياوړې کړې چې په نتيجه کې د هوتان د ځانګړی طب ، د خرما او طبي بوټو روزلو چارو پرمختګ ګړندی شوی او د هوتان د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته ګټې رسول شوېدي.

د پوڅکو روزلو اډه چې د تيانجينګ ښار لخوا په يو سلو هکتارو شګلنو ځمکو کې جوړه شوې او پنځه سوه پلاستيکې څپرۍ پکې درول شوې دي. د چيرا ولسوالۍ بزګر تهتي روژ عبدالکريم وويل

دوه مياشتې کېږي چې دلته پوڅکۍ روزم او هره مياشت دوه زره څلور سوه يوانه تنخواه اخلم .

ددې اډې مسئول جو جيا هوا چې له تيانجينګ ښار څخه راغلی ، خبريال ته وويل

اوس په اډه کې د ميوه دارو ونو ، سبزيو او هغو نباتاتو او بوټو روزل پيل شول چې دغه ډوله نباتات او بوټي د مالګې او شورې په مقابل کې ښه مقاومت لری او په شګلنه ځمکه کې د چاپېريال سمسورولو لپاره کارول کېږي.

د تيانجينګ ښار تېر کال په چيرا ولسوالۍ کې د سبزيو روزلو دوه زره اودوه سوه پلاستيکي څپرۍ جوړې کړې او ددې ولسوالۍ درېو لويو کليو او يوه ښارګوټي ته يې ښې ګټې رسولې دي.

برسيره پردې يې د خرما روزلو لپاره شل مليونه يوانه پيسې اچولې دي چې په پايله کې نه يوازی د ځايي ايډيالوژی ښه شوې ، بلکې ځايي بزګرو ته نغدي ګټې رسول شوېدي . د چيرا ولسوالۍ د چيرا ښارګوټي د توغري کالي کلي مشر مالک يونس وويل

زموږ په کلي کې يوولس معاصرې پلاستيکې څپرۍ جوړې شوې چې له امله يې د سبزيو روزلو په هکله د بزګرانو جذبات لوړ شوي دي .

ان هوي ولايت له شينجيانګ سره د مرستې په برخه کې د کرنيزو محصولاتو کچې لوړوالي ته ډير اهميت ورکوي او د چيني طبي بوټو د روزلو اډې يې جوړې کړې دي چې هر کال له لسو څخه تر پنځلسو پورې چيني طبي بوټي له خپل ولايت څخه د شينجيانګ ګوما ولسوالۍ ته انتقالوي څو چې هغه ډوله بوټي انتخابېږي چې په شينجيانګ کې ښه وده کېږي. دغه راز دغه ولايت د طبي بوټو د روزلو په هکله دوه زره او پنځه سوه تنه فني کارکوونکي روزي.

اوس د ګوما ولسوالۍ په زاګوي لوي کلي کې ديارلس ډوله طبي بوټي روزل شوي او د پلان لمخې په راتلونکي کال کې به د روزلو مساحت نور هم پراخ شی.

د دوو کلونو راهيسې هوتان منطقې دوه سوه مليونه يوانه مرستندويه پانګې راجلبې کړې چې د دغو پيسو په وسيله تعليمي ودانۍ جوړه شوې او تر کشغر پورې اوسپنيزه لاره غځېدلې ، په هوتان کې د غاليو اودلو چارې غښتلې شوې ، په اتو صنعتي پارکونو کې يو سلو اوه اتيا تصدۍ هم جوړې شوې دي ، لنډه دا چې په هوتان کې ځانګړی صنعتي سيسټم د بشپړېدو په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای