CRI Online

مېرمن بيان او د دې د لمر کور (١)

cri     (GMT+08:00) 2013-02-01 21:04:42

تېر شوی ٢٠١٢ کال د هر تن لپاره ځانګړی کال و، اوس ٢٠١٣ کال راغی، د نوي کال په پيل کې خبريال د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې ته چې په چين کې د هوی قوم مسلمانانو تر ټولو لوی استوګنځای دی ، لاړ او له عامو وګړيو سره يې مرکې وکړې چې تاسو ته به په دې سيمه کې د عامه وګړيو د نيکمرغه ژوند په اړه مالومات وړاندې کړو. .

د ٢٠١٢ کال د ديسمبر يوويشتمه نېټه د چين د کرهنيزې جنترې له مخې د دونګ جه له ورځې سره برابره وه چې په دغه ورځ په ټول هېواد کې هوا ډېره سړه وي. په همدې ورځ د نينګ شيا په مرکز ين چوان ښار کې د هوا د تودوخې درجه منفي دوولسو ته کوزېده، خو د لمر کور په نامه د ذهنی کمزورتيا لرونکيو ماشومانو د ساتنې او پالنې په مرکز کې فضا ډېره توده ښکاريده.

د چينايانو د عادت له مخې، د دونګ جه په ورځ بايد جياو ځه وخوړل شي . نو د همدې ورځې سهار په لسو بجو کله چې خبريال د لمر کور ته ننوت، و يې لېدل چې د دې مرکز مشرې مېرمن بيان له نورو ښوونکيو سره يو ځای د جياو ځه په پخولو بوخت وو چې له اوړو څخه جوړ او په منځ کې يې د غوايي غوښه او ګازره وه.

مېرمن بيان که پين چې دلته د ماشومانو لخوا د مور په توګه نومېږی، مخکې يوه اضافه بسته شوې کارګره وه. په ١٩٩٩ کال کې مېرمن بيان يوه رستورانټ جوړ کړ او کاروبار يې ډېر تود وو. يو ځل يو کم عقل ماشوم د خپل پلار او مور په مل د ددې رستورانټ ته راغی، مېرمن بيان که پين له دوی سره د خبرو په مهال کې دغو ځانګړيو ماشوماتو په هکله لږ څه مالومات تر لاسه کړل. هغې خبريال ته وويل

هغه وخت د دې ماشوم پلار ما ته د دغو کم عقلو ماشومانو حالت معرفی کړ ، فکر مې کولو چې د دغو ماشومانو پلرونه او ميندې زاړه شي، څوک به د دوی د ساتنې او پالنې دنده په غاړه ولری ؟ بايد يو داسی ارګان جوړ شي چې د دغو ماشومانو روزنه او ښوونه ورکړي او دوی ته د ځان ساتنې يوه لاره برابره کړي.

تر دې وروسته مېرمن بيان د دغه ډول ماشومانو په اړه ډېری زيات مالومات راغونډ کړي او بيا يې په ٢٠٠٢ کال کې يوه حيرانونکې پرېکړه وکړه چې رستورانټ و تړي او کور وپلوري څو څې په ټولو راغونډ شويو پيسو د ذهني کمزورتيا لرونکيو ماشومانو د ساتنې او پالنې يو مرکز جوړ کړي. د مېرمن بيان زوی لين شياو د خپلې مور د دغې پرېکړې په اړه خبريال ته وويل

هغه وخت کې په دې ښه پوه نه شوم چې مور مې ولی دغو ماشومانو ته دومره پاملرنه کوي خو ما ته يې مينه او پاملرنه پرېښوده، هغه کال مې يوازې ديارلس کلن وم او حتی اوس د دې حساسه موضوع د يادولو په وخت کې زما په زړه کې لا هم افسوس احساسوم.

د مېرمن بيان په کوښښونو سره، په ٢٠١٠ کال کې د لمر کور په نامه د ذهني کمزورتيا لرونکيو ماشومانو د ساتنې او پالنې مرکز د ين چوان ښار په شي شيا سيمه کې په رسمي توګه پرانستل شو. دغه مرکز هغو ماشومانو ته چې نهه کلنه اجباري ښوونه يې بشپړ کړې او سپکه ذهني کمزوړتيا لري، فني روزنه ورکوي او بې سواده ماشومانو ته د کلتور، ادب او ژوند په اړه مالومات ور زده کوي. د شي شيا سيمې د ملکي چارو ادارې په منځګريتوب، ددې مرکز د جوړېدو لپاره نه يوازې د ځای کرايه کولو لګښت کم شوی او يو څلوېښت زره امريکايي ډالره مرستندويه پيسې اخيستل شوې ، بلکې نوی ودانۍ هم تر لاسه شوې دي. د دې سيمې د ملکي چارو د وزير مرستيال ين جه ګانګ وويل

داسی ماشومان چې ذهني کمزورتيا لري، بشپړ ژوند نه لري. موږ بايد تر وسې پورې له دوی سره مرسته وکړو څو چې د دوی ژوند ته نوی حيات ور وبخښل شی او په راتلونکی کې دوي په خپلو پښو ودرېږي .

د لسو کلونو راهيسې د ماشومانو په خولو کې مېرمن بيان له ښوونکې بيان څخه په ادې بيان بدل شوی، د ماشومانو هر کوچنی پرمختګ د مېرمن بيان په زړه کې ډېری د خوښۍ وړ دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای