CRI Online

د اويغوري ژبې ترټولو لويه ويب پاڼه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2012-10-04 10:22:24

د اويغوري ژبې ترټولو لويه ويب پاڼه پرانيستل شوه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه شي مونګ هرکلی کوم. د خپرونې په دې کړۍ کې به تاسو ته د چيني مسلمانانو د ژوند او کلتور په اړه اړوند معلومات وړاندی کړم. هيله ده چې تاسو د خپرونې تر پايه راسره پاتې شۍ.

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري ژبې عمومي ويب پاڼه چې ټوکراک نوميږي، څو ورځې مخکې په رسمي توګه پرانيستل شوه.

ټوکراک په اويغوري ژبه کې د شمشاد معنی لري. د ټوکراک ويب پاڼه د شينجيانګ د مطبوعاتو عمومي ويب سايټ له خوا جوړه شوې او يوه سهامي ويب پاڼه هم ده. دغه ويب پاڼه د اويغوري ژبې ترټولو لويه ويب پاڼه هم بلل کيږي.

د شينجيانګ د مطبوعاتو عمومي ويب سايټ منيجر جانګ شياو يو وويل چې ټوکراک د شينجيانګ د بېلابېلو توکمونو خلکو په زړونو کې په صحرا کې قهرمانه ونه بلل کيږي. د ټوکراک په ويبپاڼه کې شتمن محتويات ليدل کيږي چې د خبرونو، اقتصاد، قوانينو، سيلانۍ، روغتيا او کلتور په ګډون څه دپاسه ٣٠ برخې او سل جينلونه لري. اويغوريان به د دغې کړۍ له لارې نړۍ ښه وپېژني.

*

د يو بل خبر له مخې، د چين د خوراکونو کلتوري فېستېوال څو ورځې مخکې د قزاقستان په لوي ښار الماتا کې ترسره شو.

دغه فعاليت په الماتا کې د چين قنسلګرۍ ، د شان شي ولايت د مطبوعاتو دفتر او د الماتا د انټرکنتيننتل هوټل له خوا په ګډه جوړ شوی. د الماتا د ښاروالي مرستيال، د بهرنيو چارو وزارت استازي، ځايي مامورينو، د پوهنتونونو ښوونکيو او زده کوونکيو په ګډون څه دپاسه دری سوه تنو کسانو په کې ګډون کړی دی.

په الماتا کې د چين قنسلګر دوو ده ون وويل چې د چين دخوراکونو کلتور اوږد تاريخ لري چې د چيني کلتور يوه مهمه برخه هم ده. هغه هيله لري چې مېلمانه د چيني خوراکونو له لارې چيني کلتور هم وپېژني.

د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې مېلمنو د شان شي ځانګړی خوراکونه په تېره بيا ځانګړی اش وخوړل او د دې ترڅنګ په زړه پورې نندارې يی هم کتلې دي.

په چين کې د حلال شويو خوراکونو د ليږد رالېږ تر ټولو لوی مرکز به په شي ان ښار کې جوړ شي

د شي ان ښار د مسلمانانو مشهورې تصدۍ يعنې د سان باو شوانګ شي شرکت له خوا د حلال شويو خوراکونو نړيوال سوداګريز بندر به ښايي په چين کې د حلال شويو خوراکونو او اړوندو توکيو د لېږد رالېږد تر ټولو لوی مرکز وګرځي.اوس دغه سوداګريز بندر د ابادۍ په حال کې دی.

د نوموړی شرکت مشر او د شي ان د مسلمانانوپه اړه د تصديو د سوداګريزې ټولنې مشر شا پنګ چنګ وويل دغه شرکت د حلال شويو خوراکونو د ځنځيري سوپر مارکېټونو له لارې د خدمتي سيسټم د جوړولو لپاره د ٥ سوه مليونه يوانو په ارزښت پانګې لګولی دی.ښايي د دغه سوداګريز بندر تر جوړېدو وروسته به په چين کې د حلال شويو خوراکونو او اړوندو توليداتو د لېږد رالېږتر ټولو لوی مرکز رامنځته شی.

دغه بندر به لس زره مربع متره پراخوالی ونيسي چې د پلان له مخې به لومړی پوړ پلورنځی او دريم او څلورم پوړونه به نندارتونونه وي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای