CRI Online

په نينګ شيا کې د ماشومانو د روغتيا لپاره خدمتونه

cri     (GMT+08:00) 2012-12-07 09:30:11
په نينګ شيا کې د ماشومانو د روغتيا لپاره خدمتونه

ګرانو دوستانو! پخوا د هر کال د مې او اکتوبر په مياشتو کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د جونګ نينګ ولسوالۍ د دا جن چانګ علاقه دارۍ د مرکزي مکتب مشر وو جيان پينګ تريو تندی نيولی اندېښمن ښکاريده ځکه چې په دغو دوو مياشتو کې د اقليمي بدلون له امله ډېر زده کوونکي په اسانۍ سره پر ناروغيو اخته شول حتی څو زده کونکي بی هوښه شول . خو د ښاغلي وو جيان پينګ په وينا د تغذيی ښه والي پلان تر پلې کېدو وروسته د زده کوونکو بدني کيفيت په څرګنده توګه لوړ شوی دی.

پخوا د نينګ شيا په ځينو بېوزليو سيمو کې زده کوونکو هره ورځ يوازی سهارنی او غرمې ډوډۍ خوړلی او اوبه څکلې. د ٢٠١٠ کال په پسرلي کې د نينګ شيا په ١١ ولسواليو کې د وړيا سهارنۍ برابرولو پلان په پلې کولو پيل وکړ چې هر سهار د ٣ لکه او ٧٠ زره تنو کليوالو زده کوونکو ته يوه هګۍ ورکول کيږي.

د ٢٠١١ کال له منۍ تعليمي دورې څخه د چين مرکزي حکومت په ځينو بېوزليو سيمو کې د زده کوونکو د تغذيي د ښه والي پلان د تطبيق په ازموينې پيل وکړ. نينګ شيا سيمه د دولتي ازموينې پر بنسټ پخپله څلورو ولسواليو ته پانګې ورکړې او هلته يې ازموينې کړې دي. څو چې د ټولې سيمې ٣٤٪ زده کوونکي له دغه پلان څخه ګټې واخلی . له دې امله چې د هوی قوم وګړي مسلمانان دي او د غوايی او پسه غوښو بيه نسبتأ لوړه ده، نو د نينګ شيا حکومت هم د زده کوونکو لخوا د غرمنۍ ډوډۍ معيار له ٣ يوانو نه ٤ يوانو ته لوړ کړ.

د دې تر څنګ د حکومت لخوا د وړيا غرمنۍ ډوډۍ ورکولو هم زده کوونکو ته اسانتياوې برابرې کړې دي د مثال په توګه د دا جن چانګ علاقه دارۍ مرکزي مکتب د ٦ م ټولګي زده کوونکي ما لو لونګ کور له مکتب نه د ٨ کيلومتره واټن لري. پخوا هغه د ډوډۍ خوړلو لپاره هره غرمه کور ته تله او يو نيم ساعت يی مزل کاوه . خو اوس هغه په مکتب کې د وړيا ډوډۍ خوري او د ساعتېرۍ وخت هم لري .

د حکومت لخوا د وړيا ډوډۍ کيفيت د بېلا بېلو ټولنو زياته پاملرنه راجلبوي. د نينګ شيا حکومت په څو ساحو کې د خوړو کيفيت تامينوي. د دغې سيمې د ښوونيزو چارو ادارې يو چارواکي ښاغلي دونګ هونګ وی داسې معلومات ورکړل چې د وړيا ډوډۍ د برابرولو پلان د تطبيق مخکې نينګ شيا سيمې د ١١٠ مليونو يوانو په لګولو سره په ازمويښتي سيمه کې د ټولو مکتبونو پخلنځايونه اصلاح کړي او زيات شمېر نوي سامان الات يې اخيستی دی . سږ کال ځايي حکومت پلان لري چې په لويو کليواليو مکتبونو کې د لويو پخلنځايونو د جوړولو لپاره ٣٠٠ مليونه يوانه ولګوي څو چې د خوراکونو کيفيت او امنيت تامين شي.

برسېره پر دې، د نينګ شيا حکومت هم د اومو موادو د اخيستنې او برابرونې لپاره يو لړ قاعدې وټاکلې. دغه راز ټول اومه مواد له ټاکلو ځايونو نه اخيستل او د اړوندې څانګې تر معاينې وروسته بيا بېلا بېلو ښوونځيو ته لېږدول کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای