CRI Online

په شينجيانګ کې د نفتو دستګاوو نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-09-18 09:11:18

په شينجيانګ کې د نفتو دستګاوو نندارتون پرانيستل شو

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. په دې خپرونه کې به تاسو ته د شينجيانګ او د چين د نينګ شيا د هوي قوم د خودمختارې سيمې په اړه ځيني معلومات وړاندی کړم.

د نفتو، طبيعي ګازو او کيميا صنايعو د تخنيکي دستګاوو نندارتون چې دری ورځ يی دوام درلود، د روانې مياشتې په ١٢ نېټه د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې په نفتي ښار کرامايی کې پرانيستل شو .

دغه نندارتون د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې حکومت ، دچين د نړېوال تجارت د هڅونې ټولنې، د چين د نفتو او طبيعي ګازو شرکت، د نفتو او کيميا شرکت او د سمندري نفتو شرکت له خوا په ګډه جوړ شوی چې د چين او بهر د ٤١٠ تصديو څه دپاسه ٢٦٠٠ تنو شخصيتونو په کې ګډون کړی دی. له دغې جملې څخه د نړۍ له پنځه سوو لويو شرکتونو څخه شل شرکتونه ، ٥٧ تصدۍ بهرنی مشهور شرکتونه او ٣٥٣ چيني شرکتونه شامل دي. د دغه نندارتون پراخوالی ديرش زره مربع مترو ته ورسيد او څه دپاسه شپږ زره ډوله اړوندې دستګاوې نندارې ته وړاندی شوي چې د ١١ هېوادونو او سيمو نژدی شپږ زرو تنو اخيستونکو په کې ګډون کړی دی.

د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې رئيس نوربيکلی د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې کرامايی د چين د ولسي جمهوريت له خوا استخراج شوی لومړی لويه نفتي سيمه ده. د شپېتو کلونو له پرمختګ وروسته دغه ښار اوس د نفتو او کيميا صنعت بشپړ سيستم او د اړوندو تاسيساتو د جوړولو صنايعو ښه بنسټ لري. د دغه نندارتون له لارې د بېلابېلو هېوادونو د تصديو ترمنځ د توليداتو د نندارې او د تجارت او تخنيک د تبادلې يو ښه ډګر جوړ شوی چې په پايله کې به د بېلابېلو تصديو ترمنځ همکاري پياوړی شي او په شينجيانګ کې د اړوندو تصديو پرمختګ ته به قوت ور وبخښل شي چې په منځنۍ لويديزه او جنوبي اسيا حتی په نړېوال ډګر کې لازيات رول ولوبول شي.

رئيس نور هم وويل چې د چين د دوولسم انکشافي پلان په موده کې به شينجيانګ د تاليمو، جونګراو توحا په دريو کاسو کې د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج کارونه چټک کړي او د استخراج چارې پراخې کړي چې د دوشانزه کرامايي ، اورومچي ، جنوبي شينجيانګ او توحا په ګډون د نفتو او کيميا صنعت څلور اډې جوړې شي.

د چين او عرب ليګ ترمنځ د انرژۍ همکارۍ درېيمه غونډه د روانې مياشتې په ١٦ نېټه د نينګ شيا د هوي قوم خودمختارې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې پرانيستل شو.

دغه غونډه د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم په چوکاټ کې يوه مهمه برخه بلل کيږي چې په عمده توګه د انرژۍ همکارۍ او استختراج سره تړاو لري. د دغې غونډې سرليک دی دوستي پياوړی ، همکاری ژوره او ګډ پرمختګ دی چې دری فرعي موضوعات لري چې په جلا جلا توګه د چين او عرب ترمنځ د نفتو او طبيعي ګازو په برخه کې د همکارۍ لنډه کتنه، د بريښنا په برخه کې د همکارۍ اينده او د بيا استعمالوونکو انرژيو د همکارۍ راتلونکی دي.

د خبر له مخې، دغه غونډه د چين د انرژۍ ادارې او عرب ليګ له خوا په ګډه جوړه شوې چې هر دوه کاله په نوبتي توګه په چين او يو عربي هېواد کې ترسره کيږي. لومړی او دوهمه غونډه په جلا جلا توګه په ٢٠٠٨ او ٢٠١٠ کال د چين په سن يا او د سودان په خرطوم کې ترسره شوووه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای