CRI Online

د ميتيس ديک د تصدۍ جوړولو کيسه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-24 14:16:09
د ميتيس ديک د تصدۍ جوړولو کيسه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د خپرونې په دې برخه کې به تاسو ته د شينجيانګ د يو اويغوري ځوان ميتيس ديک د تصدۍ جوړولو په اړه په زړه پوری کيسه وړاندی کړم. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه راسره پاتی شۍ.

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د ختن ولسوالي په لايک علاقه داري کې ډيرې توليدي فابريکې ليدل کيږي چې د ځايی بزګرانو له خوا جوړې شوې دي. ځيني يی جورابې جوړوي، ځيني يی غالۍ جوړوي او ځينی يی سوچه د څښاک اوبه جوړوي. په حقيقت کې داسی تصدۍ د چين په دننه برخه کې ډيرې ليدل کيږي خو د شينجيانګ په ليری صحرايی سيمه کې د ليدو وړ خاطرات بلل کيږي.

د دغو تصديو له ډلې څخه په نوموړې سيمه کې د يو تصدۍ څښتن ميتيس ديک دی او هغه د خپلې تصدۍ په اړه وويل:

ما دلته څلور فابريکې جوړې کړې دي. زما شاوخوا اتو ملګرو هم فابريکې جوړې کړې دغه راز په دوو کلونو کې زموږ په علاقه داري کې څه دپاسه لس تصدۍ جوړې شوې دي.

ميتيس ديک د ختن سيمې په يو کلی کې زيږيدلی چې په ٢٠٠٣ کال کې د شينجيانګ له دارالمعلمين څخه فارغ شوی. هغه د اورمچي په ښار کې پاتی نه شو بلکې خپل ټاټوبی ته بيرته ستون شو او خپله لومړی فابريکه يی جوړه کړه چې غوړي توليدوي.

ولی هغه په بيړنۍ توګه يوه فابريکه جوړه کړه ؟

د ميتيس د اته کلن په وخت پلار يی د ناروغۍ له امله مړ شو او د ده په کور کې اته وروڼه او خويندې وې. د دوي مور ګل ناز په خپله د دغې کورنۍ ژوند اړتياوې پوره کولې چې ژوند يی ډير سخت او له ستونزو ډک و. مور يی د يو څه پور په اخيستلو سره د خپلو ځينو ماشومانو د زده کړې لګښتونه پوره کړې. دی ټينګار کړی چې ماشومان بايد زده کړې وکړي. دی وويل:

د دوي پلار ډير وختي مړ شو او ما دغه اته ماشومان په ډېر سختۍ روزلي او شپږ يی په پوهنتون کې زده کړې کړې دي. دوی اوس له ما سره ډير ښه کار کوي زه ډير خوشاله يم. ما هغه وخت فکر وکړ چې له سخت ژوند سره سره ماشومان بايد زده کړه وکړي نو په راتلونکي کې به په خپلې پوهې سره نورهم ښه کارونه وکړي او ښه ژوندلرونکي به وي .

له هغه وخت څخه ميتيس وغوښتل چې ښې زده کړې وکړي او خپلې مور لپاره ښه ژوند برابر کړي. خو په سر کې کارونه اسان نه وو. هغه وويل:

ما له نورو کسانو سره يو ځای دلته يوه غوړي توليدونکی فابريکه جوړه کړه. په هغه وخت کې زما پيسې لږ وې نو له دوو او دريو مياشتو وروسته د پانګونې د کمښت له امله زموږ دغه فابريکه وتړل شوه.

مګر ميتيس له خپل هوډ څخه لاس نه دی اخيستی. هغه يوازی په دوو سوو يوانو سره اورمچي ته تللی او ويی غوښتل چې يو نوی فرصت پيدا کړي. په سخت وخت کې يی هره ورځ يوازی يوه ډوډۍ خوړله. له يوې مودې وروسته يی په سرحدي هوټل کې د ژباړونکی دنده پيدا کړه. هغه وويل:

د دوو دريو ورځو له هلو ځلو وروسته مې يو بهرنی سوداګر پيدا کړ چې د ده لپاره مې د ژباړنې خدمت کولو. هره ورځ مې له دې لارې دوه سوه يوانه ترلاسه کولی شول خو په ځينو ورځو کې مې حتی دری زره يوانه هم ګټل.

هغه له دغو بهرني سوداګرانو سره د تماسونو په ترڅ کې يو ښه تجارتي فرصت پيدا کړ د وخت کمښت له امله د خپرونې دغه کړۍ په همدی ځای پای ته رسيږي. موږ به په راتلونکی پرګرام کې به په مداومه توګه بياهم د ميتيس د پاتې کيسې په اړه معلومات شريک کړم. مننه !

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د خپرونې په تيره کړۍ کې مو تاسو ته د شينجيانګ د ختن سيمې د اويغوري ځوان ميتيس ديک د فابريکو جوړولو په اړه کيسې لومړی برخه وړاندی کړې نو اوس به دغې کيسې ته دوام ورکړو.

په تېره خپرونه کې مو وويل چې ميتيس يو تجارتي فرصت پيدا کولو توانېدلی و چې د اي پي کارډ لارې چارې دي. هغه وغوښتل په دې برخه کې پانګه واچوي نو له خپلو ملګرو څخه په پور سره څلور لکه يوانه واخيستل. مګر دغه ځل د ده ټولې پيسې په دغه کارو بار کې له لاسه ووتې او لوی تاوان سره مخ شو. هغه د ياد پور د پوره کولو او ورکولو لپاره اړ شو چې د چين جنوب شن جن ښار ته ولاړ شي. له يوې مودې وروسته هغه يو ځل بيا بيجينګ ته ولاړ د مرمرو ډبرو تجارت يی پيل کړ.

غږ

په بيجينګ کې د شينجيانګ خواړه په اسانه توګه نه پيدا کيږي. ډير کسان د شينجيانګ خوندورو خواړو د خوړلو لپاره په بيجينګ کې د شينجيانګ نمايندګی ته ورځي او هلته وچې ډوډۍ اخلي خو د ورتګ لپاره يی واټن ډير اوږد دی. ما فکر وکړ چې دغو کسانو ته وچې ډوډۍ دوي ته په نژدې سيمو کې وپلورم. ګام په ګام لازيات کسان زما له ځايه وچې ډوډۍ اخلي.

هرو ورځ ميتيس د شينجيانګ له ارومچي څخه شل بکسونه چې په کې کابو يو زر دانې وچو ډوډيو ډک و، بيجينګ ته راوړل. هغه هره ورځ پکې کابو زر يوانه ګټلی شول. دغه راز د څو کلونو له هلو ځلو وروسته يی په ٢٠٠٨ کال کې ټول پور پيسې پوره کړی او د ختن په خپل ټاټوبی کې يی د يو لک يوانو په مصرف سره نوی کور هم جوړ کړی دی.

په هماغه وخت کې له ازبکستان څخه يو لوی سوداګر وغوښتل چې د ميتيس له لارې د چين د جه جيانګ ولايت له يي وو ښار څخه خپل هېواد ته د اړوندو توليداتو واردات وکړي. په دغه موده کې ميتيس يوه خوا بهر ته د زيوراتو په شمول توليدات صادرول بله خوا يی د دغو شيانو د توليدولو بهير او اړوند معلومات يی غونډ کړل. له دريو مياشتو وروسته يی يوه لويه پريکړه وکړه:

غږ

په هغه وخت کې مې د ازبکستان هغه سوداګر ته وويل چې زه به يوه خپله فابريکه جوړه کړم او تاسو زما له ځايه توکي واخلي. هغه موافقه وکړه . بيا مې د سل مربع مترو په پراخوالی يو ځای اجاره کړی او اته کارکوونکي مې استخدام کړل.

د پنځو کلونو له هلو ځلو وروسته دغه وړوکی فابريکه اوس څه دپاسه دوه سوه کارکوونکي لري او د خرڅلاو کلنی عايدات له لس مليونه يوانو څخه زيات دی چې توليدات يی ١٨ هېوادونو ته صادر شوي دي.

غږ

لومړی کال مې دوه دری لکه يوانه ګټلي، دوهم کال مې اوه اته لکه يوانه ګټلي او له دی وروسته هر کال کابو دری مليونه يوانه ګټلی شم.

په ٢٠١٠ کال کې د ختن سيمې يو پلاوي له يي وو څخه ليدنه کتنه وکړه او ميتيس ته يی بلنه ورکړه چې خپل ټاټوبي ته بيرته ولاړ شي او هلته کار وکړي.

غږ

ځکه چې زه دلته لوی شوی يم او زما مور او ماشومان هم دلته زيږدلي. زما په علاقه داري کې هيڅ صنعت نه شته. زه غواړم دا هم ووايم چې په کليوالو سيمو کې لوی کار هم کولی شم. زموږ په علاقه داري کې وګړي هم د کار کولو ټينګ هوډ لري خو دوی نه غواړي ليری ځای ته ولاړ شي.

دغه راز په ٢٠١١ کال کې ميتيس ديک په خپل ټاټوبي کې يو تجارتي شرکت جوړ کړی او د جورابې ، د څښاک اوبو ، غالۍ او پلاستيکي توکيو توليدولو په ګډون يی څلور فابريکې هم جوړې کړې دي. دغه راز ځايی وګړي په ځايی سيمه کې هره مياشت دوه يا دری زره يوانه ګټلی شی او ځيني يی حتی خپلې وړوکی فابريکې هم جوړې کړې دي.

مګر ميتيس ديک خپل ګامونه نه دروي او هغه اوس يو نوی پلان لري چې په بهر کې لوړې ښې زده کړې هم وکړي.

غږ

زه غواړم چې په بهر کې لوړې زده کړې وکړم چې نړۍ وګورم ، بهرني ژبه زده کړم او د تصديو ادارې معلومات ترلاسه کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای