CRI Online

د شينجيانګ د يو وړو کي کلي انکشافي بڼه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-22 20:13:52
د شينجيانګ د يو وړو کي کلي انکشافي بڼه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! په دې وروستۍ موده کې د خلکو د ژوند کيفيت په شينجيانګ کې د خلکو د پام وړ مهمه مسئله ده. په تير يو کال کې څه دپاسه يو زر ملکي پروژې پلی شوې چې ځايی وګړو ژوند ته يی واقعي ګټې رسولې دي.

اوس د مرکزي حکومت تګلارې ښې او اغېزمنې دي. د مالدارۍ او بزګرۍ ماليات لغوه شوي دي. عام وګړي هم پوهيږي چې د ګوند او حکومت تګلارې د دوي لپاره ډېرې ښې دي، ملي يووالی ساتل شوی او په دې لار کې ښه پرمختګ هم شوی دی.

دغه خبرې د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې استازي او د شينجيانګ د باهه ولسوالۍ د يو کلي مشر احمد زی نولله خبريالانو ته وکړې.

دغه وړو کی کلی د شينجيانګ د شمال لويديز په سرحدي سيمه کې پروت دی. په تيره زمانه کې د يو کال په څلورو موسمو کې د شګلن باد لګيدلو چې چاپيريال يی سخت او خلک يی بی وزلی وو. د احمدزی ترټولو لويه هيله وه د ده د کلي وګړي ښه ژوند وکړي. اوس د ده هيله د پوره کيدو په حال کې ده چې د خلکو ژوند ورځ په ورځ ښه کيږي. د دغه کلي د بدلون په اړه يی وويل:

اوس زما د کلي پرمختګ چټک دی. په تيره بيا د شينجيانګ د پرمختګ په اړه د مرکزي حکومت ناستې غونډې له جوړيدو راهيسي دغه کلي د چټک پرمختګ مدار ته ننو تلی دی. زموږ په کلي کې نوی کورونه او پاخه سړکونه جوړ شوي دي. ځوانان هم ګرځنده تېلېفونونه لري. پخوا موږ د سيند اوبه څښلې او اوس د نل له پاکو اوبو څخه استفاده کوو. د مرکزي حکومت د ښو تګلارو په رڼا کې د بزګرانو عايدات لوړ شوي دي. موږ باور لرو چې په راتلونکي کې زموږ ژوند نورهم ښه شي.

٢٠١١ کال د شينجيانګ ځايي حکومت له خوا د خلکو د ژوند د لوړولو کال په توګه وټاکل شو نو په دی کال کې شينجيانګ د خلکو ژوند د ښه والي لپاره يو لړ امتيازي تګلارې او تدبيرونه غوره کړي وو.

دغه راز د شينجيانګ په مرکز ارومچي ښار کې هم ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په ٢٠١٢ کال کې ارومچي د ځايی وګړو د ژوند د ښه والي لپاره کابو ١٢٠ پروژې ټاکلې دي. د ارومچي ښار د ګوندي کميټې مشر جوهای لون وويل:

ارومچي ښار په په تيرو دريو کلونو کې ١٧٦ نوی هستوګنځايونه جوړ کړي چې يوازی په تير کال کې د هستوګنځاي د تجهيزاتو د بشپړتيا لپاره څلور مليارده يوانه لګول شوي دي. هر کال د وګړو د ژوند د ښه والي په برخه کې څه دپاسه لس مليارده يوانه پانګې اچول شوې چې په تير کال کې دغه رقم ١٣ مليارده يوانو ته رسيدلی و. سږ کال ١٢٠ پروژې د ګوند له اتلسم ملي کانګرس نه مخکې بشپړې شوې دي.

د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې رئيس نور بيکلي په دې اړه وويل:

له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١١ کال پورې د ځايی سيمې د وګړو ژوند د ښه والي په برخه کې پانګونې هر کال کابو ٣٣ سلنه زياتې شوې دي. په تيره بيا په ٢٠١١ کال کې دغه پانګونې د وړم کال په پرتله ٧٠ سلنه زيات شوې وي. د سيمې د بېلابېلو قومونو ګړو ترې واقعي ګټې ترلاسه کړې دي.

د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د ګوندي کميټې مشر جانګ چون شيان پر دې تينګار وکړ چې بايد د شينجيانګ د واقيعتونو له مخې د خلکو ژوند ته لازياتې پاملرنې ورکړې شي. هغه وويل:

اړوند کارونه بايد د شينجيانګ اوسنيو حالاتو او د بېلابېلو قومونو ګړو هيلو ته پاملرنه وکړي. يو ښکلی په زړه پوری شينجيانګ ابادول د شينجيانګ د بېلابېلو استازيو ګډه او دايمي هيله ده!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای