CRI Online

د شينجيانګ په مناس ولسوالي کې د يشم کلتوري فېستوال

cri     (GMT+08:00) 2012-10-26 16:50:59

د شينجيانګ په مناس ولسوالي کې د يشم کلتوري فېستوال

د چين د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې مناس ولسوالی د يشم مرکز بلل کيږي. څو ورځې مخکې د يشم څلورم کلتوري فېستوال په دغه ولسوالي کې جوړ شوی چې د يوې اوونۍ په موده کې ١١٠ زره تنو ګرځندويانو ګډون کړی او د معاملې عمومي ارزښت ١٣٠ مليونو يوانو ته رسيدلی دی.

دغه فعاليت د شينجيانګ د توريستي چارو رياست او د چانګ جي ښار په مشرۍ په مناس کې د ګوندي کميټې او د ولسوالۍ حکومت له خوا ترسره شوی چې له دغه فعاليت څخه د مطبوعاتي ناستې، د انګورو شراب مېلمستيا، يشم نندارې، د توريستي توليداتو سيالۍ او د يشم او انګورو په اړه له يو لړ فعاليتونو څخه عبارت و. په دغه فعاليت کې ګرځندويان نه يوازی د مناس ښکلی يشم ننداره کتلی بلکې د مناس په سيند کې يی په خپله د يشم له پيدا کولو څخه خوند اخيستی دی .

د مناس يشم په چين کې څه دپاسه زر کاله تاريخ لري چې د چين د جواهرو کلتور يوه مهمه برخه هم ده. دغه ډول يشم ښه کيفيت او تک شين رنګ لري چې د چين له څلورو مشهورو جواهرو څخه شميرل کيږي.

په دې وروستيو کلونو کې د مناس يشم درې ځله کلتوري او توريستي فېستوال په بريالۍ توګه ترسره شوی چې د مناس توريستي چارو او د يشم چمتو کولو چارو ته پرمختيا ورکړه شوې ده . اوس د شينجيانګ حکومت د توليدي کيفيت د څارنې رياست د مناس يشم د پېژندنې معيارونه ټاکلي چې دغه معيارونه د مناس يشم د پېژندنې نامې معنی لري. دغه معيارونه به د مناس يشم د تيارولو چارو پرمختګ تر ډېرې اندازې پورې وهڅوي.

د مناس حکومت پلان لري چې د دوولسم انکشافي پلان له موده کې د دغه ډول يشم د چمتو کولو چارو د پرمختګ لازياتې مرستندويه تګلارې جوړې کړي چې لازياتې پانګونې په دغو چارو راجلب کړي شی او د يشم د حکاکۍماهران وروزل شي. د چين د يشم کلتوري او صنعتي پارک چې ژر به جوړ شي، عمومي پانګونه ٥٤٠ مليونو يوانو ته او پراخوالی يی څه دپاسه ديرش هکتارو ته رسيږي. په ٢٠١٢ کال کې به لومړی پروژه د ٢٠٠ مليونو يوانو پانګو په مصرف جوړه شي او اټکل کيږي چې ٢٠٠ دکانونه د پنځوس زرو مربع مترو په خدمتي مرکز کې د يشم په معامله لاس پوری کړي چې څه دپاسه دوه زره کسان په کې استخدام شي.

د دې ترڅنګ د مناس د انګورو روزلو او د شراب جوړولو صنايع هم امتياز لري چې مناس د فرانسې د پوردو او د امريکا د کاليفونيا له سيمو سره په يو عرض البلد کې پروت دی او د انګورو روزلو لپاره ګټور موقعيت لری.

د لسو کلونو له پرمختګ وروسته انګور د مناس سيمې په يو عمده صنايع ګرځيدلی دی چې د شراب د جوړولو لپاره د شينجيانګ د انګورو روزلو ترټولو لوی مرکز هم دی.

د معلوماتو له مخې د مناس د يشم د څلورم توريستي فېستوال په ترڅ کې د مناس د انګورو شراب لومړی فېستوال هم جوړ شوی دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای