CRI Online

د اندونيزيايی او ماليزيايی خبريالانو په سترګو چيني مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2012-10-19 15:04:15
د اندونيزيايی او ماليزيايی خبريالانو په سترګو چيني مسلمانان

د جنوب ختيزې اسيا له هېوادونو څخه اندونيزيا او ماليزيا دوه هغه هېوادونه دي چې اکثر وګړي يی د اسلام په مبارک دين باندی عقيده لري مګر دوي د چيني مسلمانانو په اړه کم معلومات لري. دغه راز د چين نړېوالې راډيو په بلنه د اندونيزيا او ماليزيا د پنځو خبري ارګانونو اته خبريالانو د چين له شيامن ، چوان جو او شي ان ښارونو څخه ليدنې کړېدي چې په ترڅ کې يی له نژدی څخه د چيني وګړو په تيره بيا د چيني مسلمانانو ژوند کتلی دی.

د چين په فوجيان ولايت کې خبريالانو د چوان جو د سمندري حمل ونقل له موزيوم ، مقدسو هديرو ، چوان جو جومات او دوو تصديو څخه ليدنې وکړې. د چوان جو جومات په چين کې د عربو له خوا جوړ شوی ترټولو زوړ جومات بلل کيږي.

دوی د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې له ستر جومات او د حلال شويو خوراکونو له يوې لويې تصدۍ څخه هم کتنې وکړې.

د اندونيزيا د اېس سي تلېويزيون خبريالې بيورلي ګوناون وويل چې دغه سفر پر دی باندی ژوره اغېزه کړې ځکه چې دی نه يوازی د چين له دوديزو جوماتونو څخه ليدنې کړې بلکې د چين ځانګړی اسلامي خوراکونه يی هم خوړلي دي.

دغه سفر زما لپاره ډير ګران چانس دی چې له اسلامي کلتور سره ژور او نژدی تماس نيسي ځکه چې دغه سفر په چين کې ترسره شوی نه په اسلامي هېوادونو کې . په حقيقت کې اسلامي کلتور په بېلابېلو هېوادونو کې لوی فرق نه لري چې د چين او اندونيزيا د مسلمانانو ژوند ورته دي.

د اندونيزيا او ماليزيا خبريالانو په جلا جلا توګه څرګنده کړې چې د چين عنعنوي ودانۍ په تېره بيا جوماتونه په ښه توګه ساتل شوي دي. مثلاً د شي ان ستر جومات ته هره جمعه کابو دری زره مسلمانان د لمونځ لپاره ځي.

د ماليزيا د دولتي تلېويزيون او راډيو خبريال راځي روسلان وويل چې چين ته د سفر له لارې خپل ځيني نظرونه بدل شوي دي.

چين ته له رسيدو وروسته زما ځيني پخواني نظرونه بدل شوي . ما وليدل چې په چين کې هم د هان قوم او هم ملي لږکي مذهبي ازادي لري. د چين په لويو ښارونو کې مثلاً شيا من ، چوان جو او شي ان کې مسلمانان ډېر دي.

له اندونيزيا څخه راغلي خبريال روکين په دی نظر دی چې د چين زيات جوماتونه نه يوازی د تاريخي ودانيو په توګه پېژندل شوي دي بلکې د سيلانۍ وړ ځايونه هم بلل کيږي. ګڼ شمير غيرمسلمانان هم د ليدنې په ترڅ کې د چين اسلامي کلتور پېژندي. هغه وويل:

موږ فکر کوو چې دا ښه کار دی چې غير مسلمانان له جوماتونو څخه ليدنه کوي ځکه چې دوی اسلامي کلتور ښه پېژندلی شی چې خپلمنځي سوتفاهم کم شي.

د خبريالانو دغې ډلې د يوولسو ورځو په موده کې له نژدی څخه د چيني وګړو ژوند کتلی او دوی په جلا جلا توګه څرګنده کړې چې خپلو وطنوالو ته اړوند معلومات معرفي کړی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای