CRI Online

د شينجيانګ د ابادونکي پوځ عصري کرنې

cri     (GMT+08:00) 2012-08-21 19:51:27

د شينجيانګ د ابادونکي پوځ عصري کرنې

ګرانو دوستانو! په تيره خپرونه کې مو تاسو ته د شينجيانګ د ابادونکي پوځ په اړه چې په 1954 کال کې جوړ شوی، لږ څه معلومات وړاندی کړی. دوی د شينجيانګ په پراخه وحشي سيمه کې عصري ښارونه اباد کړی او هلته يی عصري کرنې هم رامنځته کړې دي. د خپرونې په دې کړۍ کې به د چين د سي ار ای راډيو خبريال د شينجيانګ د ابادونکي پوځ دوو لشکرونو ته سفر وکړي او له نژدی څخه به د دوي عصري کرنې وګوري.

په حقيقت کې عصري کرنې ابادول د شينجيانګ د ابادونکي پوځ يوه ډېره مهمه دنده ده. د دغه پوځ د قوماندان مرستيال چنګ جياجو وويل:

زموږ عصري کرنې دری عمده محتويات لري : لومړی د هېواد په کچه د اوبو د سپمولو نمونه ده. دوهم، د کرنيزو چارو د ماشين کيدو توازن 90 سلنې ته رسيدلی دی. درېيم، د عصري کرنې نمونه هم ده.

د کرنيزوچارو د عصري کيدو په بهير کې د شينجيانګ ابادونکي پوځ هغه پرمختللی تخنيکونه کارولي چې دقيق تخمونه، دقيق کرنه، د اوبو دقيق ورکونه، دقيق خړوبول، دقيق حاصلات او چاپيريال دقيق څارنه او داسی نور. د شينجيانګ د ابادونکي پوځ د کرنيز اتم لشکر ګوندي مشر وانګ جيان بين وويل:

له يادو شويو عصريو تخنيکونو څخه دوه مهم ټکي دا دي چې لومړی دقيق حاصلات او دوهم دقيق اوبه ورکونه ده چې د اوبو سپمولو تخنيک په پوره توګه کارول شوي دي. زموږ په دغه سيمه کې د پنبو کرنې تخنيک په تاريخ کې ترټولو پرمختللی دی.

بيا زموږ خبريال د 150 غونډ ته تللی چې له نژدی څخه د دوی د اوبو سپمولو تخنيک وګوري.

د پنبو په ځمکو کې نوموړی هلک لو ګانګ شان نوميږي چې سږ کال يوازی 28کلن دی. هغه په 2007 کال کې د شينجيانګ د ابادونکي پوځ د تاليمو پوهنتون د پارکونو او ځنګلونو له ټولګي څخه فارغ شو چې اوس د 150 غونډ د 12 ټولی مرستيال دی. په دغه ځای کې د ښاغلی لو ګانګ شان په شان تکنالوژی پوه ځوانان ډير زيات دي . دوی په عصري تخنيکونو سره کرنيزې چارې پرمخ بوزي چې د شينجيانګ د ابادونکي پوځ د عصري کرنې لپاره يی خدمتونه کړي دي او کوي يی.

د دې ترڅنګ د شينجيانګ د ابادونکي پوځ د کرنيزو چارو په ترڅ کې ډير ماشين الات هم کارول کيږي چې ډير کارګران سپما شوي دي. 41کلن جيانګ شياو پينګ د 150 لشکر د 12 ټولی يو کارګر دی او په دې اړه هغه وويل:

زه اوس څه دپاسه پنځه هکتاره ځمکې لرم چې سږ کال په کې سورباجان کرل شوي. د اټکل له مخکې به ترې څه دپاسه سل زره يوانه ګټې رامنځته شي. ځکه چې زه په ماشين الاتو سره د دغو ځمکو چارې پرمخ بوزي نو کارونه يی درنه نه دي.

د شينجيانګ ابادونکي پوځ د عصري کرنې د پرمختګ په بهير کې ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې ته هم ډيرې پاملرنې ورکړې دي. له کابو نيمې پيړۍ نه راهيسي دغه پوځ 330 زره هکتاره ځنګلونه او يو مليون څېړځايونه يی جوړ کړي دي چې د صحرا پراخوالی مخه يی په ښه توګه نيول شوې ده.

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای